محمد یار یار

مه زما منئ، مه د بل! یو څه په سړه سینه په خپلو ګریوانو کې سرونه وځړوئ! خپل عقل ته غوږ ونیسئ! که لږ هم د احساساتو له باروتو را ولاړ شئ، زما او د بل په دوزخې شعارو پسې سر و نه ګرځوئ، نو له خپل عقل څخه به ډېر ښه منطقې او انساني جواب واورئ!

ښه به مو په یاد وي چې څو ورځې مخکې پاکستاني پرویز مشرف له فرانس پریس آژانس ته، پرته له ډپلوماسۍ، په ټول صراحت سره وویل چې له افغانستانه د ناټو ځواکو په وتلو سره به په دغه هیواد کې د هند او پاکستان نیابتي جګړه پیل شي، هند د غیرپښتنو ملاتړ کوي، موږ یې باید په مقابل کې پښتانه استعمال کړو.

ښه غوږ ونیسئ!!!

مسله پاکه، صفا او سپینه ده، هيڅ وضاحت او استدلال ته ضرورت نشته، هر هغه څوک چې د افغانستان په واحده جغرافیه کې د یوه قوم پر ضد د بل احساسات راپاروي هغه د پاکستان بې امتیازه مزدور دی، هغه د افغانستان پر ضد د پرویز مشرف رضاکار عسکر دی، هغه متحد افغانستان، پسه غوندې، پاکستاني شرمښانو ته ټوټه کوي او هغه د مولانا فضل الرحمن مفت امتی دی.

د عقل په غوږو يې واورئ!!! هر څوک چې له افغانستان او افغان سره د مینې په نوم د برقي تذکرو په باب بې منطقه جنجالونه پېښوي، ښکاره نتیجه یې د افغانستان استحکام ته نه جبرانېدونکې ضربه، د افغان انسان د حیثیت را ټیټول او د پاکستان پر ژرنده اوبه ور برابرول دي.

ولې په سپي پسې ځغلئ؟ یو وار خو مو غوږ ته لاس ور وړئ چې رشتیا هم سپي وړی دی که نه؟

په تذکره کې، د دې جملې په اړه ستاسو عقل څه وایي:

«د افغانستان اسلامي جمهوریت»

زما هوښ خو راته وایي چې، په دې عبارت کې (افغانیت او اسلامیت) دواړه خوندي دي.

کله چې دا د افغانستان د تابعیت تذکره ده او په اخیستو یې زه د افغانستان تبعه (ښاروند) کېږم نو د افغانستان اساسي قانون صریح راته وایي چې د افغانستان هر اوسېدونکی افغان دی، بیا نو زه ولې پر خپل افغانیت شکمن شم؟ او دا څوک دی او د څه لپاره مې پر خپل ثابت هویت شکمنوي؟ او دا څوک دی او ولي مې له خپل وجود سره جنګوي او پروېز مشرف، سرتاج عزیز، مولانا فضل الرحمن او ټول پاکستان مې خونړۍ تماشې ته کښېنوي؟

دا مه هېروئ!!! د ارواپوهنې له مخې یو څوک د هغه څه ډېرې چېغې وهي، چې نه یې لري، هغوی چې اسلامیت او افغانیت ته په زړه کې متعهد نه دي، نو د دغې دفاع لپاره یې تر هر چا فریادونه ډېر اوچت دي او یو شمېر یې بیا په پټو سترګو پرته له پوښتنې ګروېږنې تقلید کوي. که سطحي فکر هم وشي نو دا چیغې او دا فریادونه د افغانستان ګټې تر پاکستاني او ضمناً ایراني اهدافو قربانول دي.

هغه لږ شمېر خودغرضان چې په دغه ملي قرباني سره خپلې مشخصې شخصي ګټې ګټي نو په هر قیمت به دا افغانستان- ضد لوبه روانه ساتي مګر هغه ډېر تعداد وطنوال، په تېره بیا ځوانان چې دغه لوی زیان ته متوجه نه دي ډېر د زړه سوي دي او د شعوري وطنپرستانو لوی مسؤلیت دی چې د خپلو وطنمینو هیوادوالو سر ور خلاص کړي.

نو! افغان مېړنی ولسه! معامله ګر خپلو معاملو ته پرېږده، تاسو یې د ناروا ګټو په دفاع کې مه درېږه، که د رسالت خبره وي آن باید مخه یې ونیول شي او د سړیتوب لارې ته برابر کړه شي!

هیله ده چې په بې مانا کیسو خپل او د نورو وخت او انرژې ضایع نه کړو بلکې د وطن د لویو بدبختیو په اساسي عواملو ځانونه پوه او له منځه یې یوسو.

محمدیار- یار

۱۳۹۳/۹/۱۴

4 thoughts on “د پاکستان وړیا خونړی نیابت!!! / محمدیار یار”
  1. ستاسی هم شه بهانه جوړه کړی ، که مو خپل هویت غوشتنه وکړه، نو ستاسی به جاسوس وی. عجیب ده والله

  2. قدرمن یار د ټولو یار محمد یار صیب، زه هم ستاسو له دې ژور نظر سره سل په سله موافق یم. مونږ ته ډېر شمېر مزلونه پاتې دی. زموږ مسلي اقتصادي، ټولنیز، فکري، سیاسي او نظامي دی. باید پر دا کوچنیو مسلو لکه ځینې خلکو را اخیستلی دی، وخت ضایع نکړو.

    مینه او مننه

  3. یار صاحب اګر چی دافغان د کلمی په هکله موږ خپله عارضه د قانع صاحب په لیکنه چی په ورته موضع یی په همدغه تاند کی لیکلی ده وړاندی کړیده. خو بیا هم اړینه ده چی تاسو ته هم خپله عارضه وړاندی کړم.
    زما په ګمان په پیژند پاڼه کی د افغان د کلمی دری طبقی یا ډوله اشحاص دی چی مخالفت یی کوی.
    لومړۍ هغه دی چی دوکانداری پر وکړی.
    دوهمه یی بیا هغه دی چی خبر یا ناخبره یی چیغی وهی
    دریمه ډله چی اکثریت هم ده دوی نه دوکاندران دی او نه ناخبره دی د خبری حساسیت یی درک کړی دی او د هغه چا په نیت چی د افغان کلمی مخالفت کوی تر نور ښه پوهیږی او هغه ښه پیژنی چی هیواد او ولس ته اوږدمحاله شوم پلانونه لری . هغه دا چی دوی بردیو راپورته کړی دی او د پردیو ژرندی ته یی لا له وړاندی ورخ برابر کړی دی.
    د افغان کلمه رښتیا هم چی دومره مهمه نده خو تر شا یی چی کوم پلانونه دی هغه بیا د ملی وحدت او ملی یوالی لپاره د ډیر اهمیت وړ خبره ده . نن یی چی افغان درڅخه واخیست نو سبا ته خراسان درته مخی ته ږدی نو بیا به موږ څه ورسره کو؟
    هیله ده چی لږ ژور فکر وکړی.!خبره دومره سرسری هم نه ده لکه تاسو یی چی فکر کوی.

  4. سبا به دې افغانستان په خراسان بدلوي او تاته به بې تفاوته وي. هغه څوک چې د خپل هویت ننګه کوي هغه د ملت خادم دی اوهغه چې په دې لار کې ډبرې اچوي دپرديو جاسوس دی.

ځواب ورکول انصار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *