تاند- د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته، چې په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي، خبرداری ورکړ، له خپلې کمپلې پښې ونه غځوي.

د پاکستان د پوځ ویندوی ډګرجنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ وویل، پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له نژدې څاري.

د پاکستان د پوځ ویندوی همداراز وویل، پوځ پي ټي ایم (د پښتون ژغورنې غورځنګ) ته موقع ورکړې چې د پښتنو، په تېره بیا د هغو کسانو په توګه چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې اوسي او له سختدریځو سره د پاکستان د پوځ د اوږدې جګړې په لړ کې ځورېدلي دي، اعتراض وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې د پوځ حوصله په ختمېدو ده.

«موږ د دوی په غمونو، سختیو پوهېږو، خو دوی باید له هغو حدودو وانوړي چې دولت مجبورېږي چې باید د حالاتو د کنټرول لپاره له قوې کار واخلي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د پوځ له لوري د لسګونو زره پښتنو، په تېره بیا قبایلو له وژلو او بې درکه کولو وروسته رامنځته شو. دا غورځنګ یوازې د خپلو بې درکه شویو عزیزانو د موندل کېدو غوښتنه کوي خو د پاکستان پوځ، چې باور کېږي ټول نیولي او تښتولي کسان یې په بې رحمۍ وژلي دي، حاضر نه دی چې د بې درکه شویو په اړه پښتنو ته حساب ورکړي.

3 thoughts on “د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړ”
  1. داهم شو د پاکستان اسلامي جمهوریت.
    مظلومان به نور د ژړا او فریاد حق هم نه لري . ستاسو لعنتي جابر او ظالم پوځیان به مظلوم انسانان ځوروي ، په حبس او زندانو کې به یې اچوي ، په مقابل کې به مظلوم او محکوم انسانان دوي ته د ګلانو ګېډۍ په خندا او خوشحالۍ سره ورته ورکوي.
    مونږ پرنړیوالو ، د ملګرو ملتونو پر سازمان ، نړیوالو بشري مدافعینو اوپه ټولو اسلامي هېوادونو غږ کوو چې د پاکستان پر جابر او منفور پوج غږ وکړي ترڅو په بېدفاع او ملکي انسانانو ظلم ، تعدي او تېری ودروي.

  2. MASSAGE TO ALL PASHTOONS/
    PLEASE WATCH MASHAL KHAN TAKKAR SPEECH ON DEC 1 2018′
    MASHAL KHAN TAKKAR RELEASE MANY FRESH VIDEO
    FOR GREAT AFGHANISTAN MOVEMENT.
    HOW LONG .
    BELIEVE /PAKISTAN IS NOT STRONG.JUST NEED TO ONE LEADER TO
    START.
    MASHAL KHAN TAKKAR EXPLAIN ALL PASHTOON HISTORY IN VIDEOES,
    TIME TO WEAK UP PASHTOONS.
    ALLAHUAKBAR

  3. تر څو چې پښتانه ټوپک ته لاس نکړي ددې تور پنجابي نه ځان نشي خلاصولی. په مظاهرو او جلسونو هیڅ هم نه کیږي.

ځواب ورکول KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *