احیل شریف

تاند- د افغانستان حکومت له پاکستانه وغوښتل چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د امنیت له ټینګولو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي پرون په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ایساف د پوځي مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې له پاکستانه وغوښتل چې د انتخاباتو په امنیت کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي، د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ پرون مازدیګر په کابل کې له رسنیو پټه غونډه وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي نن د دې درې اړخیزې غونډې په اړه رسنیو ته وویل چې د پاکستان لوی درستیز په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو په امنیت کې به مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې د جوزا په ۲۴مه نېټه، یعنې تر یوې میاشتې په لنډه موده کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د ولسمشرۍ دوهم ځلي انتخابات وشي. دا انتخابات په داسي وخت کې کېږي چې هوا توده ده او د طالبانو د بریدونو د اوج موسم بلل دی.

جنرال عظیمي وویل، په درې اړخیزه غونډه کې د انتخاباتو د امنیت د ټینګېدو ترڅنګ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د وروستیو تحرکاتو او د پاکستان د راکټي بریدونو په باب هم خبرې وشوې.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف وویل چې هیواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هراړخیزې همکارۍ ته تیار دی او په افغانستان کې د سولې له ټینګېدو سره هم مرسته کوي.

د افغانستان، پاکستان او ناټو پوځي مشرانو تر دې مخکې ۳۳ ورته نورې غونډې کړي خو د دوی له غونډو کومه عملي او ملموسه نتیجه نه ده ترلاسه شوې.

4 thoughts on “د پاکستان لوی درستیز وايي، د افغانستان د انتخاباتو له امنیت سره به مرسته وکړي”
  1. دلیوانوڅخه دمېږودساتلوهیله بې عقلتوب دی.ـ
    په کورکې دې سترشو اوس هم غاښونه کورې چې عمر یې څومره دی.ـ

  2. پاکستان ته معلومه شوې چې افغانان د ټاکنو امنيت په خه توګه نيولئ شي
    او چې کله انتخابات په خه توګه تر سره شول نو پاکستان به ووائي چې موږ دټاکنو په امنيت کې مثبت کردار درلود ځګه په امن کې تر سره شول

  3. د پاکستان څخه د افعا نستان په انتخایاتو کی د امنیت طمعه بی ځایه ده خو لکه څرنګه چه تجروبو ښودلی د انتخایاتو د امنیت په ګډوډولو کی به ښه پوره مرسته وکړی

ځواب ورکول Omat nabi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *