تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د پاکستان د مشرانو جرګې رییس شبلي فراز ویلي دي چې په افغانستان کې د بندونو جوړول د پاکستان غیر مستقیم برید دی.

ښاغلی شبلي فراز زیاته کړې چې، په افغانستان کې د اوبو د نویو بندونو جوړوا د پاکستان پر ضد غیر مستقیم برید دی.”.

فراز وویل، که د اوبو ګډې سرچینې د سیاسي همکاریو له لارې تنظیم نه شي، نو پاکستان به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

بل خوا افغان حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د پاکستان مشرانو جرګې د مشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو دا مهال میلیونه مترمکعب اوبه اوبه مفتې د پاکستان خاورې ته داخلیږي.

په دې وروستیو کې چې افغان حکومت د اوبو د نړیوال قانون سره سم د خپلو اوبو د مهار خبره کړې ده نو په ننګرهار کې د کونړ سیند مهاروونکی جاپاني الاصله افغان تتسو ناکامورا هم ترور کړای شو.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو او ولس خبرداری ورکړ چې نوموړی پاکستاني استخباراتو وژلی دی.

4 thoughts on “د پاکستان مشرانو جرګه: د افغانستان لخوا د اوبو مهارول، پر پاکستان د برید معنا لري”
  1. د پاکستان د مشرانو جرګې رییس شبلي فراز د ناکامورا د ترور سند تصدیق کړو.
    که څه هم دا خبری مونږ افغانانو په کراتو کړی دی، چه ناکامورا دکنړ سیند داوبو کمولو په سر پنجابیانو ترور کړ، خو دا لمړی ځل دی چه شبلی فراز دغه د اوبو ترور تصدیق کړه.

  2. دا رقم خبروونه زمونږ بیده مشران او خاص د مشرقی حوضی ولسونه را بیداروی۰
    زما یو خواهش د اوبو او برشنا او مالیی وزارتونو د محترمو وزیر صاحبانو نه دادی۰
    چه د چینایانو په امید دی د کنړ د سیند پروژی نه پریږدی۰ چینایانو تر اوسه یوه پروژه هم نه ده عملی کړی۰
    که غواړی د مشرقی ولس لپاره مو یو خدمت وکړی نو مهربانی وکی د کنړ د سیند دبرق د پروژو قرارداد
    یوی هندی یا بلی کمپنی ته ورکړی چه ژر پری کار شروع کړی۰ مشرقی وال مه حطاباسی۰
    زه کاماوال باور لرم چه د کامی خیوی بهسودو ولس به یی په امنیت کیی برخه واخلی۰
    ډیره مننه
    کاماوال

  3. په کابل ولایت کی چهار آسیاب للندر کی د شاه توت بند په سروبی ولایت کی سروبی دوم بند او په شمالی ولایتونو کی باغدره چی کاپیسا کی ده
    کامه او ګمبیری په ننګرهار کی ده
    همدارنګه شال او ساګی او دب بندونه او داسی نور ۶ بندونه چی په کنړ ولایت کی د انرژی د تولید لوړ ظرفیت کچیری پدی بندونو باندی کار وشی او دولت په واقعی ډول دساختمانی چاری شروع شی نو له یوی خوا به اوبه مهار شی او له بلی لوری به موږ افغانان له بهرنیو هیوادونو د برق له وارداتو بیغمه شو

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *