تاند- د پاکستان د پوځ ویندوی له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو په اړه په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه تایید کړل.
خو دا په داسي حال کې ده چې سپینې ماڼۍ وویل چې امریکايي چارواکي په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پلان نه لري.
تر دې مخکې بېلابېلو خبري اژانسونو وویل چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان حاضر شوي چې د سولې خبرې وکړي.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې طالبان به د پنجشنبې په ورځ ناوخته په قطر کې له امریکایانو سره خبرې پیل کړي او تر حمل مخکې به د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
د پاکستان پوځ د دغو راپورونو د تاییدولو ترڅنګ وویل، پاکستان تل د داسي پروسو ملاتړ کړی او یو وار بیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر پوره شفافو خبرو ټینګار کوي.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې پر موضوع تل له افغان چارواکو سره په کتنو کې خبرې کېږي.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې د پاکستان د پوځ د چارواکو هغه راپور ردوي چې وايي نن /پنجشنبه/ امریکايي چارواکي او طالبان په قطر کې د سولې خبرې پیلوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې برینادیت میهان وویل:«د امریکا متحد ایالتونه حاضردمه په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره کومه غونډه نه لري.»
دې په عین حال کې وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
له بلې خوا د افغان طالبانو یوه ویندوی هم وویل چې د طالبانو استازي په قطر کې له امریکایانو سره د خبرو پلان نه لري.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له قوله په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې د طالبانو پلاوی د خبرو لپاره په قطر کې دی خو په دې اړه به نور جزییات وروسته څرګند کړي.
شف شف نه شفتالو ، زه نه پوهیږم چی د مذاکراتو او خبرو په شروع کولو کی به څه مشکل وی. که څوک غواړی چی حکومت او سیاست وکړی نو بیا داهمت هم باید ولری چی دیپلوماسی یی هم زده وی او مذاکراتو کی هم برخه واخلی. افغانانو کله کله په جنګ کی ګټلی وی خو په سیاست که دومره موفق نه وی. تقریبا هره جګړه په سولی او مذاکراتو سره ختمه شویده . که څوک له مذاکراتو ویره لری په حقیقت کی له سولی سره مینه او علاقه نه لری.