تاند- د پاکستان امنیتي ځواکونو د پوځ د یوه افسر د وژل کېدو په بدل کې د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمه کې یو مارکیټ په بمونو ویجاړ کړ.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو نن /شنبه/ وویل، د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان په واڼه کې یو مارکیټ، چې تر سلو زیات دوکانونه پکې ول، وروسته له دې په بمونو والوزاوه چې د پوځ یو افسر په بمي حمله کې ووژل شو.

د سیمې یوه دولتي چارواکي ظفرالسلام فرانس پریس ته وویل«امنیتي ځواکونو لومړی د مارکیټ دوکاندارانو ته امر وکړ چې له دوکانونو ووځي او بیا یې په چاودېدونکو موادو ټول مارکیټ وچاوداوه.»

ظفر السلام وویل چې په دغه مارکیټ کې تر۱۰۰ زیات دوکانونه ول خو اوس ټول ویجاړ شوي دي.

تر دې دوې ورځې وړاندې (سې شنبه/ اکتوبر ۱) د وسلو پلورلو د یوه دوکان مخته د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې د پاکستان د پوځ یو جګړن ووژل شو.

د دې پېښې په تړاو د دوکان خاوند خروټی خان ونیول شو او کور یې په بمونو والوزول شو.

ظفر السلام وايي، مارکیټ د دې لپاره ویجاړ کړای شو چې په سیمه کې د هرې ناامنۍ مسوولیت د سیمې د ټولو اوسېدونکو مسوولیت دی.

One thought on “د پاکستان پوځ د خپل یوه افسر د وژل کېدو په بدل کې د قبایلو ۱۰۰ دوکانونه ویجاړ کړل”
  1. ددې کار په کولو پاکستان یو ډير ښه مثال او اشاره نړیوالو ته ورکړې، که چیرې د سبمې د نا امنۍ مسولیت د سيمې د خلکو مسولیت وي او پدې کار یې کورونه او مارکیټونه په بمونو نړول کیږي نو نړیوال هم باید پاکستان په بمونو ونړوي، ځکه په سیمه او نړۍ کې د ناامنۍ مسول دی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *