تاند- پیښور ته څیرمه د پاکستان د ملیشه ځواکونو پر یوه مرکز حکومت مخالفه وسله والو برید کړی دی.
په دې حملې کې چې تیره شپه ( د جولای ۳) وشوه یو ساعت یې دوام وکړ او پکې لږ تر لږه شپږ حکومتي ملیشه ووژل شول.
رپوټونه د امنیتي چارواکو په وینا څرګندوي چې په دې حمله کې تر لسو ډیر حکومتي ملیشه ټپیان شوې دي.
تر اوسه د برید کوونکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویل شوي.
د سرحدي ځواکونو قوماندان عبدالمجید مروت فرانس پریس اژانس ته وویل چې د برید کونکو شمیر تر پنځوسو ډیر و. نوموړي په دې برخه کې نور معلومات نه دي ورکړي.
په پاکستان کې د تیرو اوو کلونو په ترڅ کې په شخړو کې په زرګونو کسان وژل شوې دي.
اسلامي بنسټ پاله ډلې په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ډير بریدونه کوي او په بلوچستان کې بیا بیلتون غوښتونکي بلوڅان د اسلام اباد پر ضد وسله وال پاڅون پیل کړی دی.
د پاکستان په بل ایالت سند کې بیا فرقه اي شخړو په تیرو اوو کلونو کې زور اخیستی دی. یوازې پنجاب صوبه د نورو په پرتله ارامه ده.
د بې پېلوټه الوتکې ۱۷ تنه ووژل
په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په تازه بريد کې لږ تر لږه ١٧ شکمن وسله وال وژل.
دا بريد د تېره شپه ناوخته د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه بازار ته نژدې د درپه خېلو په سیمه کې وشو. له راپورونو سره سم بې پيلوټه الوتکو پر يوه کور څلور توغندي وویشتل.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د بريد غندنه کړې او له امريکا څخه يې يو وار بيا غوښتي چې د پاکستان د ځمکني بشپرتيا درناوى وکړي.
راپورونه وايي چې وژل شوي کسان د حقاني شبکې کسان دي.
دا په پاکستان کې د نوازشریف له صدراعظم کېدو وروسته د بې پېلوټه الوتکو دوهمه حمله ده. له مخکینۍ حملې وروسته د نوازشریف حکومت سخت اعتراض وکړ او په اسلام اباد کې یې د امریکا د سفارت شارژدافېر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
mashaala der sha kar shawai
کاش چې حقاني پکې له خپل ټول اهل اوعیال سره مردارشوی وی، کومه به هغه ورځ وي چې دغه خاین موردګاوله دې دنیامرارلاړشي.