تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: د پاکستان پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې پر ماشومانو د جنسي تیري کسان په عام محضر کې اعدامېږي.
د پاکستان پارلمان پرون( جمعه فبروۍ ۷ ) پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به هغه کسان پر عام محضر کې اعدامېږي چې پر ماشومانو جنسي تیری کوي او یا یې وژني.
تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.
د پاکستان د پارلمان یو شمېر ډېرو غړیو وویل چې د ماشومانو وژونکي او پر ماشومانو د جنسي تیري کسان د هېڅ ډول ترحم وړ ندي، او باید پر عام محضر کې اعدام شي، تر څو راتلونکي کې نورو خلکو ته د عبرت درس وګرځي.
پاکستان باید د پښتنو قاتلان هم اعدام کړی