تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز د نوي میلادي کال له پیل سره په یو وخت د ۹ وسله والو مخالفانو د اعدام سزا تایید کړه.

جنرال راحیل شریف نن /جمعه/ نهو تنو ته، چې د پاکستان د پوځ په وینا په پوځیانو او ملکیانو باندې په حملو کې یې لاس درلود، او پوځي محکمو محکوم کړي ول، د اعدام سزا تایید کړه.

د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، دغو کسانو د پرېډ لېن پر جومات، د آی ایس آی پر دفترونو او یو شمېر نورو حملو کې لاس درلود.

د پوځ په خبرپاڼه کې دا کسان داسي معرفي شوي دي:

عبدالقیوم د امیر محمد زوی، نوموړی په پنجاب کې د حرکت الاجهاد غړی و.

محمد عمران د عبدالمنان زوی، د پاکستان د طالبانو د تحریک غړی دی.

اکسان محبوب د اصغر علي زوی.د القاعده غړی معرفي شوی دی.

عبدالروف ګوجر د رحمت علي زوی، محمد هاشم د محمد عبدالله زوی، سلمان د بونیر زوی، شفقت فاروق د ملک لیاقت علي زوی او محمد فرحان د محمد رفیق زوی.

وروستي پنځه تنه د سپاه صحابه د سختدریځې ډلې فعالان ښودل شوي دي چې عموماً پر پاکستاني شیعه ګانو بریدونه کوي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټولو محکوم شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دغو نهو کسانو د اعدام د سزا د توشیح کولو په ترڅ کې ویلي چې ۲۰۱۶ م کال به د تروریستانو د له منځه وړلو کال وي.

پاکستان تر دې وړاندې په ځلونو خپل وسله وال مخالفان اعدام کړي دي. تر ټولو ډېر یې د پېښور پر پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴ کال د دسمبر د شپاړسمې نېټې تر حملې وروسته اعدام کړل.

One thought on “د پاکستان پوځ د خپلو ۹ وسله والو مخالفانو اعدام تایید کړ”
  1. اصلی جهاد په پاکستان کی دی. زکه قانون یی د انگریز دی. نو الله دی د تو لو شهادت قبول کری.

ځواب ورکول aslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *