تاند- د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې (تحفظ) غورځنګ د مشر او ملګرو د نیولو امر کړی او هغوی یې له پاکستان سره په خیانت تورن کړي دي.

د بلوچستان ایالت د ژوب او قلعه سیف الله پولیسو د منظور پښتین او د هغه د ملګرو نواب ایاز خان جوګیزي، محسن دوړ، رضا محمد او یو شمېر نورو خلاف دوسیې ثبت کړي او ادعا یې کړې چې دغو کسانو په خپلو ویناوو کې د پاکستان د دولت او پوځ پر ضد خبرې کړي دي.

د پولیسو په ادعا کې، چې ځینو رسنیو ته یې کاپي په لاس ورغلې او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، دا هم ویل شوي چې پښتین او ملګري یې پښتانه د دولت خلاف راپاڅوي او د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف د هغوی په زړونو کې کرکه خپروي.

د پاکستان پولیسو د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د منظور پښتین دا خبره یاده کړې چې ویلي یې دي«له یوې خوا پښتانه په پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او له بلې خوا د تلاشۍ په پوستو کې بې عزتي وراړول کېږي.»

پولیس دغه راز د پښتین دې خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په مدني ډول د قانون مطابق خپل حقونه غواړي خو که مجبوره کړای شو، د بلوڅانو په شان به غرونو ته وخېژي.

د پولیسو له لوري د منظور پښتین او د هغه د ملګرو خلاف په درج شوې دوسیه کې دا هم راغلي چې دوی وايي چې په ترهګرۍ کې د پاکستان پوځ لاس لري او د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور، چې نقیب الله مسید یې وواژه، د پوځ له لوري ساتل کېږي.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورنې غورځنګ ویلي چې له دې ډول ګواښونو نه بېرېږي.

7 thoughts on “د پاکستان پولیسو د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د نیولو امر کړی”
  1. د پاکستان پولیسو د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د نیولو امر کړی
    March 13, 2018 Written by: تاند Leave a reply

    Category: خبرونه, سیمه او نړۍ
    permalink

    خپروونکی: تاند
    http://taand.com
    Fb-Button

    تاند- د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې (تحفظ) غورځنګ د مشر او ملګرو د نیولو امر کړی او هغوی یې له پاکستان سره په خیانت تورن کړي دي.

    د بلوچستان ایالت د ژوب او قلعه سیف الله پولیسو د منظور پښتین او د هغه د ملګرو نواب ایاز خان جوګیزي، محسن دوړ، رضا محمد او یو شمېر نورو خلاف دوسیې ثبت کړي او ادعا یې کړې چې دغو کسانو په خپلو ویناوو کې د پاکستان د دولت او پوځ پر ضد خبرې کړي دي.

    د پولیسو په ادعا کې، چې ځینو رسنیو ته یې کاپي په لاس ورغلې او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، دا هم ویل شوي چې پښتین او ملګري یې پښتانه د دولت خلاف راپاڅوي او د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف د هغوی په زړونو کې کرکه خپروي.

    د پاکستان پولیسو د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د منظور پښتین دا خبره یاده کړې چې ویلي یې دي«له یوې خوا پښتانه په پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او له بلې خوا د تلاشۍ په پوستو کې بې عزتي وراړول کېږي.»

    پولیس دغه راز د پښتین دې خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په مدني ډول د قانون مطابق خپل حقونه غواړي خو که مجبوره کړای شو، د بلوڅانو په شان به غرونو ته وخېژي.

    د پولیسو له لوري د منظور پښتین او د هغه د ملګرو خلاف په درج شوې دوسیه کې دا هم راغلي چې دوی وايي چې په ترهګرۍ کې د پاکستان پوځ لاس لري او د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور، چې نقیب الله مسید یې وواژه، د پوځ له لوري ساتل کېږي.

    د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورنې غورځنګ ویلي چې له دې ډول ګواښونو نه بېرېږي.

  2. وایی: حسنپه بښنې سره ما ستاسو خبر بېرته تاسو ته در ولېږه ، هیله ده هغه نشر نه کړئ.

    د پاکستان پولیسو د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د نیولو امر کړی
    March 13, 2018 Written by: تاند Leave a reply

    Category: خبرونه, سیمه او نړۍ
    permalink

    خپروونکی: تاند
    http://taand.com
    Fb-Button

    تاند- د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې (تحفظ) غورځنګ د مشر او ملګرو د نیولو امر کړی او هغوی یې له پاکستان سره په خیانت تورن کړي دي.

    د بلوچستان ایالت د ژوب او قلعه سیف الله پولیسو د منظور پښتین او د هغه د ملګرو نواب ایاز خان جوګیزي، محسن دوړ، رضا محمد او یو شمېر نورو خلاف دوسیې ثبت کړي او ادعا یې کړې چې دغو کسانو په خپلو ویناوو کې د پاکستان د دولت او پوځ پر ضد خبرې کړي دي.

    د پولیسو په ادعا کې، چې ځینو رسنیو ته یې کاپي په لاس ورغلې او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، دا هم ویل شوي چې پښتین او ملګري یې پښتانه د دولت خلاف راپاڅوي او د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف د هغوی په زړونو کې کرکه خپروي.

    د پاکستان پولیسو د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د منظور پښتین دا خبره یاده کړې چې ویلي یې دي«له یوې خوا پښتانه په پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او له بلې خوا د تلاشۍ په پوستو کې بې عزتي وراړول کېږي.»

    پولیس دغه راز د پښتین دې خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په مدني ډول د قانون مطابق خپل حقونه غواړي خو که مجبوره کړای شو، د بلوڅانو په شان به غرونو ته وخېژي.

    د پولیسو له لوري د منظور پښتین او د هغه د ملګرو خلاف په درج شوې دوسیه کې دا هم راغلي چې دوی وايي چې په ترهګرۍ کې د پاکستان پوځ لاس لري او د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور، چې نقیب الله مسید یې وواژه، د پوځ له لوري ساتل کېږي.

    د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورنې غورځنګ ویلي چې له دې ډول ګواښونو نه بېرېږي.

  3. وایی: حسنپه بښنې سره ما ستاسو خبر بېرته تاسو ته در ولېږه ، هیله ده هغه نشر نه کړئ.

    په بښنې سره ما ستاسو خبر بېرته تاسو ته در ولېږه ، هیله ده هغه نشر نه کړئ.

  4. وایی: حسنپه بښنې سره ما ستاسو خبر بېرته تاسو ته در ولېږه ، هیله ده هغه نشر نه کړئ.

    پنجابیان هغه کیسه کوي چې وایی : ویې نیسه چې و د نه نیسې.
    مګر خبر ندي چې داځل به د یو رښتیني پښتون مشر نیول د ټول پنجاب او د هغه د مستعمرو د تجزيې سبب شي. د تورمخې پنجاب عمر نور په ختمېدو دی . انشاالله ډېر ژربه د جنوب ختيزي آسیا دغه د « سرطان دانه » د هوښیارو مبارزینو له خوا عملیات او د نړۍ له نقشې نه ورک شي.

  5. و لا حول ولا قوت اِلا بالله !
    څوک نشته چې دې تورمخو تورلینګیو ته یوه میاشت مخکې وعدې ېې ور په یاد کړي چې د اسلام برباد پرلټ کې ېې دمنظور پښتین،ملګرو او آل پښتنو لاریونونو سره منلې وې ؛چې تر یوې میاشتې به ېې ټولې غوښتنې مني؟
    خو په اصل کې دا پینځه مخي پنجابیان او د هغوی تالي څټي نور پوکستاینیانو بهانې لټولې
    او د منظور خبرې خو دروغ نه دي او د دوی دالخور فوج فجایع خدای، رسول، ملایکو، او شهیدانو او ارواهو ته ېې اوټولې دنیاته معلومې دي.
    اوس نو ټول قام ته که پښتون دی که بلوڅ ،؛ که هزاره دی که سیندهدیشی او لراوبر افغان ورسره یو موټی او یو زړه شي حتی اصیل پشتانه طالبان هم ورسره د ملا عمر،ملامنصور ا.د.ن. او په کونړ د راکټونو قصور د تورلینګیانو څخه واخلي .
    په توده کې سړه مه راولئ ! او د فخر افغان بابا، د ایپي فقیر میرزا علی خان ،د خان عبدالصمد خان شهید او په زرهاوو پشتنو شهیدانو ارواهې راژوندئ کړئ.
    مخامخ د لوی افغانستان د داعيې د ګړندۍ کولو په لور او هوډ.
    و من الله التوفیق.

  6. که په تېرو وختونوکې خوا وشا (۸۰۰۰۰) ویښ پښتانه د پنجاب ادارې له خوا د خپلو مړو او غصب شویو ملي او بین المللي حقوقو غوښتو په تور نیول شوي او وژل شوي ، خو نن هم همغه لړۍ روانه ده او یوازې محروم پښتانه د پنجاب د کثیفې ادارې له خوا نیول کېږي او په مرموز ډول ځپل کېږي نیول کېږي او وژل کېږي .هو! له نن څخه اته کاله مخکې آزاد ژورنالېست سېلاب مسید خپله وویل چې د شمالي او جنوبي وزیستان (۵۰۰۰) قبایلي مشران په مرموز ډول پاکستاني استخباراتو د پوځ پر مټ نیولي او وژلي دي . نن هم همغه لړۍ دوام لري ، خو پنجاب شاهي باید په یوه غوږ واوري او تر بل یې باید ونه باسي چې هغه ورځ هم ډېره را لنډه شوي او نږدې ده چې سبا به انشاءالله العزیز د پنجاب واکمن هم تر دې بد تره نیول کېږي اوتر هغو پورې به وژل کېږي چې تر څو یې د وژل شویو پښتنو نصاب نه وي پوره شوی .

ځواب ورکول محمد انور ولید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *