تاند- د ډیورنډ د کرښې له پوري غاړې څخه په ویشتل شویو توغندویو د افغانستان په ختیځ کې لږ ترلږه ۶ کورونه ویجاړ شوي او ګڼ څاروي مړه شوي دي.
د افغانستان د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قومندان نن وویل چې د پاکستان له لوري ویشتل شوي راکټونه په پکتیا، کونړ او نورستان کې پر ګڼو سیمو لګېدلي او په دواړو ولایتونو کې یې ۶ کورونه نړولي دي.
قومندان وايي چې د پاکستان له لوري د توغندو ویشتلو لړۍ تېره شپه پیل شوه او تر نن /سې شنبه/ سهاره پوري یې دوام وکړ.
دا بریدونه وروسته له دې کېږي چې پاکستان وویل افغان امنیتي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې دوه شپانه وژلي دي.
پاکستان له تېرو درو کلونو راهیسي د افغانستان په ختیځو ولایتونو په تېره بیا کونړ او نورستان د درنو وسلو ګولۍ وروي خو په وروستیو کې یې دا ډول بریدونه لږ کړي وو.
د افغان چارواکو په وینا تراوسه پوري د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د درنو وسلو ۱۱ زره توغندي، راکټونه او د توپ ګولۍ لګېدلي چې په نتیجه کې یې ۱۰۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د پاکستان حکومت ځیني وخت د افغانستان پر خاوره د درنو وسلو له حملو انکار کوي او ځیني وخت وايي چې پر هغو وسله والو سخت دریځو برید کوي چې له پاکستانه افغانستانه ته تښتي.
خو افغان چارواکي وايي، پاکستان غواړي چې د ډیورنډ کرښې د افغانستان خوا له استوګنو تشه شي څو طالبان او نور ترهګر هل��ه خوندي ځالې جوړي کړای شي او پاکستان نړیوالو ته وښيي چې په خپله خاوره کې یې د ترهګرو ځالې نشته.
کرزی دی بیا هم یا داودلا اویاهم دزلمی ملاتړ کوی اودافغان په پاکه اوپرتمینه خاوره دانګریز غلامان پنجاپیان لوبی کوی واه کرزیه واه
نور به لاستاسو دغلطواوناسالمو پالیسیو له له وجهی افغانان نورڅه ګوری
په هر حال الله دی ددی خاوری دښمنان تباه اوبرباد کری اوبرباد کیږی به
د تاند محترمی اداری ته:
د پورته ذکر شوی راپور په هکله ځایی چارواکی هیڅ معلومات نلري چی ګویا د سی شنبی په شپې او یا ورځی دی د پاکستان له لوری په کنړ او نورستان ولایت توغندی لږیدلی وي. هیله ده که دا راپور مو لا دقیق کړی ښه به وي. په درنښت
سلام ــ دا ده کرزۍ غلطې نه ده…. دا زموږ خپله غلطۍ ده چۍ خپل مينځ کې بی اتفاقو يو او دا ۳۰ کاله مو يو بل داسي سره و وهله چې اوس د دشمن څخه هيڅ دفا نه سو کولاي….داسی ده نر ځوی دی پیداسی چی پر پنجابیانو دی ځانمرګی وکی.