تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د پاکستان د پوځ د قوماندې مرکز یا عمومي قومندانۍ ته لاړ.

دا له څه باندې یوې لسیزې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ له بې باورۍ وروسته د دوو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو کې د تودوالي نښنه ګڼل کېږي.

لوېدیځ خبري اژانسونه وايي، داسي ښکاري چې ولسمشر غني غواړي چې له پاکستان سره اړیکې، چې د تېر ولسمشر حامد کرزي په دوره کې خرابې وې، له سره جوړې کړي.

په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په عمومي قومندانۍ کې د دغه هیواد لوی درستیز جنرال راحیل شریف د افغانستان ولسمشر ته هرکلی ووایه.

د پاکستان د پوځ له یوې خبرپاڼې سره سم راحیل شریف د افغانستان ولسمشر ته د افغانستان د پولې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

له ولسمشر غني سره د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي، لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي او یو شمېر نور چارواکي ملګري ول.

په همدې منځ کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې ريیس تورنجنرال عاصم بجوا وویل چې د افغانستان ولسمشر په یوه مثبت چاپېریال کې ورغلی او د دوی خبرې پر سرحدي همکاریو متمرکزې دي.

ده دغه راز وویل چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له یو بل سره خورا زیاتې تړل شوي دي.

د سیاسي چارو ځیني کتونکي د پاکسان د پوځ عمومي قومندانۍ ته د ولسمشر غني تګ او هلته د احترام ګارد بې ساری بولي او وايي چې تر دې پخوا پخوانی ولسمشر کرزی ۲۰ ځلي پاکستان ته تللی خو هیڅکله د پاکستان د پوځ عمومي قومندانۍ ته د تګ بلنه نه وه ورکړای شوې.

کتونکي وايي، دا پاکستان د پاکستان لپاره، چې ویل کېږي په افغانستان کې د هند له زیاتېدونکي نفوذه اندېښنه لري، یو ښه فرصت دی چې له افغانستان سره اړیکې تر هغه حده پراخې او دوستانه کړي چې د هند او افغانستان پر اړیکو یې هر راز شک ختم شي.

0 thoughts on “د پاکستان پوځي چارواکو افغان ولسمشر ته هرکلی ووایه”
  1. د پاک رب په دربار کې دعا کوو چې دوستي د خبرو په ځای عمل کې پلې شي او د دواړو اسلامي ګاونډيانو تر منځ نفرت په دوستۍ او یوبل ته د درناوي په اصولو باندی بدل شي

  2. سلامونه! پاکستان هیسکله افغانستان دوست نشی کیدای دا که هر سه کوی دوی مجبوری ده خو مخلص ندی .

  3. پاکستا ن هغه منافق حکومت دی چی دانګریز قانون ورکی چلیږی او په افغانستا ن کی هیڅ کله هم امن نه غواړی دوی داسی ویره لری وایی چی که افغانستان کی امن راشی بیا زمونږ ټول صادرات راباندی تاوان دی زمو نږ تجارت ته صدمه رسیږی زمونږ صادرات په افغانستان سره کمیږی امنیت ته مو صدمه رسیږی دوی دایم داسی وایی چی افغانستان کی دی زمونږ تر اثر لاندی یو غلام حکومت وی چی زمونږ تر تاثیر لاندی وی

ځواب ورکول بصیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *