تاند- د پاکستان مذهبي ګوندونو د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې په یوه غونډه د طالبانو پرضد یو ايتلاف جوړ کړ.

دې ايتلاف، چې غړي یې د سني مذهب د بریلوي فرقې پلویان دي، نن اعلان وکړ چې طالبان او د هغوی پلویان د اسلام دښمنان دي.

د دې مذهبي ايتلاف په وینا له طالبانو سره خبرې اترې ممکنې دي.

دې ډلې په عین حال کې د پوځي عملیاتو له لارې د طالبانو د یو مخ له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ او حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.

د طالبانو ضد دغه ايتلاف د جمعې ورځ په ټول پاکستان کې د طالبانو ضد ورځ اعلان کړه.

بریلویان، چې اهل سنت والجماعت هم بلل کېږي، هغه اسلامي فرقه ده چې دوه سوه ملیونه پیروان لري.

له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان نن په پېښور کې وویل، حکومت له طالبانو سره په خبرواترو کې خپله پالیسي بدله کړې ده.

«تراوسه د حکومت پالیسي دا وه چې خبرې وکړي. خو د مقابل لوري د حملو او تروریستي فعالیتونو د دوام له کبله حکومت د خبرواترو د پروسې ترڅنګ په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی. او تغییر دا دی چې حکومت به خبرواترو ته دوام ورکړي خو د مقابل لوري هر ډول تشدد ته به په پوره قوې ځواب ورکړي.»

ویل شوي چې د پاکستان پوځ د طالبانو پرضد وروسته له دې عملیات پیل کړل چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د سولې هلې ځلې ناکامې شوې.

2 thoughts on “د پاکستان مذهبي ګوندونو طالب ضد ايتلاف جوړ کړ”
  1. په افغانستان کې دنـنه د ټولو ديني علماوڅخه د ورته ګام د پورته کولو هیله اود افغانانو او دولت څخه د پوره ملاتړ کولای شي چې په بل شوي اور يخې اوبه واچوي ـ راشۍ خپل غم ځپلي هیواد ته سوله او دخوشالۍ پسرلئ راولو ـ ومن الله التوفيق

  2. وایی له بی دینه سره بد مذهبه جوړیږی. له تالیب کبرجنو سره همدا د تورلینګیو پنجابیانو دا نوی سیاست جوړیږی. دوی نور له هدایته وتلی دی د هغوی ځپل پکار دی تر څو حقیقی اسلام ته چی د عدل او انصاف او نرمښت دین دی نجات ورکړل شی.

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *