تاند- په افغانستان کې د پاکستان نوي سفیر سید ابرار حسین نن /سې شنبه/ په کابل کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته باورلیک وسپاره.
ابرار حسین په داسي وخت کې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده پیلوي چې د افغانستان او پاکستان له سړو تودو ډکې اړیکې بیا خړپړې شوي دي.
افغانستان د سرینا هوټل په حمله کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ.
ابرار حسین ولسمشر کرزي ته د باورلیک د سپارلو او لنډو خبرو په ترڅ کې د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان د هلوځلو په اړه د خپل هیواد د مشرتابه لېوالتیا څرګنده کړه.
ولسمشر حامد کرزي د پاکستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به د ده د هڅو ملاتړ کوي.
مخکې تر دې چې د پاکستان سفیر ابرار حسین له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې وویني، ده د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې ورسره وکړې.
سید ابرار حسین تر دې پخوا په کویت او نیپال کې د پاکستان سفیر پاتې شوی دی.
پاکستان لکه چې بله لومه افغانانو ته کیښوده په دې حساس وخت کې د سفیر رالیږل فکر کوم کوم بل شرم اور او د افغانستان د بربادۍ فعل ته یې اقدام کړی دی د دوي سفیران او قنسلان خو مونږ ته په خپله هیوادکې پیغورونه راکوي دوي تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د فساد یوه منبع په خپل واک کې واخلي ماته تیرکال د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال افتخار مومند وویل چې د پاکستان قنسلګرۍ ته ورغلم هلته مې د یو دوست د پآسپورت کار خلاصاوه یوه مامور راته وویل خان صاحب د کرزي حکومت ضعیف شوی نوبت بیا زمونږ راغلی او حکومت به په افغانانو بیا زمونږ وي خان صاحب ویل چې ما ورته وویل چې انشاء الله ستاسې هیواد به زمونږ څخه د مخه تجزیه شي په هر حال د پاکستان د دغه قنسلي مامور له وینا څخه هدف څه دی یو دا چې زمونږ وکیلان وویروي چې د پاکستان د غلامۍ پړۍ پرغاړه کړي بل داچې دوي ته وښائي چې هرڅه په افغانستان کې پاکستان کوي دریم داچې طالبان نشته بلکې د پاکستان غلامان په افغانستان کې فساد ته لمن وهلې ده زه نه پوهیږم چې دغه سفیر به یې بیا د کوم فساد او پیغورونو لپاره رالیږلی وي یوه ورځ به دا هم ووايي چې د سرینا په هوټل مو حمله وکړه ښه شواهد هم درسره وه مګر څه مو وکړل ستاسې رئیس جمهور خو اوس هم دومره ډاریږي چې په دې ترنګلو اړیکو کې یې هم زما باورلیک قبول کړ
کواره یی داسی ده لکه د جماعت اسلامی جاسوس
کله چی تیره موده شاغلی همدرد صاحب رستم شاه مومند رسوا کا په یوه لیکنه کی چی په خپله خوله یی ویلی و چی جاسوس یم نو هغه یی بدل کر،
تاند ته پکار ده ددغه نوی جاسوس د پخوا په هکله معلومات تول او.لوستونکو سره شریک کی، یوازی نیپال او کویت کی. کار یادول کافی نه دی
http://www.taand.comخبرونهد پاکستان نوي سفیر ولسمشر کرزي ته باورلیک وسپاره
د پاکستان نوي سفیر ولسمشر کرزي ته باورلیک وسپاره
Tuesday, 25 March 2014 21:41 لیکنه: تاند 2 تبصرې
Sayed Abrar Hussian
څانګې خبرونه
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
http://taand.com
تاند- په افغانستان کې د پاکستان نوي سفیر سید ابرار حسین نن /سې شنبه/ په کابل کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته باورلیک وسپاره.
ابرار حسین په داسي وخت کې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده پیلوي چې د افغانستان او پاکستان له سړو تودو ډکې اړیکې بیا خړپړې شوي دي.
افغانستان د سرینا هوټل په حمله کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ.
ابرار حسین ولسمشر کرزي ته د باورلیک د سپارلو او لنډو خبرو په ترڅ کې د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان د هلوځلو په اړه د خپل هیواد د مشرتابه لېوالتیا څرګنده کړه.
ولسمشر حامد کرزي د پاکستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به د ده د هڅو ملاتړ کوي.
مخکې تر دې چې د پاکستان سفیر ابرار حسین له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې وویني، ده د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې ورسره وکړې.
سید ابرار حسین تر دې پخوا په کویت او نیپال کې د پاکستان سفیر پاتې شوی دی.
2 تبصرې
hidayatullahMarch 26, 2014 په 10:19 تبصره
پاکستان لکه چې بله لومه افغانانو ته کیښوده په دې حساس وخت کې د سفیر رالیږل فکر کوم کوم بل شرم اور او د افغانستان د بربادۍ فعل ته یې اقدام کړی دی د دوي سفیران او قنسلان خو مونږ ته په خپله هیوادکې پیغورونه راکوي دوي تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د فساد یوه منبع په خپل واک کې واخلي ماته تیرکال د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال افتخار مومند وویل چې د پاکستان قنسلګرۍ ته ورغلم هلته مې د یو دوست د پآسپورت کار خلاصاوه یوه مامور راته وویل خان صاحب د کرزي حکومت ضعیف شوی نوبت بیا زمونږ راغلی او حکومت به په افغانانو بیا زمونږ وي خان صاحب ویل چې ما ورته وویل چې انشاء الله ستاسې هیواد به زمونږ څخه د مخه تجزیه شي په هر حال د پاکستان د دغه قنسلي مامور له وینا څخه هدف څه دی یو دا چې زمونږ وکیلان وویروي چې د پاکستان د غلامۍ پړۍ پرغاړه کړي بل داچې دوي ته وښائي چې هرڅه په افغانستان کې پاکستان کوي دریم داچې طالبان نشته بلکې د پاکستان غلامان په افغانستان کې فساد ته لمن وهلې ده زه نه پوهیږم چې دغه سفیر به یې بیا د کوم فساد او پیغورونو لپاره رالیږلی وي یوه ورځ به دا هم ووايي چې د سرینا په هوټل مو حمله وکړه ښه شواهد هم درسره وه مګر څه مو وکړل ستاسې رئیس جمهور خو اوس هم دومره ډاریږي چې په دې ترنګلو اړیکو کې یې هم زما باورلیک قبول کړ
ملا برادر اخوندMarch 26, 2014 په 11:04 تبصره
کواره یی داسی ده لکه د جماعت اسلامی جاسوس
کله چی تیره موده شاغلی همدرد صاحب رستم شاه مومند رسوا کا په یوه لیکنه کی چی په خپله خوله یی ویلی و چی جاسوس یم نو هغه یی بدل کر،
تاند ته پکار ده ددغه نوی جاسوس د پخوا په هکله معلومات تول او.لوستونکو سره شریک کی، یوازی نیپال او کویت کی. کار یادول کافی نه دی
پاکستان افغانستان ته د مرګ او وژلو نوی سفیر راولیږه. د ده د راتګ زیری لا مخکی د سیرینا هوتل په خرمرګو بدرګه شو او بیا په دارلامان کی د ټولټاکنو په خپلواک کمیسیون برید کی تکرار شو. د افغانستان د ټولو مسلمانو او زړورو هیواد والو دنده ده چی د مرګ سفیر او د هغه د همکارانو ټول فعالیتونه وڅاری او شوم پلانونه یی په نطفه کی خنثی کړی.