تاند- د پاکستان د ټول ګوندیز کنفرانس د پرېکړه لیک په مسوده کې، چې باور کېږي هوبهو به تصویب شي، د افغانستان په اړه ویل شوي چې د دغه هیواد ثبات او پرمختګ د دوی (د کنفرانس د برخوالو) لپاره ډېر مهم دی.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي:«زموږ پوخ باور دی چې سوله ییز او ثبات لرونکی افغانستان د پاکستان د ثبات او پرمختک لپاره خورا اهمیت لري. موږ له مرکزي حکومته غواړو چې د افغانستان له حکومت او ملت سره د پر له پسې او منظمو تماسونو په وسیله په افغانستان کې د امن لپاره هرراز هڅې وکړي.»
په پاکستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره دا کنفرانس وروسته له دې جوړېږي چې د افغانستان ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ او دواړو خواوو په سیمه کې د سولې او له ناراضو طالبانو سره د خبرو په اړه پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.
د ولسمشر کرزي له سفره وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ملا منصور دادالله په شمول یې اووه طالب بندیان د دې لپاره خوشي کړي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وشي.
پرون پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره ملا عبدالغني برادر ترکیې یا سعودي عربستان ته سپاري.
ګومان کېږي پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د پخلاینې بهیر چټک شي.
پاکستان تر دې پخوا هم په ځلونو په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د مرستې ژمنې کړي خو عملاً یې اقدام نه دی کړی. راتلونکې څو میاشتې به وښيي چې پاکستان تر څه حده له زړه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.
رشتيا هم دفكستان نوى حكومت ، اردو او اى اس اى غواري سه د طالبانو سره دروغي جوري فه نامه خفله بشري قوه وساتي او د ٢٠١٤ كال روسته يي د افغانانو فر ضد استعمال كري دغه كار د ppp حكومت فر وخت هم كيدونكي وو خو ولي اي اس اي د في في في فر كوند دومره اعتماد نه لري لكه سومره يي فه افغان دشمنه كوند مسلم ليك لري