ځینې وخت وړې ستونزې دومره ډېرې شي چې لویه ستونزه پکې ورکه شي. او د خلکو پام ځان ته نه اړوي.
یو څه وخت مخکې مې په کور کې مریض پیدا شو نو د. تداوۍ لپاره مو د پاکستان اراده وکړه.
ولې به مو نه کوله؟
ځکه چې دلته چې مریض د تریخي عملیات کړی وي تریخي یې لرې کړی وي خو بیا هم. د الټراساونډ ډاکټر ورته وایي چې تریخی خو دې ماشاءالله ښه فعال دی. د طبابت ددې ناخوالۍ د نه برداشت له وجی مجبور شو چې د پاکستان مخه وکړو.
هلته د تګ لپاره مو د وېزې ضرورت پیښ شو. چې په کابل کې مو چې د هیواد زړه او د حکومت تر دقیق څار یا close monetoring لاندې دی د پاکستان سفارت ته مو مراجعه وکړه. دومره لویه ستونزه وه چې بیخي د یوې فاجعې شکل یې غوره کړی وو. خو یا ورته د چا پام نه وو او یا هم د فساد د هغو نورو لارو غوندې دا هم مفسده لاره وه.
هلته په زرهاوو کسان د سفارت مخې ته په شپو شپو د وېزې اخیستنې لپاره د شنه اسمان لاندې په خړه زمکه پراته وو. له ډېرو پوښتنو وروسته راته دا معلومه شوه جې وېزه هغه چا ته ورکول کیږي څوک چې د کمیشنکار سره خبره وکړي او د جوړ جاړي له مخې یې هغوئ په نوبت کې مخکې کوي او وېزه ورکوي. سخت خواشینی شوم.
د ډېرې خواشینۍ او مایوسۍ سره کور ته راغلم. د هغو تورسرو، او سپین رویو مخونه مې سترګو ته کیدل چې شپې یې سبا کړې وې. پوښتنې مې ذهن ته راتلې خو د جواب څوک وو؟؟
ما دا وګڼله چې شاید دا هم هغه د عامو او خواصو د قاعدې تمثیل دی. دا به له عامو خلکو سره داسې کیږي. خو خبره تر دې حده وه جې ځینې خواص هم په کې ورګډ ول..
له څو فعالو، او چارواکو ملګرو مې د مرستې غوښتنه وکړه. خو جالبه دا وه چې هغوئ خپله اړ وو جې باید د کمیشنکار جوړ جاړي ته غاړه کیږدي. د چا تره مریض وو دوه سوه امریکایي ډالر ترې غوښتل شوي وو. د چا پلار مریض وو درې سوه ترې غوښتل شوي وو.
او ټول ملګري، چارواکي، رسنۍ، او ټولنیزې شبکې پرې خبرې او ستونزې یې څیړلی وې خو بیا هم حل لاره د مار پښې وې.
نو هلته مې وویل چې لویه ستونزه د وړو تر شا ورکه شوې ده.
خو اوس هم په مسولینو غږ کوم. د خدای روی دی چې ددې دردیدلي، کړیدلي ولس دردونه مه زیاتوئ. دوی ته په هره لاره ازغي مه شیندئ. دا مسله جدي مسله د لسو او سلو انسانانو خبره نه ده. د زرهاوو تورسرو او سپین رویو او مریضانو ستونزه ده. د عفت او دیپلوماټېکې ابرو ستونزه ده.
هلته د نظم نه شتون د مافیا له وجې دی. د زرهاوو کسانو د درد قیمت د یو څو کسانو د کور زینت دی. دا ستونزه نوره حل کړئ. دغلته د نظم اړین بندوبست وکړئ. او دغه حالت نه د مافیا لاسونه لنډ کړئ. له دې سره به مو هم ولس پاللی وي او هم به مو د یوه ښکاره فساد مخه نیولي وي
د پاکستان د وېزې اخیستنې د پروسې شفافه کړئ
درنښت
هیوادوال مو محمدالله تبسم
This is a disaster, one thing came to my mind is , what do people do when they need to go to the bathrooms?
پاکستان ته تلونکو افغانانو لپاره د ویزې اخیستلو یو وړاندیز
زما په نظر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید یو دفتر جوړ کړي او هلته پاکستان ته تلونکو افغانانو یو لست په رسمي کتاب کې ثبت کړي. دوی باید د پاکستان له سفارت سره خبرې وکړي چې هره ورځ څو تنو ته ویزې ورکولی شي.
دغه دفتر کې پاک نفسه او صادق کسان موظف شي چې د هرچا نوبت په خپل وخت ورته وټاکي چې په کومه ورځ د پاکستان سفارت ته مراجعه وکړي.
مراجعین به په معینه ورځ ، اوپه معین ساعت کې هلته ورځي او قانوني ویزه به اخلي . البته یو څو عاجلو مریضانو ته باید هره ورځ فوق العاده اجازه ورکړل شي.
شاهین افغان
سلامونه،
څو ورځې مخکې زمونږ یو دوست چې پاسپورت ېې پخوا اسلام اباد کې پاتې و ، د خپل پاسپورت پسې تللی و؛ خو اخوا نه طورخم کې ورته ویل سوي وچې د پوکستین ویزه د ۶ میاشتو لپاره وه او هره میاشت باید یووار دخولی او خروجی ټاپه ووهی ؛ څرنګه چې هغه دوست نه وې وهلې ؛ نو پاکستانیانو ورته ویلي چې د هرې میاشتې لپاره باید سل ډالره جریمه او هم له اسلام برباد نه لټر راوړې! یعنې ۶۰۰ ډالره + د اسلام برباد تګ راتګ لانجه او هلته هم بې له رشوته لټر مټر څوک نه ورکوي؟
نو دادي د تش په نامه پوکسټین د ویزو ګټې افغانانو لپاره ؛ هغه افغانان چې نیم قومونه ېې اخوا پاتې دي او په اغزنو سیمانو او خندقونو ېې غواړي آن پر نیازي ساب عمران خان ! ېې ایل او بیل کړي!!.
د غه ځای او وخت دی چې د پشتون ژغورنې غورځنګ او ملي عوامي ګوندونو داعيې او د باچا خان ارمانونه باید پوره شي ؛
آ بل مو وکتل چې پیښور کښې ېې د سل کلن افغان ملي بانک ملکیت پر سر حتی د افغان بیرق او تجارانو سپکاوی هم په کومه کچه وکړ؟
ژوندي دې وي افغان انقلابونه او جهاد .