پاکستاني پولیس یو پښتون کش کوي

تاند – د پاکستان په اصلي واکمن ایالت پنجاب کې د هلته مېشتو پښتنو اوسېدونکیو سپکاوی په بې ساري ډول زیات شو.

په رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې پاکستاني پولیس په پنجاب کې مېشت پښتانه چې اکثر یې د پښتونخوا او قبایلو اوسېدونکي دي، نیسي، وهي او ټکوي او سپکې سپورې ورته کوي.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ښیي چې پاکستاني پولیس یو شمېر پښتانه ټېله کوي، په ډډو یې په لرګیو وهي او د پولیسو په موټرونو کې یې وراچوي. په یوه بله صحنه کې، څو کسان له خپلو موټرو راکوزول کیږي، پولیس یې موټرونه په کنداغونو وهي او هغوی په بې عزتۍ سره روانوي.

د نېشنلېزم له پاڼې نه را اخیستل شوی مطلب او عکس

ویل کیږي چې پاکستاني پولیس د پښتونخوا او قبایلي پښتنو هغه شناختي کارډونه هم نه مني چې پخپله د پاکستان حکومت د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې (نادرا) ورکړي دي.

په ورته وخت کې په وروستیو کې د پنجاب د پولیسو له ادرسه داسې نه تایید شوې اعلاميې هم خپرې شوې چې له ځایي خلکو یې غوښتنه کړې چې که په خواوشا کې یې پټانان یا افغانان وي چې وچه مېوه، کالي او لوښي خرڅوي، پام دې پرې کوي، او پولیسو ته دې خبر ورکوي.

د نېشنلېزم په نامه د پښتنو یوه فیسبوک پاڼه چې نژدې دوه لکه مینه وال لري لیکي، «اے پختنو لگ خو دہ دے سپین گیری مشر حیاء ووکئ او خپل وطن کے دہ پنجابیانو نہ دہ دے مشر بدل واخلی او پہ پنجابیانو پختون وطن تنگ کڑی کہ پہ چا کے لگہ حیا او غیرت وی نو دہ ھر پنجابی نہ دہ خپل سپین گیری بدل واخلئ.»

5 thoughts on “د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پښتنو سپکاوی بېساري کچې ته ورسېد”
  1. د بیګناه انسانانو ځورول په هېڅ قانون او دین کې ندې روا. پنجابیانو پدې ظلم او وحشت سره د سراییلو چلند له عربو فلسطینانو او د بورما بودایانو چلند له رونګینایی مسلمانانو نه هم څو چنده تند او زشت دی.
    د پښتونخواه سیاسي مشران او د نړۍ ټول مترقي انسانان باید د پنجابیانو دا اعمل د پښتنو په مقابل کې وغندي ، پنجابیان اقتصادی محاصره او تر هر ډول فشار لاندې باید ونیول شي. البته دوی به خپله سزا هرو مرو ويني.

  2. The pakhton and punjabi have different culture they will never get along with each other specially punjabi they laugh at pashtoon people and don’t have respect for them so I don’t understand why them kpk pashtoon take this as nothings when they disrespect our older one day that could be your dad or grandad so wale up pakhtoon brothers

  3. ډير ښه کوي حال يې لدې بدتر، اعتبار وکړۍ چې پنجابيان دومره په پاکستان ندي ولاړ يا افغانانو خلاف او مضر ندي لکه همدا پښتانه د پاکستان، د هر غلام عاقبت به همداسې او لدې بدتر وي

ځواب ورکول منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *