احیل شریف

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست او لوی درستیز سره جلا جلا وکتل.

د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د افغانستان له سرپرست دفاع وزیر سره په کتنه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر امنیت خبرې وکړې.

د افغانستان د دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم راحیل شریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د څرنګوالي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.

ده د پوځي زده کړو لپاره پاکستان ته د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د لېږلو وړاندیز وکړ، ویې ویل چې هیواد یې تیار دی چې له افغانستان سره د ډیورند کرښې د دې خوا (افغانستان) په کنټرولولو کې مرسته وکړي څو د ډیورند کرښې د دواړو خواوو امنیت ښه شي.

افغانستان تر دې پخوا پاکستان ته د روزنې لپاره د خپلو پوځیانو له لېږلو سره مخالفت کړی او پاکستان په دې خوابدی و چې ولي افغانستان خپل پوځي افسران د روزنې لپاره پاکستان ته نه لېږي مګر د دغه هیواد سخت سیال هند ته یې لېږي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې امنیت د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه وباله، ویې ویل:«تروریزم د دواړو هیوادونو ګډ دښمن دی او د ډیورنډ کرښې له شاوخوا سیمو څخه تل تروریستان ګټه اخلي څو د دواړو هیوادونو امنیت ته ستونزې پېښې کړي.»

د پاکستان لوی درستیز یوځل بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلام اباد په دې برخه کې عملي او جدي اقداماتو ته تیار دی.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست هم ترهګري د دواړو هیوادونو لپاره خطرناکه وبلله، ویې ویل پکار ده چې پاکستان په دې برخه کې عملي کارونه وکړي او له افغانستان سره په دې مسله کې مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې جنرال راحیل شریف نن له افغانستانه تر روانېدو مخکې له ولسمشر اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره وګوري.

13 thoughts on “د پاکستان لوی درستیز په خپل هیواد کې د افغان پوځي افسرانو د روزنې غوښتنه وکړه”
  1. پنجاب او همکاری:
    د همکاریو او هغه هم د ستراتیژیکو همکاریو سند د دو دوستو هیوادونو ترمنځ لاسلیک کیږی ، نه د دو متخاصمو او یو بل ته په کمین کی ناستو هیوادونو ترمنځ. دا څلویښت کاله کیږی چی د پاکستان دولت او استخبارات د افغانستان د خلکو په وژلو او د اقتصادی بنسټونو په ورانولو لګیا دی. په زرګونه مهاجر افغانان د دوی په زندانونو کی مړه او نور د مرګ راتګ ته په انتظار دی. د سوداګرو مالونه د کراچی په بندر کی وراسته او هرکال په میلیونونو دالر خپلو مسلمانو ګاونډیانوته خساره اوتاوان وراړوی . د افغانستان د خلکو او دولت ضد تروریستی او ورانکاری ډلی د اسلام د دفاع په نوم مونږ ته را صادروی. په نړیواله سطحه دافغانستان پر ضد تبلیغات او معاملی کوی ، حتی د خپل لاسپوڅی رژیم سفیر یی د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف لاس تړلی د امریکا د متحده ایالاتونو زندانونو ته واستاوه ، د انګلیس ، روس ، امریکا متحده ایالاتو نه چی دوی د افغانستان د دولتونو او حاکمانو په مقابل کی خپل دلایل درلودل ، پاکستان څلورم هیواد دی چی زمونږ په خاوره یی توغندی ویشتی اوبی له کوم موجه دلیل یی د الوتکو په واسطه په افغانانو بمباری کړی ده او داسی نور تخریبی اعمال چی په لیکلو یی کتابونه لیکل کیدای شی.نو څنګه کیدای شی چی افغانستان له پنجاب سره ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی.
    د افغانانو هیله د پاکستان له ولس او خلکو نه داده چی په خپلو نظامیانو او جاه طلبو حاکمانو فشار راوړی تر څو په عمل کی خپله همکاری ، صداقت او ښه ګاونډیتوب ثبوت کړی . له افغان او پښتون وژلو نه لاس واخلی او د دښمنی پرځای افغانانو ته د همکاری لاس ور واوږد کړی ، هلته به افغانان هم په ټول توان سره له دوی سره همکاری وکړی. البته افغانانو لا پخوا خپله ایمانی او اسلامی دنده د دوی په هکله سرته رسولی ده او هند اوپنجاب ترمنځ د کشمیر په سر د جګړی په وخت کی افغانستان د خپلی خاوری د دوباره الحاق په باب کوم اقدام ونه کړ. او بیطرفه پاته شو که دا قضیه د پاکستان له خوا وای نو حتما به یی زمونږ هیواد اشغال کړی وو.

  2. دا چی پاکستان په وار وار دا افغان د اردو د روزلو خبره کوی چی په پاکستان کی د وروزل شی ، زړه یی ندی چی سمی لاری ته راشی ، پدی معنی چی په افغانستان کی له لاسوهنی لاس نه اخلی. نو د اشرف غنی د حکومت لپاره پکار ده چی ورته ټک او برید معلوم کړی، او داسی کار ونه کړی لکه کرزی یی چی په مقابل کی کاوه. . د یو روښان سیاست غورکول کولای شی چی په پاکستان فشار راوړل شی.

  3. DR sahib GHANI Sakha Mo da ghushtana da Che heskala de la pakistan sakha komak na ghuwari che zmong Afsran wa rozi, Ao hagha koom kasan ye che rozaly de Mehrabani de waki Hagha kasan de Pakistan ta walegi , laka SEYAAAB,GULBADEEN,MASOODYAN,RABAANYAN, AO DASI NOOR CHE PAKISTAN rozaly de Bid pakistan wa sparaly she mañana

    1. Bid zma POst khapoor she tar so Mong watan awl wa pohegi ao pohedaly ham de che zmong lafara pakistan AFsran na DOSHMANA rozi manana

  4. زه دحسن او نورو دوستانو دخبرو په تايد غواړم يو څه اظآفه کړم.
    ۱/ايا مونږ دابی شميره جنرالان چه عمر مو په اردو کي تير شواو تول دلوړو تحصيلاتو خاوندان يو اياد شرم ځاي ندی چه زمونږ اردو ته پنجابيان درس ورکړی دشمن به دشمنان راته تر بيه کوی شه مثآل ئ دتنظيمونو لوړ پوړی افراددی چه دا اوس هم دهغو په چوپړ کي دی.
    ۲/پاکستان غواړی ددی لاري زمونږ اردو په خپل استخباراتی مرکز تبديل کړی.
    ۳/داستخباراتی له نګاه دا ډيره خطر ناکه لوبه ده چه پاکستان پيشکش کړی.
    ۴/ددی لوبي په عملي کيدو سره غواړي زمونږ داردو کل اختياره اختيارات رايګان لاس کی ونيسي.
    دشمن ,دشمن دي ,دشمن هيځ وخت دوست کيدی نه شي ددغي ننۍ ورځی حالات چه مونږ ورسره مخامخ يو ددی اصلې عاملين پاکستان او مسوليت ددوي په غاړه دی.
    مونږ دقواې مسلح منصوبين جداء ددی کار مخالف يو .
    ۳/

  5. بی حیایی و چشم درایی هم حدی دارد، این دشمنان سوګند خوردهء افغانستان در غرب ایران و در شرق چتلستان اصلاً برای مداخله در امور افغانستان از حد و مرز ګذشته تا اینکه امروز بر علی علان میکند که دولت افغانستان باید منسوبین اردو را برای تربیهء جاسوسی آی اس ای به استخبارات پاکستان تسلیم نماید؟؟؟!!!!؟؟؟؟
    از توقع از حد بلند بالای استخبارات پاکستان حرفی ندارم زیرا این رهبران پوشالی افغانستان همه بجز اشرف غنی نوکران استخبارات پاکستان هستند ، ولی انتظار ما از رهبری دولت جدید به رهبری محترم اشرف غنی این است ، اګر برابر سردار داوود خان غیرت افغانی ندارد ، حد اقل برابر ادعا های که خودش به مردم از شفافیت کاری دولت داده بودند وارداه ملت را باید به این چتلستان ها نشان دهد، در غیر از حرف های بلند بالای میان تهی دیګر مردم خسته اند وخریداری ندارد

  6. Za da afghan pawz rozal pa pakistan ka pa klaka Ghandam.doy hamaga da Englis policy pa mong tadbeq kawee cha wayee (Tafroqa andaz hokomat kon) Pakistan mong ta Inteharyan rozi.Ay kash che pakistan zmong Gawandai hewad nawaee

  7. Za da afghan pawz rozal pa pakistan ka pa klaka Ghandam.doy hamaga da Englis policy pa mong tadbeq kawee cha wayee (Tafroqa andaz hokomat kon) Pakistan mong ta Inteharyan rozi.Ay kash che pakistan zmong Gawandai hewad nawaee
    Wasalam…

  8. دوستانو په دښمن باور کول دشاه له خواګوزارته ځان تيارول دی ،زموږ سپيڅلی نظا می افسران نه بايد دپنجاب دخاينينو په وسيله ملوس شی ،زموږ نظامی تشکيلات اووسلی دهمدغو خاينو پاکستانی نظاميانو لخوا له منځه يوړل شو،نو بيا دوی شرم اوحيا نلری چي دنظا ميانو دتربيه وړنديزموږ ته کوی ،زموږ رهبری بايد دی وړانديز سره خپل سخت مخالفت وکړی.

  9. پاکستان ته زمونږ افسران ولیګی چی ټول د ای یس ای اجنټان کړی او په راتلونکی کی یی دخپلو اهدافو لپاره استعمال کړی دولت باید په هیڅ حال دا تیروتنه ونکړی

  10. Ka Afghan Hukmat khudi na khusta, da Pakistan dawalat da khust wamana, bia de haghu afsarano sakha last wakhli, za ka haghui bia da ISI tabiat akhli.

  11. دا څومره پې شرمه خلک دي. په لس هاو ځله دوی ته د رد ځواب ویل شوی خو بیا يې هم نه مني. نه پوهیږم کله به دا پنجابي دلالان دا شرمناکې غوښتې بندې کړي؟

  12. که زموژ مشران پدی کار راضی کیژی نو بیا سوال دا دی چی دا روزنه دچا په مقابل کی ضرورت دی؟
    خدای مکره پاکستانی ایحنتانو په نوی حکومت کی لاره نه وی موندلی

  13. په حدیث شریف کې راځي چې مومن له یو سوري څخه دوه ځلي نه چیچل کیږي خو مونږ په سلهاوو ځله د دې بیغرته خلکو له خوا وچیچل شو او که اوس بیا هم دې پاکستاني مارانو ته په لستوڼي کې ځای ورکوو نو مونږ به خپل حماقت ثابتوو ځکه چې دشمن هیڅکله دوست کیدای نه شي

    مننه

    نور

ځواب ورکول سباوون برئ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *