تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک وايي، حکومت دې خپل ټول زور ولګوي، دوی د حکومت له لوري د پوځي عملیاتو د نتیجو منلو ته تیار دي.

د طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، پوځي عملیات طالبانو ته لږ زیان پېښوي خو اصلي زیان به عامو قبایلي خلکو ته واړوي.

ده خبرداری ورکړ چې عملیات به د طالبانو د تحریک حملې لا زیاتې کړي.

شاهد د طالبانو د تحریک د یوه مشر عصمت الله شاهین وژل کېدا تایید کړه او د نوموړي مرګ یې د طالبانو لپاره نه جبرانېدونکی زیان وباله.

ده دا هم وویل چې شاهین د استخباراتي ادارو له لوري ووژل شو او طالبان به دې ادارو ته د عبرت درس ورکړي.

پاکستان: د عملیاتو په صورت کې به د حقاني شبکه هم ختمه شي

د پاکستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وویل، په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو لپاره بشپړه تیاري نیول شوې ده.

د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې دغه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو له ناکامېدو وروسته د هغوی پرخلاف په شمالي وزیرستان کې د پراخو پوځي عملیاتو لپاره پوره تیاري نیول شوې ده.

ده په عین حال کې وویل چې د شمالي وزیرستان ترڅنګ په هر سیمه کې چې اړتیا ولیدل شي پوځي عملیات کېږي. ده د عملیاتو د وخت په اړه وویل چې هره شېبه ممکنه ده عملیات پیل شي.

ده دا هم وویل چې همدا اوس په شمالي وزیرستان کې یو نیم لک پوځیان موجود دي او ژر به لوی هدفونه په نښه کړي.

دغه پاکستاني چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې دا هم وویل چې لومړی خبرواترو ته ترجیح ورکوي خو که پوځي عملیات پیل شول د حقاني شبکه به هم له منځه یووړل شي.

د حقاني شبکه په شمالي وزیرستان کې دېره ده. دې شبکې، سره له دې چې د پاکستان پوځ ته ډېره نژدې ده، ونه کړای شول چې پاکستاني طالبان د پاکستان په خاوره کې له حملو راوګرځوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستاني چارواکي وویل چې د پاکستان په غوښتنه امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې درولي دي او دا په یوه کال کې لومړی ځل دی چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې دومره اوږده وقفه راځي.

د پاکستان دفاع وزارت معین، چې د پاکستان د دفاع وزارت اصلي واک په لاس کې لري، له یوه پلاوي سره امریکا ته تللی دی چې د امریکا له استخباراتي چارواکو سره خبرې وکړي.

One thought on “د پاکستان پوځ: عملیاتو ته مو پوره تیاري نیولې، طالبان : ورته تیار یو”
  1. Such kind of deadly attacks by Pakistani Army inside the territory brightly shows that Pakistan’s Inelegance agency (ISI) is trying to illustrate their loyalty to the United States that they can do anything for them in case if US desires in future. The aim of Pakistani government by doing so, is to convince USA to rebuild its trust-line with them after along gap and this will surely be a way to another tragedy where Pakistan will be rolling in destroying Afghanistan similarly as they did in the time of Russian occupation…..

    But, I believe that hypocrisy doesn’t work always and Pakistan will be the real victim of such disaster if they think their prosperity lies under the destruction of Afghanistan…………

ځواب ورکول Karim Jalili ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *