تاند- د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک ريیس اصف علي زرداري له یوه پلاوي سره نن /پنجشنبه/ په یو ورځیني سفر کابل ته راځي.

زرداري به د دې سفر په لړ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وویني.

له ده سره په دې سفر کې د پاکستان پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، شېرین مزاري او فیصل کریم کونډي ملګري دي.

زرداري د ولسمشرۍ په دوره کې هڅه وکړه چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې له نیابتي جګړې راوګرځوي خو په دې هڅه کې بریالی نه شو.

ښاغلی زرداري او ورسره ملګری پلاوی به د کابل په یو ورځیني سفر کې د افغانستان پر اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او یو شمېر نورو مهمو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي.

3 thoughts on “د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداری نن کابل ته راځي”
  1. له ډاکټر غني سره باید په هغه صورت کې وګوري چې که د خپل وطن د حکومت د رسمي استازي په توګه راځي. که نه، دا چې دی هم پخوانی جمهور رییس دی او کرزی هم، بیا په کار دی چې زوړ دېګ له زاړه دېګ سره یو ځای شي.

  2. اسلام علیکم، زه خو وایم چې شکر چې اسلام له پاکستان نه ندې راغلې، کنه ددې منافقانو له وجهې به مو وس پرې شک وای.

ځواب ورکول ذتکر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *