متقاعد جنرال اسلم بېګ - د پاکستان پخوانی لوی درستیز

تاند- د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال اسلم بېګ وايي، د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې پیل شي.

متقاعد جنرال اسلم بېګ پرون /دوشنبه/ د پاکستان په یوه پوځي اکاډیمي کې وویل، په افغانستان کې د یوې سیاسي حللارې د موندلو لپاره باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې بېرته پیل شي.

اسلم بېګ په عین حال کې وویل چې امریکا او متحدانو یې د افغانستان په جګړه کې ماتې کړې خو هغوی پر خپلې ماتې اعتراف ته تیار نه دي.

اسلم بېګ، چې په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې د ضیاالحق او د هغه د لوی درستیز جنرال اختر عبدالرحمن له مړینې وروسته د پاکستان لوی درستیز و، پر افغانستان او په ځانګړي ډول پر پاکستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د اغېزو په اړه خبرې کولې.

ده وویل، پخواني شوروي اتحاد د افغان مجاهدینو په وړاندې ماته ومنله او له افغانستانه د وتلو لپاره یې د یوې خوندي او امن لارې غوښتنه وکړه. خو د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو او د مجاهدینو له بري وروسته امریکا افغانان په خپل حال پرېښودل چې په نهایت کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور بل شو.

ده په کورنۍ جګړه کې د خپل هیواد او په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ او استخباراتو د رول هیڅ یادونه ونه کړه او دا یې هم ونه ویل چې پاکستاني پوځ د شورویانو د وتلو په مهال ولي په افغانستان کې د پخلاینې مخالفت وکړ.

متقاعد جنرال اسلم بېګ د افغانستان قوانینو ته په اشارې وویل«د افغانستان د ۱۹۷۳ م کال اساسي قانون ښه او ملي و، په دغه اساسي قانون کې ټول ملي هدفونه، دیموکراسي او د اسلامي قوانینو تطبیق شامل ول خو د اسلامي حقونو برخو ته لومړیتوب ورنه کړای شو.»

ده تور ولګاوه چې په سیمه کې نړیوالې استخباراتي ادارې فعالیت کوي او په افغانستان کې خپلې شبکې پراخوي.

اسلم بېګ مشرف په دې وغانده چې د طالبانو پر رژیم د حملې لپاره یې له امریکا سره مرسته وکړه.

2 thoughts on “د پاکستان پخوانی لوی درستیز وايي، باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شي”
  1. زه بیا دا وایم چې دا زمونږ ببرکوني ملایان او طالبان به هم دا راپورونه او خبرونه لولي او یو څه به د شرم او خجالت احساس کوي که نه چې دوی د پاکستان زرخریده غلامان دي او پاکستان یې د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره د خپلو ملېشو په حیث استعمالوي. تو لعنت شه او په پاکستان شه او بیا یې په کاسه پاکو چڼو شه چې بې ګناه افغانان وژني.

  2. پاکستان حپل روزل شوی پخوانی او اوسنی غلامان ډیر ښه پیژني او د هغوی دګډا د ډول په سور او تال ښه پوهيږي
    یعنی هماغه پخوانی ډول او اتڼ یی مونږ ته پیشنهاد کړی دی

ځواب ورکول جمیل خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *