تاند- مخکښ امریکايي سناتور جان مکین او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد اولسن نن /شنبه/ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راخیل شریف سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، سناتور جان مکین د وسله والو سختدریځو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیات بریالي او د تروریزم پر ضد د پاکستان د ارادې ښکارندوی وبلل.

ده په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان او امریکا د اړیکو د همږغي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د جان مکین په مشرۍ له امریکايي پلاوي سر ه په خبرو کې د طالبانو په وړاندې د اقدام کولو د منفي عواقبو یادونه وکړه.

پاکستاني رسنیو او د پاکستان پوځ په دې اړه نور جزییات نه دي څرګند کړي خو تر دې مخکې پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر ضد د دې لپاره اقدام نه کوي چې منفي عواقب لري او پاکستان نه غواړي چې د افغانستان لپاره له طالبانو سره وجنګېږي.

پرون د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پاکستان ته د جان مکین په مشرۍ د امریکايي پلاوي د سفر په درشل کې وویل چې پر طالبانو فشار به د ورانکارو فعالیتونو د زیاتېدا سبب شي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې ژمنه کړې وه چې طالبان به د سولې خبرو ته تیار کړي او که خبرو ته نه حاضرېدل، پر ضد به یې اقدام وکړي.

پاکستان نور په خپله خاوره کې د طالبانو د شورا او مشرانو موجودیت او ورڅخه ملاتړ نه پټوي.

5 thoughts on “د پاکستان لوی درستیز امریکايي پلاوي ته وویل، د طالبانو پر ضد اقدام منفي عواقب لري”
  1. که چیرې دا رښتیا وي چې د طالبانو پر ضد اقدام منفي عواقب لري او نور پاکستان په خپله خاوره د طالبانو پر ضد عملیات نشي کولای او بیا یې امریکايي پلاوي هم پدې قانع کړی وي، نو دا پدې مانا چې پاکستان او امریکا پدې راضي دي چې طالبان دې امریکایي پوځيان په افغانستان کې وژني. جان میکین او پلاوی به یې امریکایي والدینو ته قناعت ورکړي شي چې د هغوی د اولادونو د وژلو پریکړه یې د طالبانو په لاس د پاکستان سره لاسلیک کړه.

  2. دا هغه نامرده حكومت دي چه ددروغو په اساس بنيادي شوي دي او هميشه خپلو طالبانو ته ترهگر او زمونژه طالبانو ته مجاهدين وايي ، أفغانستان هم بايد نور پاكستانى طالبانو ته داوسيدو او سمباليدو مزاحمت ونكري چه دوي ته هم ور معاومه شي .

  3. پاکستان رښتیا وایی چی تروریستانو سره غرض کول منفی پایلی لری او هغ پایلی دادی:
    ۱- پاکستان به د هند او افغانستان په چارو کی له شرارت منع شی
    ۲- پاکستان په دهمدغو ترهګرو خوراک شی
    ۳- پاکستان په دیری غربی پیسی له لاسه ورکړي
    ۴- پاکستان او افغانستان کی به سوله د پاکستان اقتصاد چی له تروریزم تغذیه کیږی ضعیف شی
    ۵- مسلمانان به ارام او دخدای عبادت ته وزګار شی او دحق به لته به شی

  4. What the hell now…neither Pakistan applying pressure on Taliban and nor taking action against them….do not take action against them do not put pressure on them only Pakistan need to stop supporting them…

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *