د پاکستان د پوځ د عمومي قوماندانانو غونډه

تاند- د پاکستان د پوځ قوماندانانو د کابل د تېرې چهارشنبې د حملې په نتیجه کې پاکستان ته د ګواښونو او پر پاکستان د افغانستان د تورونو په اړه فوق العاده غونډه جوړه کړه.

پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د پوځ د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړ چې نن /سې شنبه/ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د ځانګړو قول اردوګانو د قوماندانو په فوق العاده غونډه کې د کابل د تېرې اوونۍ له تروریستي بریده وروسته وضعیت ته په کتو د سیمې پر حالاتو غور وکړ، او د افغانستان له خلکو او امنیتي ځواکونو سره یې، چې عزیزان یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي، پیوستون څرګند کړ.

د پاکستان د قول اردوګانو قوماندانانو (کور کمانډرز)، چې د پردې تر شا د خپل هیواد اصلي واکمنان او د بهرنۍ پالیسۍ ټاکونکي دي، ژمنه وکړه چې د تروریزم او افراطیت پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره همکاري او مرسته کوي.

دوی په عین حال کې ویلي چې افغانستان دې پر پاکستان د تورونو د پورې کولو پر ځای خپلو چارو ته پام واړوي او حقیقي ستونزې دې تشخیص کړي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي«د سیمې د سولې او ثبات د ملاتړ پر دوام د ټینګار ترڅنګ د غونډې برخوال د خپلې خاورې پر ضد د هرراز ګواښ په وړاندې د دفاع لپاره د پاکستان د پوځ پر ارادې تاکید کوي.»

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د پاکستان خاورې ته د چا له لوري ګواښ پېښ دی خو داسې ښکاري چې پاکستان وېره لري چې افغانستان به د کابل د چهارشنبې د ورځې د حملې بدل له پاکستانه واخلي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې دا برید پاکستان مېشتې حقاني شبکې د آی ایس آی په مرسته کړی دی.

له دې جلا د پاکستان د سنا جرګه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو د وروستیو نښتو په اړه بحث کوي.

د افغانستان ولسمشر نن /سې شنبه/ د کابل پروسه په نوم کنفرانس کې طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د وروستي ځل لپاره د سولې بلنه ورکوي.

د چارو کتونکي داسې انګېري چې د ولسمشر دا بلنه پاکستان ته هم وه.

ده وویل چې پاکستان دې ښکاره ووايي چې له افغانستانه څه غواړي.

2 thoughts on “د پاکستان پوځ د کابل د حملې د عواقبو په اړه فوق العاده غونډه وکړه”
  1. لعنت په پاکستان، لعنت د پاکستان په پوځ او لعنت په آی ایس آی چې له څلوېښتو کالونو راهیسې یې افغانانو په خپلو کې سره په جنګ اچولي دي.

  2. پاکستان بد مه بولئ خلکو–مونږ یې خوړلی رنګ په رنګ خواږه ړالونه
    پاکستان نه دی دا یثرب دی– رمونږ عالمان پکی کوی ددین علمونه
    پاکستان خوږ دی افغانانو—-تری نه مو راوړل په پنډونو ډالرونه
    پاکستان هسی فابریکه ده—چی له غلو نه رهبران راجوړوینه
    پښتونه پش درځنې جوړ شو–د پاکستان په لور نور مه ګوره تورزنه
    زما افغان ملایی خوره—ته ملایی خوره کور به بل درته ساتینه
    خدای خو عادل دی ظالم نه دی — دپاکستان کوربه په خپله سوځوینه
    د پاکستان نه می زړه تور دی–خدای دی په داسی وطن اور ولګوینه

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *