پاکستان

د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د افغانستان په ۳۵۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو کې یوازې ۲۰ زره جګړه کولی شي.

د پاکستان د پوځ یوه چارواکي د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې ته وویل چې افغانستان ۱۰۰۰ جنرالان لري چې ټول په قومي بنیادونو ټاکل شوي نه د لیاقت او وړتیا پر اساس.

ده افغان پوځیانو ته سپک الفاظ وکارول او ویې ویل، که د ولسمشر ټرمپ حکومت په افغانستان کې د طالبانو او داعش مخه ونه نیسي، افغانستان به د ګډوډۍ او بې قانونۍ ښکار شي.

ده همداراز وویل چې روسیه به هم د افغانستان په چارو کې هماغسي داخله شي چې په سوریه کې شوه ځکه چې روسیه منځنۍ اسیا ته د خپل کور د دالان په سترګه ګوري او د طالبانو او داعش د پیاوړتیا په صورت کې د افغانستان ناامني منځنۍ اسیا ګواښي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور پر اساس، د پاکستان د پوځ دې سرچینې زیاته کړه چې په دې اړه یې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال جان نیکلسن او د امریکا له دفاع وزیر جېمز ماتیس سره خبرې کړي دي.

تېره میاشت روسیې، پاکستان او چین د افغانستان د حالاتو د څېړلو لپاره په مسکو کې غونډه وکړه.

روسیې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه او وايي چې له طالبانو سره یې تماسونه پیل کړي دي.

ټیلګراف ورځپاڼه وايي، د امریکا متحد ایالتونه باور لري چې طالبانو او مسکو له ډېر وخت څخه په پټه اړیکې جوړې کړي او مسکو غواړي چې په افغانستان کې نیابتي جنګېدونکي ولري.

پاکستان په وروستیو کې په ځانګړي ډول د افغانستان خلاف تبلیغاتي کمپاین اوج ته رسولی او په دې لړ کې له یوه ماشوم  سره په خپلو تلویزیونونو کې بیا بیا مرکې کوي او ورڅخه پوښتنه کوي چې افغانان ولي پاکستان نه خوښوي، ماشوم ورته وايي چې افغانان بېسواده دي او سم مشر نه لري.

پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې دا ماشوم نبوغ لري، په ۴ ژبو پوهېږي، او تخلص یې ننګرهاری دی.

2 thoughts on “د پاکستان پوځ وايي، که ټرمپ د طالبانو او داعش مخه ونه نیوله، روسیه به په افغانستان کې دخیله شي”
  1. Salamooona
    It is true that Afghanistan has lots generals might some of them came through by recommendation not through ability but fakistan has more then .

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *