تاند- د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ريیس تورنجنرال اصف غفور نن /جمعه/ وویل، د پاکستان پوځ افغانستان ته د ۷۶ تروریستانو د نومونو لیست ورکړی او ورڅخه غوښتي یې دي چې پاکستان ته یې وسپاري.
تورنجنرال غفور په ټویټر کې لیکلي چې دا لیست په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته سپارل شوی او ورته ویل شوي چې دا کسان په افغانستان کې پټ دي.
پاکستان دا لیست وروسته له دې د افغانستان سفارت ته ورکړ چې په سند ایالت کې د شهباز قلند په زیارت کې انتحاري حملې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د افغانستان حکومت تراوسه پوري د پاکستان له خوا د لیست د ورسپارلو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ د لاهور د چاودنې په خاطر په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر احضار کړ.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي چې د پاکستان پوځ افغان چارواکو ته ویلي چې که افغانستان د دغو ۷۶ تنو خلاف اقدام نه شي کولی، پاکستان به په خپله مناسب اقدام وکړي.
افرین پاکستان دومره تکړه دی
موږ چې هره ورځ وژل کېږو او هره ورځ حملی را باندې کېږي
یوه ورځ هم افغان حکومت نه لار وتړله او نه یې پاکستان ته د زرګونه ترهرګرو لست ورکړ
دیته وايي سیاست
د کوټې او پېښور شوراګانې خو هېڅ