احیل شریف

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

جنرال راحیل شریف د جرمني په مونیخ (مونشن) کې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې تاکید وکاوه چې له خنډونو سره سره په افغانستان کې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره سوله او پخلاینه مهمه ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له ټولو نفوذ لرونکو خواوو وغوښتل چې د سولې هغه بهیر بېرته پیل کړي چې د سږ کال په جولای میاشت کې پیل شوه خو وروسته طالبان ترې تېر شول.

د جولای په اوومه طالبانو د افغانستان د حکومت له استازو سره د پاکستان په مري ښار کې مخامخ خبرې وکړې خو وروسته له دې چې د ملا عمر مړینه افشا شوه طالبانو دوهم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه د جولای په ۳۱ مه وشي او د اوربند په اړه پکې خبرې وشي، لغوه کړې.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هم د افغان طالبانو او افغان حکومت د استازو د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان په داسي وخت کې دا غوښتنه کړې چې طالبانو په خپله ۱۴ کلنه بلوا کې د لومړي ځل لپاره د یوه ولایت مرکز نیولی چې د سولې په خبرو کې د دې ډلې دریځ پیاوړی کولی شي.

3 thoughts on “د پاکستان لوی درستیز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه”
  1. دا ټول دروغ دی پنجابی هیڅ وخت د افغانستان دوست نشی کیدلای او د افغانستان اوولس او حکومت باید نور ددی خاینینو پر درواغو باور ونکړی د پاکستان پوځ او استخبارات ټول دد جال د پروژو تدبیق کوونکی او د اسلام د بد نامولو لپاره کار کوی او د پنجابیان د پیسو لپاره خپله مور هم خرڅوی

  2. ښاغلی شریف د طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړی ده، ایا طالبان په غیر د دی ښاغلې د هدایت پرته د خبرو اختیار لرې؟ بله دا چی که د پاکستان فوځ یوه میاشت د طالبانو سره مرست بنده کړې طالبان به د ماتی سره مخامخ نه شې؟ طالبان د پاکستان د حکومت او خاصتا د پاکستان د فوځ یوه برخه نده؟ نو بیا ولی د منافق د طالبانو نمایندګې نه کوې.

  3. لدی خبرو سره هسی وخت ضایع کیږی. اصلا خبری هیڅ پکار ندی له پنجاب سره او نه هم له طالبانو سره…بلکه جکړه یی هر وخت د حل ښه لاره ده.

ځواب ورکول Alakozai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *