تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال شکایت وکړ چې د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي آی اې) په یوه اوونۍ کې دوه ځلې د ده بکس ناسم ځای ته ولېږه.
ښاغلي زاخېلوال په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي «په یوه اوونۍ کې پر له پسې دوه ځلې زما د وسایلو بکس د اسلام اباد – کابل او کابل – اسلام اباد په الوت کې ورک کېږي او بریتانیا ته ځي، ایا ممکنه ده چې دا دې تصادف او تېروتنه وي؟ لږترلږه ما ته خو د خوابدۍ وړ ده.»
پاکستاني رسنۍ وايي چې د پي آی اې ویندوی مسعود تاجور وویل چې د دوی مسافر (زاخېلوال) شکایت ثبت کړی او پر موضوع غور روان دی.
ښايي ځینو ته دا پوښتنه پیدا شي چې ولې د افغانستان یو دولتي چارواکی هغه ځای ته چې افغاني هوايي شرکتونه تګ راتګ کوي په یوه بهرني هوايي شرکت کې سفر کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون، چې د نړۍ لومړی درجه اقتصادي قدرت ګڼل کېږي، د اکثرو پرمختللیو هیوادونو چارواکي او عادي مامورین مکلف دي چې د خپل هیواد په هوايي شرکتونو کې سفر وکړي.
ZAKHILWAL SAHIB PAKISTAN IS YOUR BEST FRIEND.
HOW YOU COMPLAINT FROM YOUR BEST FRIEND? HA HA HA
RAZMOHAMMED KAMAWALL
پکہ دادی لا بلہ سپکہ! زموز ددپلومات خور جینہ ورکہ شوی باید د نری تولو ھوایی دگرونو تہ یی دمفقودی اعلان کری وای دا پہ رسنیو پوری آرہ نہ لری۔
زا خیلوال ھم د کرزی او امر اللہ تگلاری غورہ کری کلہ لہ یوہ سورکی او کلہ بیا لہ بل سورکی سر راباسی دا ھم شوہ د پالیسی یوہ برخہ
ھمدا کوم ھمدا