د پاکستان په اړه د حامد کرزي د مهال سیاست:

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار یوې پاکستاني رسنۍ ته وویل چې حتی که امریکا هم پر پاکستان یرغل وکړ، افغانستان به د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.

بل ځل یې وویل چې پاکستان مې ورور او هندوستان مې دوست دی. یعنې دوست پیدا کېږي، ورور نه پیدا کېږي. بل ځل یې پاکستان خپل دوهم کور او سکه ورور وګاڼه.

هغه تر پایه پورې د افغانستان د جګړې جهت پاکستان نه، بلکې طالبان وګڼل، او طالبان یې هم خپل وروڼه وبلل. جوپې جوپې یې له زندانونو آزاد او د کابل د مېلمستونونو یا د اسلام آباد د ټیکټ آفرونه یې ورته وکړل. د هغه رسمي سیاست دا و چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې، د ده په تعبیر له خپلو وروڼو سره په جنګ دی، او پاکستان باید د ده وروڼه سولې ته حاضر کړي. هغه په کراتو کراتو خپل استاځي پاکستان ته ولېږل چې له بندي طالبانو سره د مذاکراتو اجازه ورکړل شي.

هغه د افغانستان جګړه تر دې حده د وروڼو ترمنځ ناندره ګڼله چې د چمن دوکانداران هم پرې د لویو لویو مولویانو په نامه تېر کړای شول.

هغه پاکستان ته دومره شیدې ور پرېښودې چې د سرحدي او حساسو ولایتونو لپاره یې داسې والیان وټاکل چې یا یې کورونه په اسلام آباد او یا یې هم په آی ایس آی کې رسمي رتبې درلودې. هغه برامداغ بګټي له افغانستان څخه په تېښته مجبور کړ. د هغه د ننګرهار والي د همده په اشاره پاکستانیانو ته په کونړ کې د شته پاکستاني طالبانو په اړه تفصیلي راپور ورکړ.

په دې یوه خبره هم، نه پارلمان غوغا جوړه کړه، نه اسدالله خالد مرکه ورکړه، نه امرالله صالح اور واخیست، نه دی په ملي خیانت متهم شو.

د پاکستان په اړه د ولسمشر غني سیاست:

کله چې ولسمشر غني راغی، لومړی کار یې دا و چې پاکستان ته یې کرښه را ښکله. په افغانستان، امریکا او هند کې یې ښکاره اعلان وکړ چې زموږ د سولې طرف طالب نه، بلکې پاکستان دی. د دې خبرې معنا دا وه چې د جنګ طرف مو هم پاکستان دی.

هغه په لندن کانفرانس کې د ټولو نړیوالو په مخ کې، او بیا په امریکا او هند کې د هغه ځای د مشرانو په مخ کې په زغرده وویل چې افغانستان او پاکستان د نا اعلان شوي دښمني په حالت کې اوسي.

دا داسې خبره وه چې له شهید ډاکټر نجیب الله وروسته هیچا هم نه وه کړې. دا خبره نه مرحوم رباني کړې وه، نه تېرولسمشر کرزي کړې وه، او نه کوم بل چارواکي.

ولسمشر غني پاکستان ته په خطاب کې وویل، موږ په دې حالت کې نشو پاتېدلای. له نا اعلان شوې دښمنۍ باید یا د اعلان شوې سولې په لور حرکت وکړو، او یا د اعلان شوي جنګ پر لور. دا خبره نوازشریف ته په لندن کانفرانس کې د امریکایي پلاوې تر مخ وشوه. ولسمشر پاکستاني پلاوې ته وویل، که تاسې بدلون ونکړ، موږ خپله په اوتومات شکل د اعلان شوې جګړې لور ته ځو. تر هغې وروسته نه زه نړیوالې ټولنې ته شکایت کوم، نه د ملامتیا لوبې ته دوام ورکوم، نه له تاسې مرسته غواړم. لنډ یې درته وایم چې افغانستان به د پاکستان د ټولو مخالفینو لپاره د آرام بستر وي.

پاکستان د غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا موږ د اعلان شوې سولې پر لور ځو او که د اعلان شوې جګړې پر لور، یو نوی بې سابقې دریځ ونیود. پاکستان وویل چې موږ د اعلان شوې سولې پر لور ځو. پاکستان په دیارلسو کلونو کې په لومړي ځل وویل چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.

تر دې وروسته چې پاکستان څومره څه کړي، یا یې نه دي کړي، دا بیل بحث دی، خو د غني څرګند لیدلوري د افغانستان او پاکستان اړیکې له جموده را و ایستلې، یو نوی تحرک را منځته شو، او له دې سره د سولې او آرامۍ د امید غوټۍ هم وغوړېدې.

د غني د نوې دپلوماسۍ څرګند اړخونه دا ول چې: ۱) د طالب سوله او ناسوله د افغانانو داخلي مسأله ده، لومړی باید له پاکستان سره سوله وشي. ۲) د افغانستان جګړه له تروریزم سره ده، تروریزو څلور لوبغاړې لري: نړیوال ترهګر، کورني بلواګر، قاچاقچیان یا اقتصادي مافیا غړي او غیرمسؤول وسله وال. د افغانستان جګړه له تروریستانو سره ده، طالب، غیرمسؤول وسله وال او قاچاقیان به تر هغو ووژل شي چې له تروریزمه لاس واخلي. د غني دې لیدلوري د نظام دننه لنډه غرو او قاچاقچیانو ته سخت ټکان ورکړ، او له همدې امله، همدې خلکو له طلوع او غرضي سیاستوالو سره لاس یو او د غني پر خلاف د دسیسو نړۍ او لړۍ پرانیسته.

۳) که سوله کېږي او که نه کېږي، افغانستان به د جګړې ځواب په جګړې ورکوي. د همدې تصور پر اساس ولسمشر غني د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومانداني را جوړه او خپله یې د قیادت دنده پر غاړه واخیست.

پاکستان ظاهراً د غني د نوي لیدلوري ملاتړ وکړ، د ښه او بد تروریست د تصور د ختمېدلو اعلان یې وکړ، خو د ځینو کارونو لپاره یې د وخت او رسمي تفاهم او ځینو اطمینانونو غوښتنه وکړه.

خبره دا ده چې د پاکستان په اړه د افغانستان تګلاره دغه ده. هغه څه چې تر دې وروسته د همدې سیاست د تعقیب لپاره راځي، که هغه کوم تفاهملیک وي، که هوکړه لیک وي، که کومه بله دپلوماسي وي، د ولسمشر د دې اساسي کرښو په دننه کې به وي.

تفاهملیک:



غني پاکستان ته وخت، ځینې اطمینانونه او د یوه تفاهملیک د لاسلیکېدلو فرصت او چانس ورکړ. دا تفاهملیک و. نه کوم قرارداد و، نه کوم تړون و، او نه کوم حقوقي سند. د اسنادو د تعریف له لحاظه د یوه تفاهملیک هدف یواځې او یواځې د شاملو موضوعاتو په اړه تفاهم او نورو بحثونو ته لاره پرانیستل وي. په تفاهملیک نه څوک موټر پلوري، نه جایداد او نه ساختماني قراردا کوي. په دې تفاهملیک کې هماغه خبرې ځای پر ځای وې چې افغانستان له کلونو کلونو غوښتې. د تروریزم پر خلاف ګډه مبارزه، د ګډو دښمنانو په اړه معلومات شریکول او نور.

دا چې له یوې خوا کرزي خېل سپنتاخېل او خرم خېل، له بل پلوه مایوسه لنډه غر او د غیرمسؤولو وسلوالو ډلو غړي او له بل اړخه د قراردادونو مافیا او د جرمي اقتصاد فعالان له وړاندې په کمین کې ول، له دې تړون څخه یې د ځینو غرضي او مافیایي رسنیو پر مټ لویه ډنډوره جوړه کړه. په دې تړون کې د پاکستانیانو لخوا افغانانو ته د روزنې، او د پاکستاني بیلتون غوښتونکیو خلاف د عمل خبرونه یې جعل او خپاره کړل، او بحث یې دومره ګرم کړ چې د خپلو چمچو ترڅنګ یې د ځینو سمو خلکو ذهنونه هم مغشوش او ککړ کړل.

دوه مخي چلندونه:


سوال دا دی، اشرف غني په یوه عمومي تفاهملیک کې د تروریزم پر خلاف د اقدام هوکړه وکړه، چې کوم الزامي حقوقي حیثیت هم نه لري، نړۍ په پښو ودرېده چې هله اشرف غني د پاکستان له بیلتون خوښو سره غدر وکړ، خو حامد کرزي چې غوښتل برامداغ بګټي پر پاکستانیانو وسپاري، هغه ته یې په څلرویشت ساعته کې له افغانستانه د وتون امر وکړ، بلوڅ یې له کندهاره، هلمنده او ځینو نورو سیمو وشړول، نه چا اعتراض وکړ، نه اسدالله خالد مرکه ورکړه، نه جنرال رازق اندېښنه وښوده، او نه طلوع ستونې ته ګوتې واچولې. حامد کرزي عطاءالله لودین ته یې امر وکړ چې په ختیځ کې د پاکستاني طالبانو معلومات وکړي، هغه راپور چمتو او نر غوندې د پاکستان سفارت ته تسلیم کړ. هیچا هیڅ اعتراض ونکړ. حامد کرزي د ختیځ بشپړې ولسوالۍ پر پاکستان وپلورلې، پاکستانیانو په رڼا ورځ زموږ پر خاوره دروازې او پوستې جوړې کړې، هیچا اعتراض ونکړ. غني یو عمومي تفاهملیک، چې نه حقوقي سند دی، نه عملي الزامیت لري، لاسلیک کړ، دنیا را وپارېده، طلوع د پښتونستان د داعیې مدافع شو، امرالله صالح اور واخیست، د اسدالله خالد زړه درد وکړ او د کرزي چمچو په وارېدلو پیل وکړ.

که څه هم د تفاهملیک متن خپور شوی، هره خبره یې واضحه ده، هغه څه چې کابل نیوز، طلوع، کرزی، او نور یې وایي، په تفاهملیک کې نشته، خو که د دوی ادعا سمه هم وګڼل شي هم، بې انصافي بې انصافي ده. غني د هغه څه په لیکلو ګناهګار ګڼل کېږي چې کرزي او امرالله صالح عملاً کړي دي. غني هغه څه ویلي نه دي چې کرزي او صالح کړي دي.

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

By Editor2

13 thoughts on “د پاکستان په اړه د اوسنی او پخوانی سیاست پرتله/ مجید قرار”
  1. ډير په زړه پورې او اساسي مطلب دی دافغانستان داوسني سياست ټکي په کې ښه روښانه شو يدي زه نه پوهيږم چې دبهرنيو چارو وزارت ويده دی اوکه څنگه ۔ بايد دا مقاله ولولي اوډنډورچيان بايد پرې ځان پوه کړي داسي بريښي چې دسيسي ډېرې پلنې اوسورورې دي ۔

  2. له بده مرغه د پاکستان سره د تفاهم ليک لاسليک کېدل په يو ډول عصبانيت بدل سوی دی . دواړي خواوي ( پلويان او خالفين ئې ) ددې پرځای چي ددغي سياسي مسئلې سره سياسي چلند وکړي، يو پربل تورونه پوري کوي . دښاغلي مجيد قرار ليکنه هم په داسي روحيه ليکل سوېده .
    زه علاقه نه لرم په داډول بحثونه کي برخه واخلم او هغه دمسئلې دروښانولو لپاره ګټور نه بولم . خو لکه څنګه چي دايوه ډېره مهمه ملي مسئله ده نو همداسي ترې تېرېدلای هم نه سم . خو مخکي له مخکي وايم، که څوک په عصبانيت او سپکو سپورو غبرګون وښيي، نو ځواب نه ورکوم او هغه به ددې وړ ونه بولم چي په ځواب دي وارزي .
    اوس به راسو په مشخصه توګه تفاهم ليک ته :
    دښاغلي قرار په ليکنه کي ضد او نقیضي خبري بېخي ډېري دي، چي زه ئې د يادولو نه تېرېږم، زه باوري يم که يو ځل ئې خپله هم ولولي نو ورته متوجې به سي . خير په هرصورت .
    لکه څنکه چي دپاکستان د پوځي استخاراتو يعني ای اس ای سره دافغانستان دملي امنيت تفاهم ليک يوه ډېره مهمه مسئله ده نو دافغانستان هر وګړی ددې حق لري ځان دهغه په محتوياتو پوه کړي . هغه څه چي په رسنيوکي خپاره سوي دي، هغه خلګو ته ناوړه پيغام ورکوي . خو له بله پلوه حکومت هم خلګو ته په دې اړه توضيحات نه ورکوي . ځکه نو خلګ مجبوردي چي په هغه ناوړه پيغام باور وکړي . وګورئ د ۸ صبح په ورځپاڼه کي دا لاندي متن خپور سوی دی . دښاغلي قرار نه هيله کوم په دې اړه توضيح ورکړي، چي آيا دا متن سم دی که نه؟ که سم نه دی نو لومړی دا وواياست چي کومي مادې ئې سمي نه دي او دوهم ئې هغه سم متن په رسنيو کي خپور کړی، ترڅو دخلګو اندېښنې لېري سي . بله هيله مي داده چي ددغو اندېښنو په وړاندي دعصبانيت نه ډک غبرګون ښکاره نه کړئ . که مو هېر نه وي دښاغلي حامد کرزي په وخت کي پرحکومت تر دې هم بدي نيوکي کېدلې، خو هيڅکله ئې په وړاندي دعصبانيت نه ډک غبرګون نه ښکاره کېدی . متن مي ځکه نه دی ژباړلی چي په اصلي متن کي د لاسوهني ادعا ونه سي . نو داهم د۸ صبح دورځپاني اصلي متن :
    ۱- سازمان استخبارات نظامی ‌پاکستان یا «آی‌اس‌آی» تعهد کرده است که به ریاست عمومی ‌امنیت ملی افغانستان کمک فنی کند .
    ۲- سازمان امنیت ملی افغانستان و سازمان استخبارات نظامی‌ پاکستان توافق کرده‌اند تا اطلاعات‌شان را در مورد گروه‌های تروریستی مبادله کنند. (سخنگوی ریاست امنیت ملی کشور نیز به این بند یادداشت تفاهم دیروز در نشست خبری‌اش اشاره کرد و گفت که دو طرف اطلاعات‌شان را در باره گروه‌های تروریستی داعش و القاعده مبادله می‌کنند. )
    . ۳- دو سازمان استخباراتی توافق کرده‌اند که با جدایی‌طلبی و گروه‌های جدایی‌طلب مبارزه می‌کنند
    ۴- هر دو سازمان استخباراتی، با سازمان‌های استخباراتی دشمن مبارزه می‌کنند
    ۵ – افغانستان تعهد کرده است که به بازجویان پاکستانی زمینه بازجویی از زندانی‌های پاکستانی را در زندان‌های افغانستان فراهم کند .
    دملي امنيت سره د ای اس ای فني مرسته څه مانا لري؟ هغوی به زموږ ملي امنيت ته څه ډول فني مرستي ورکوي؟
    موږ به ولي دپاکستان دبېلتون پالو سره مبارزه کوو، په داسي حال کي چي پاکستان زموږ دښمنانو ته په خپله خاوره کي ځای ورکوي ؟ موږ خو بېلتون پالي نه لرو، نو داماده خو يوازي دپاکستان په ګټه ده .
    د دښمنو استخباراتي سازمانونه سره مبارزه څه مانا لري؟ آيا موږ بايد دهند د استخباراتو سره مبارزه وکړو؟
    آيا پاکستانيان به راځي زموږ د زندانيانو نه به پلټني کوي؟ داخو زموږ ملي حاکميت ته لوی خطر دی، آيا تاسو ئې داسي نه ګڼئ؟
    هيله من يم چي دعصبانيت نه پرته سم ځواب راکړئ . ستاسو دپاملرني نه مننه
    زکريا پوپل

  3. د کرزی د حکومت د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ د ای.ایس.ای په امر په افغانستان د توپونو ګذارونه کول توغندی راویشتل،ملی تاسیسات راویجاړول، همدا کسان چی غنی ته د تفاهم لیک پیغور ورکوی،ډیر په ویاړ يی د دی مستند فلمونه خپرول. او همدوی په ټینګار صلاح‌الدین ربانی چی د پاکستان ای.ایس.ای د جنرالانو بچو سره یو ځای روزل شوی،د خارجه وزیر ټاکل کیږی،د اسد‌الله خالد پیر د کرزی صاحب خاص مشاور او د ډاکتر صاحب عبدالله معنوی پلار،عبدالرسول سیاف، په اتیاومو میلادی کلو کی پاکستان ته ناری خیټه ځان رسولی ؤ،دا چی پاکستانی جنرالانو په ډول خوراکونه په خوړلی ؤ،خو راسنیدو په وخت کی پاکستانی ټوپک په لاس او د غوښی تری ځنګیدی.
    ایا باوجود د دی هم د پاکستان نه د محرم په نامه څه را پاتی دې؟

  4. دا خو یوه روښانه خبره ده چی د کرزی په وخت کی هیڅ چا د پاکستان څخه شکایت نه درلودی پاکستان افغانستان ته د یو آزاد ملک په سترګه نه کتل ځکه پاکستان پر هر وطن فروش مجاهد په زرهاو اسناد درلودل زموږ مجاهدین خو لکه زموږ طالبان پر خیرن څټ یی په غټو تورو لیکلی دی په پاکستان کی جوړ سوی دی
    (Made in Pakistan)
    کرزی صاحب خو هیواد د یو څو جمیعتی لوچاګانو او تش په نامه مجاهدو په لاس کی ورکی او د هغو سره یی یو ځای د وطن په چور کی عظمی کوښښ وکړی
    اوس چی غنی زموږ د آزادی او خپلواکی څخه دفاع کوی نو ځنی سپو او غلو ته دا ښه خوند نه ورکوی ځکه ددوی په تاوان حالت راتلای سی نو دوی د خپلو غلا سوؤ پیسو د پاره هر څه قربانی کولو ته چمتو دی

  5. De Qarar likna de staylo da zaka che siasat po dang na po deplomasi bande kigi.Rusan waee che, sar dede lapara nady che po ogo spor wee, dede lapara dy che fekar war bande wshi.

  6. د ښاغلي مجید قرار په دغه مقاله کی ډیر په زړه پوری واقیتونه ویل سوی دی چه زه د قرار صاحب د عالی او ښه احساس څخه مننه کوم چه زموږ هیودوال د واقیتونوڅخه خبره وی پر قلم مو برکت سه

  7. قرار صیب. وایم ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰٪ افرين یر تا او ستا کوتو چې ډیره په زړه پورې مطالب دې لیکلي. زه نور څه پرې زیاتول نه غواړم.

  8. الله پاک دی دغه دواړه یعنی ګل مرجان اوچرګوړی غنیګک تباه کړی ده خره زامن ناست دی نه یی سیاست معلوم دی نه یی اقتصاد اونه هم کومه لاسته راوړنه.
    هسی بادول یی وکړل وطن یی په مرداری ولاړه اوناست دی لکه دوه غوایی

  9. پوه نه ومه زه پرده می لژه غوندی پورته کره…
    ندی د ویلو هغه خه چه ما لیدلی دی
    زه یی په لیدلو گنهکار شومه
    نور یی په کولو محترم دی او شاغلی دی.

  10. ashraf ghani is going on wrong way his policy for afghanistan are very dangrouse every day afghani lose there position aginst international currenies

  11. ړومبی خو دا ناکام سیاست دی چه د ارګ مطبوعاتي ډله یې پرمخ وړي. خپلی تیروتنی او مشکلات له تیر حکومت سره مه پرتله کوئ. خلک د نن په هینداره کې ګوري ، تاسې څه وکړل؟ د ولسمشر غني حکومت له پیل نه تر نن پورې څه کړي؟ کورنی سیاست یې په کوم حال کې دی او بهرنی سیاست؟ وضعیت کومې خواته لاړ؟ په دي نه غږیږم چې اشرف غني د چا په زور راغی، په دې خو هرڅوک پوهیږي، چه که د کرزي زور نه وای خدای که یې په عمر هم دا څوکۍ لیدلې وای. که کرزي براهمداغ لیږلی، په سویس کې یې محفوظ کړی، که له کندهار او هلمنده یې بلوڅان ایستلي، په نورو ځایونو کې یې خوندي کړي وو. پاکستان یې له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې په سره تبۍ کینولی و. د حکیم الله محسود په څیر سخت دریځي یې د افغانستان په ملي منافعو را وڅرخول، جګړه یې له افغانستان، پښتونخوا نه کراچۍ ته ورسوله. پاکستان یې نړیوالو ته رسوا کړ، چې د ترهګرۍ مرکز دی. دا خبره تر اشرف غني مخکې له کرزي موږ اوریدلې، چې د افغانستان د سولې او جګړې کیلي د پاکستان او امریکا په لاس کې ده. دا به ډیره سپین سترګې وي، چې څوک ووايي کرزي د پاکستان پر ضد ښکاره څه نه دي ویلي، د خندا وړ ده. کرزي ټولې لارې وکارولې، خو چې پوه شو له دغه هېواد سره نه کیږي، بالاخره یې هرڅه په ډاګه وویل. خپله د مشرف او پاکستاني چارواکو څرګندونې وګورئ. دا کوم تفاهم لیک چه لاسلیک شوی ددې ترشا ډیری خبري دي، چه خپله قرار صیب هم نه دی ترې خبر. ملي مصلحت نه دی چه سړی یی ووايي ځکه د ولسمشر شان ته په کې زیان رسیږي. له پاکستان سره د ولسمشر غني سیاستونه د اندېښنې وړ دي، دا ډول سیاست که افغانستان کولای، یا مو ملک خرڅولی، نو بیا خو به ډیر مخکې پاکستان زموږ دوست شوی وای.

  12. په زړه پوری تحلیل شوی او په مهمو موضوعګانو رڼا اچول شوی. خو که د ښاغلی کرزی هغو اقداماتو پاکستان قانع نه کړ نو د ښاغلی غنی دا سیاسی ابتکار به څنګه پاکستان د افغان دښمنی نه منع کړی. د افغانستان په ارتباط د پاکستان سیاست دادی چی افغانستان به پخپل خارجی سیاست باندی د دوی تسلط منی او بل داچی که د هند سره یی جګړه راځی د افغانستان هندوکش باید د دوی د ستراتیژیکو امکاناتو د پټولو ځای وی. که غنی صاحب دا منی نو پاکستان به په افغانستان کی دداسی سولی سره موافقه وکړی لکه د طالبانو په وخت کی چی په دی هیواد حاکمه وه. خو پاکستانیان به زمونږ بهرنی سیاست چلوی. خو دا کار په اوسنی افغانستان کی ناشونی دی. نو بیا بله لار هماغه د ښاغلی غنی دوهم انتخاب دی. اعلان شوی جګړه. فکر کوم چی د افغانانو د پاره له دی کاره پرته بله لار نه شته

  13. قرار صاحب، له لیکنی دی ډیره ډیره مننه. ډیر داسی موضوعات چی د چا سر نه پری خلاصیږی تاسی یی ډیر ښه روښانه کوی زمونږ غټه بدبختی داده چی څه چی طلوع وایی اکثره ولس همدا د طلوع اوری او منی. د افغانستان په کچه تر ۶۲ فیصده لیدونکی یواځی د طلوع تلویزیون دی او پاتی نور ۳۸ خلک دا نور ۵۰ تلویزیونی چینلونه ګوری نو ځکه طلوع په عامه ذهنیت باندی ډیر ښه کنترول لری مونږ متاسفانه ونه شو کړی داسی تلویزیونی چینل جوړ کړو چی وکولی شی طلوع سره مقابله وکړی او ډیر لیدونکی پیدا کړی.

ځواب ورکول mak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *