د پاکستان ملي جرګه (اسمبلي

تاند- د پاکستان د سنا جرګې (سینټ) د افغانستان د کندوز د ارچي ولسوالي هوايي حمله په یوه خوله وغندله.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان سناجرګې غړیو وویل چې دوی په کندوز کې هغه هوايي حمله غندي چې د دوی په وینا دوې اوونۍ پخوا پر یوه دارالحفاظ وشوه او له ۲۵۰ تر ۳۰۰ تنه د قرآن حافظان پکې ووژل شول.

د افغانستان حکومت د دې پېښې د څېړلو لپاره دوه پلاوي ټاکلي او دفاع وزارت او د کندوز چارواکي لا هم اصرار کوي چې په دې حمله کې، چې د حمل په دیارلسمه نیټه وشوه، د طالبانو مهم قوماندانان وژل شوي دي. د کندوز امنیتي چارواکي په بمبارۍ کې د ملکیانو مرګ ژوبلې هم نه ردوي.

د پاکستان مشرانو جرګې ته د ارچي د حملې د غندنې پرېکړه لیک د مولانا فضل الرحمان د جمعیت علمای اسلام ګوند سناتور مولانا عطاالرحمان وړاندې کړ.

په پرېکړه لیک کې، چې د ټولو سناتورانو له لوري تایید شو، راغلي دي«موږ د افغانستان په کندوز کې د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ پر مراسمو حمله په کلکه غندو.»

په پرېکړه لیک کې همداراز ویل شوي چې «د پاکستان سنا جرګه د شهیدو حافظانو له خپلوانو سره پیوستون ښيي.»

تر دې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د کندوز د ارچي د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

له بلې خوا نن په اسلام اباد کې شاوخوا ۴۰۰ طالبان راغونډ شول او د کندوز د ارچي ولسوالي د حملې د قربانیانو لپاره یې د قراڼکریم ختم وکړ.

د چارو کتونکي د پاکستان له لوري د کندوز د پېښې د زیات مطرح کولو علت دا بولي چې له یوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې راولي او پام له داخلي مسلو بهر ته واړوي او له بلې خوا له دې کبله چې په دې برید کې امریکايي یا ناټو پوځیانو برخه نه لرله اسانه پرې نیوکه کولی شی.

دوی وايي چې د پاکستاني سیاستوالو ته پکار ده چې د شاوخوا ۳۳ زره بې درکه شویو پښتنو د موندنې او د لسګونو زره نورو د وژلو خلاف پرېکړه لیکونه (قراردادونه) تصویب (منظور) کړي.

10 thoughts on “د پاکستان مشرانو جرګې په یوه خوله د ارچي پېښه وغندله”
  1. دی ته په فارسی کی وایی : اشک تمساح ریختن. پاکستانیان او د هغوی مرتد ملایان دی پرونی د راکټونو حمله په کنر باندی وغندی چه په یوه ورځ یی ۴۳۵ راکټه فیر کړی دی. هلته چه په سل ګونو بی وزله پښتانه
    مجور شوی چه خپل ټاټوبی پرییږدی او مهاجرت ته مجبور شی

  2. د پهجاب مرتدین دی د هغو شهیدانو روح ته دعا وکړی چه د پنجاب فوځ په لاس په بی رحمانه ډول سره په وزیرسیتان کی شهدیان شوی او هم لادرکه دی. دوی اوس دا کوشش کوی چه د پښتون ژغورنی غورزنګ مخه اوتوجه د کندوز پښی ته واړوی. وایی اوبو وړی هر خواته لاس او پشی اچوی

  3. ددې څخه معلومیږي چې پدې حمله کې خو یا مهم پاکستانیان وژل شوي او یا ددوی ډير وفادار غلامان ددې نړۍ نه نابود شوي.

  4. له مور نه خو دا پنجابۍ ابۍ دېره مهربانه شوه.
    داسې مالوميږي چې د کندوز په غمیزه کې زمونږ د نازولیو ماشومانو د شهادت ترڅنګ پنجابیان او د دوي مزدوران هم وژل شويدي.

  5. پاکستان ته ولی دومره درد رسیدلی په کندوز پیښه کی به ماشومان شهیدان شوی وی شک یی نشته دی مګر د پاکستان په کی ملا ماته شوی ده د کوټی شورا او د ای ایس ای ډیر لوړ رتبه کسان مردار شوی دی

  6. دا جوته خبره د چی د کندز په پیښه کښی بعضی بیګناه خلک په شهادت ورسیدل ولی ډیر پاکستانی مشاورین هم پکښی مردار شوی دی چی په دی کښی د آی ایس آی جنرالان هم وو نو همدا وجه ده چی د پاکستان استخباراتی کړی هڅی کوی تر څو د آی ایس آی د ملایانو په واسطه مظاهری وکړی او د کندز پیښه وغندی ولی په افغانستان کښی ددوی او ددوی د تالی څټو له لاسه هره ورځ زموږ دومره خلک په شهادت رسی ولی یوه ورځ هم دوی نه مظاهره وکړه او نه یی دا خونړی پیښی وغندلی دا ځکه چی افغانان په کښی وژل کیږی او د افغانانو په وژلو پنجابیان ډیر خوشحاله کیږ ی هغه که د لر پښتانه وی اوکه د بر. زموږ خلکو ته څه پکار دی باید موږ په خپلو سیمو کښی بیګانه سپو ته اجازه ورنکړو چی په کلی کور کښی پرته له زنځیره وګرزی او زموږ کلیوال وخوری. او که دا مداخله نه وای ددوی یی په غندلو څه کار په لال مسجد کښی په څو ورڅو کښی ۲۵۰۰ کسه د پرویز پیشرفه له لاسه مړه شول د پاکستان سنا ولی هغه پیښه ولی غندی، ۳۰۰۰۰ پښتانه په پاکستان کښی ورک دی سنا ولی ددوی په پیدا کوولو کښی د پښتنو د مشرانو سره مرسته نکوی. موږ که خپلو کښی سره وژنو د چټلستان یی څه کار؟ موږ الله ج ته دا دعا کوو چی زموږ په ژوندو ن دی الله پاکستان تباه او برباد کړی.

  7. پاکستان بیشرفه او غیر اسلامی دولت ولی د سور جومات پیښه نه غندی چی د قرانکریم 2000 حافظان پکی شهیدان شول مولانا فضل الرحمن دی خپله لور پرده کی کړی

  8. دا څنګه مسلمانی ده چه په لالمسجد کی په سلګونو معصوم طالبان او طالبانۍ په شهادت ورسولی د هغی نه کوم احتجاج او نه کوم جهاد اعلان وکړ او دا اوس کومی رمباړی وهی د دی شا ضرور یو څه سیاسی لوبه ده او الله بهتر مکر کونکی دی

  9. ملا، اخوانی، پاکستانی، ایرانی دا د منطقی لپاره ناسور دی

    ددوی ورکول پکاردی

    خو هغه ملا چه په ریشتونی مسلمان وی او دسیاست نه لری وی، پاک سپڅلی او مومن وی هغه سم ملا وی

    نه دپاکستان او افغانستان سیاسی ملایان او دایران اخوندان

ځواب ورکول غلام حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *