نن د اګست څوارلسمه ده. پاکستانیان یې د خپل بې پلاره هېواد د زېږېدنې د ورځې په توګه لمانځي. پر دې ورځ د هندوستان په نیمه وچه کې د مسلمانانو زور اوبه شو. د استعمار دا توطیه کامیابه شوه چې هندوستان هندو کړي او د هندوستان مسلمانان د هندوانو په لمن کې وغورځوي. دا چې د هندوستان د نیمې وچې مسلمانان د افغانستان د مسلمان ولس او پښتانه یې د پښتانه د وجود امتداد ول، انګرېزانو د پاکستان په رامنځته کولو د هند له مسلمانانو سره د منځنۍ آسیا او افغانستان د مسلمانانو رابطه د تل لپاره ختمه کړه.د اسلام په نامه لومړی داسې هېواد رامنځته شو چې ګټه یې استعمار او زیان یې اسلام او مسلمانانو ته رسېږي.

پر دې ورځ د سیمې د قومونو د تاریخ مسخه کېدل پیل او یو نوی جعلي تاریخ له جعلي هېروګانو، جعلي حماسو، جعلي فاتحانو او جعلي کارنامو سلسله د سیمې د تاریخ او کلتور په توګه رامنځته شو. په دې سیمه کې یواځې یو خوشال خټک نه، په سلګونو دغه ډول نړیوالې څېرې په شعوري توګه تر خاورو لاندې او پر ځای یې د کرنل سپږن شهید، کرنل خیرن شهید، کرنل دالخور شهید، قاید اعظم، مادر ملت په نومونو څېرې را برسېره او د جعلي تاریخ برخه کړای شوې.

د پاکستان له جوړېدلو یو څو کاله وروسته د دې هېواد په وسیله په تاریخ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی قتل عام ترسره شو. دې هېواد په بنګلادېش کې دوه نیم ملیونه مسلمانان، ښځې، نر او ماشومان قتل عام او په یوه نیمه میاشت کې یې دوه نیم سوه زره مسلمانې ښځې بې عفته کړې.

د دې هېواد پوځ تر دې لږ وروسته په اردن کې د فلسطینیانو په قتل عام لاس پورې کړ او د بلاک سپټمبر په پېښه کې یې تر ۲۶ زره زیات فلسطیني کډوال قتل عام کړ.

دا هېواد د اداري او ټولنیز فساد په لحاظ په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري، پر اتباعو یې په عربي، اروپایي او لوېدیځه نړۍ کې باور نه کېږي، پر هر هوایي ډګر ورڅخه جامې ایستل کېږي، او د نړۍ له هر ځایه د دې هېواد د اتباعو د ځانګړیو او ابتکاري بداخلاقیو راپورونه راځي. د نړۍ تر ټولو بدې استخباراتي کفري ادارې هم په همدې هېواد کې فعالې دي او اسامه بن لادن هم په همدې هېواد کې وموندل شو.

تر ټولو مهمه یې دا چې پر دې ورځ د جعلکارۍ، دوه مخیتوب او ګډولې (چې دوی یې ملاوټ بولي) یو نوی کلتور رامنځته شو. د دې کلتور پر اساس په هر څه کې ملاوټ یا ګډوله رواج شوه. مثلا، په ټولنه کې فاحشه خانې د تبلیغي مرکزونو ترڅنګ جوړې شوې دیني ملاوټ رامنځته شو.

د دې ملاوټ ګڼ اړخونه دي چې غواړو دلته یې څو مظاهرو ته اشاره وکړو:

دیني ګډوله/ملاوټ:

یعنې دا چې دین له بې دینۍ سره ګډ کړي. پر دې اساس، هیرامنډیي له تبلیغي مرکز، د کراچۍ د سیکس شاپ د موادو کارخانه د کراچۍ د دارالعلوم ګاونډۍ، او د بېښور تر ټولو لویه کلیسا د صدر د لوی دارالعلوم ګاونډۍ کړای شوه.  په پاکستان کې ډېر د فاحشه ګرۍ او سندرو د صنعت ګټه مدرسو او د مدرسو ګټه بیرته د همدې صنعت ساتلو ته ځي. ښه مثال یې د پاکستاني رقاصو لخوا د مدرسو ملاتړ او د مدرسو لخوا د فاحشه خانو د هېواد محافظت دی. تېر کال مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال په خپلو عوایدو د یوه دارالعلوم د جوړولو ژمنه وکړه.

عقیدي ګډوله/ملاوټ:

شیخان یې ډمان او ډمان یې شیخان شول. په سیاست کې شیخ رشید غوندې فاسقان هم د دین مدافعان شول، او په دین کې مولا فضل الرحمان غوندې د علماوو مشران له بربنډو ښځو سره غاړې وتل. د حمیدګل، کرنل امام، ضیاءالحق او نورو په ډول څېرې رامنځته شوې چې په زړونو کې کفر او پر څېره ایمان پالي. پر خوله د اسلامي سختدریځئ او په عمل کې بیا د سي آی اې له آفیسرانو سره ډانس پارټیانې کوي.

اخلاقي ګډوله:

په پاکستان کې له یوه پلوه تر ټولو ډېر اخلاقي وعظونه کېږي، تر ټولو ډېرې د غيرتوژنې کېږي، تر ټولو ډېرې زنانه چادرۍ او حجابونه پلورل کېږي خو له بل پلوه پر انټرنیټ احصائیې ښیي چې دا هېواد تر ټولو ډېر لوڅ ویب سایټونه ګوري. له دې هېواده د خور او ورور د واده پېښې راپور کېږي، پر مړیو د جنسي تېريو، د انسانانو د غوښو د خوراک او نورو پېښو زړه بوږنوونکیو پېښو مرکز دی او هیڅکله د اسلام او مسلمانانو د نېکنامۍ خبر ورڅخه نه دی راغلی. پاکستانیان د نړۍ مختلفو هېوادونو ته جوپه جوپه د اخلاقیاتو د تبلیغ لپاره ځي، په داسې حال کې چې خپل هېواد یې د درغلۍ، چلبازۍ، جعلکارۍ، او بد اخلاقۍ نمونه ده.

کلتوري ګډوله:

د کلتور لویه برخه ژبه ده. د دې هېواد ژبه اردو وټاکل شوه چې د ژبو ګډوله، ګرامر یې د هندي، کلیمې یې د عربي او فارسي، روح یې د پنجابي چاپلوسانو او دلالانو او نرمښت یې د پنجاب د په نړیواله کچه مشهورو فاحشو د غږ دی. پر ژبې سربېره د پاکستان سینما هم د مذهبي او سیکسي احساساتو ګډوله ده. په پښتو فلمونو کې هېرو لومړی ښه ډانس وکړي، بیا تر ډانس وروسته جګړه پېښه شي. په جګړه کې د الله اکبر نارې وهي، بیا د جګړې په منځ کې د لمانځه وخت ورباندې راشي، نو ناڅاپه د اذان غږ راشي او هیرو په جګړه کې په لمانځه ودرېږي. هغه پاکستاني فلمي ستوري چې تېر کال یې ځان د کامرې په مخ کې بربنډ او پر اوږه یې آی ایس آی ولیکل، هره روژه پر تلویزیون د روژې د فضیلتونو په اړه پروګرامونه ورکوي. موسیقي د کلتور یوه بله مهمه برخه ده. له دې سره سره، چې پاکستان ځینې وتلي موسیقي پوهان او یوه برخه ښه موسیقي لري، د پاکستان عامه موسیقي د پشیانو، سپيانو، انسانانو، او برېښناییزو آلاتو د غږونو یوه ګډوله ده. د پاکستان په عامه موسیقۍ کې کله کله نا اشنا او بې معنا غږونه ګډېږي چې یواځې د ملاوټ کلتور یې ښایي توجیه کړای شي.

د خوراک ګډوله:

د پاکستان خوراکونه د رنګونو، د مصالې په نامه د ځنګلي بوټو، ترخو، خوږو، وچو او لمدو ګډوله ده. پنجابیان په شړومبیو کې بوره اچوي، په وریژو کې مرچ اچوي او په هر رسټورانټ کې د دې وېره موجوده وي چې د خوراک په کاسه کې دې مچان، او نور حشرات را پیدا شي. د یوه ملګري ټوکه رایاده شي، د پوهنتون د کافي شاپ آشپز ته به یې ویل، تاسې چې کله خونه را جارو کړئ، د هغې خاشې را ټولې او دېګ ته ور واچوئ او بیا وایاست چې د دې مصالې کیلو په پنځه سوه روپۍ ده.

 د رنګونو ګډوله:

 پاکستان تېز رنګونه او د دې رنګونو ګډوله خوښوي. د دوی ښاري بسونه، د دوکانونو لوحې او نورې نقاشۍ د رنګونو مزخرفې کارېدنې بد رنګۍ ته ایستلي دي. په ښاري بسونو پورې رنګه ټوکرونه، سرې، شنې ژېړې اشارې، د هندارو ټوکونه، او د پلاستیک رنګینې ټوټې سریښ وي خو عجیبه دا ده چې دا بسونه او سینګار شوي وسایل په دومره زحمت سربېره هم، د بدذوقۍ نمونې وي. په افغانستان کې پاکستانی ذوق د رنګونو د مزخرفې او بدرنګه کارېدنې په ځای کې مثال کارېږي.

د جنس او جنسي غرایزو ګډوله:

پاکستان داسې هېواد دی چې د اجړاګانو یا نرښځیانو ساتل او کارول پکې یو صنعت او لوی مارکیټ دی. اجړا ګډ نارینه او ښځینه جنس ته وایي. په اجړاګانو سربېره په پاکستان کې مړویسیان یا هغه مشران سپین ږیري چې ځانونه په هلکانو خرابوي، د ټولنې یوه لویه برخه تشکیلوي. پاکستان لومړی هېواد دی چې هلکان پکې په صنعتي او د بازار د توکیو په توګه موندل کېږي او نارینه فاحشه خانې پکې پرانیستې دي.

د تجارتي او بازاري توکیو ملاوټ:

 په پاکستان کې د ملاوټ توری د شودو او مستو له بازاره نیولې، د درملو تر بازار، تر نورو خوراکي توکیو، شامپوګانو، تېلو، کریمونو، د ماشومانو تر شودو او نورو پورې او د جعلکارۍ کلتور یې له پاسپورټونو، تذکرو، شهادتنامو او نورو نیولې تر سافټویر، تر برېښنایي توکیو او نورو پورې عام او شایع دی. پاکستان د نړۍ په کچه په جعلکارۍ او ملاوټ کې نوم لري.

له دې هېواد څو څو ځله پر مسلمانانو د مردارو حیواناتو د غوښې د خرڅلاو، د مردارو ژویو، سپیو او خرو له هډوکو د خوراک د غوړیو د را ایستلو، په وینه د وښو د رنګولو او د تورو چایو په نامه د پلورلو او نورو ډول ډول سوداګریزو خیانتونو پېښې راپور شوي دي او دا پېښې د دې هېواد د بازارونو معمول دي.

د تاریخ ګډوله:

پاکستان خپل تاریخ نه لري. دوی په خپل تاریخ پورې محمد بن قاسم له عربو، ټیپو سلطان له هندوستانه، محمود غزنوي، غوري او ابدالي له افغانستانه او د ترکانو، ایرانیانو او نورو له تاریخه اتلان او حماسې ور زیاتې کړي او د هغوی تاریخ یې د خپل بې پلاره هېواد تاریخ ګڼلی دی.

په سیاسي لحاظ، دا هېواد په نړۍ کې یو بل سیال هېواد لري. په نړۍ کې یواځې دوه هېوادونه دي چې د یوه بشپړ امت پر نامه یې خېټه اچولې ده. لومړی یې پاکستان دی چې د اسلامي امت په نامه او هویت یې خېټه اچولې او تکراراً د اسلام د اصولو په مخالف له اسلامي هویت سره جفا کوي. دوهم یې اسرائیل دی چې د یهودي امت له نامه څخه یې د خپلې ملت جوړونې د پروسې د اساس په توګه کار اخیستی.

دا دواړه هېواد دین استعمالوي خو عملي کوي یې نه. دواړه د دین په نامه نفرت خپروي. دواړه پر دین تجارت کوي. دواړه په خپل چارچاپېر کې د فساد لامل دي. دواړه د انګرېز لخوا جعلي او غیرطبیعي رامنځته شوي. دواړه د سیمې تر ټولو غټه بهرنۍ مرسته اخلي. دواړه په یوه سیاسي دوره کې رامنځته شوي. دواړه د اهدافو لپاره وسایلو ته تبرئه ورکوي او د هر هدف لپاره هره وسیله کاروي.

دا دواړه هېوادونه له لسیزو څخه پټې استخباراتي او دپلوماتیک اړیکې لري چې د خلکو له سترګو یې پټوي خو په عمل کې، د پردې تر شا دوام ورکوي.

By Editor2

23 thoughts on “د پاکستان پیدایښت، د ملاوټ د کلتور پیدایښت – مجیدقرار”
  1. کاش چه کوم کس دا مضمون په اردو کی ترجمه کی او پاکستانی رسنیو ته ولیږدول شی

  2. قرار صیب الله دي وساته! ما چې دا لیکنه ولوسته کوم سوالونه چې زما زهن د پاکستان په اړه لما کول تا جوات کړل. واقعاً تفصلي او علمی تحلیل دي کړي. الله دي په علم اوپوهه نور هم برکت کړه
    امین

  3. ولا وایم قرار صیب ژوندی دی یی راته!!!!! فکر کوم دغو بی فرهنګو خلکو کله چی د بنګلدیشیانو قتل عام کاوه، نو د څلور زرو نه زیاتی پاک لمنی ښځي پکی ریپ شوی وی. یو هندی فلم دی چی نوی راوتلی هیله لرم چی هر څوک یی وګوری نوم یی دی children of war.

  4. کاشکي دا لیکنه په انګلیسی یا اردوژباړل شوې وای او په یوه پاکستاني ویب سایټ هم خپره شوې وای

  5. جنرال ضیا الحق چی په اسلامی تاریخ کی په ضیا الباطل هم مشهور دی د فلسطین د مظلومو او مجاهد ولس قابل هم دی
    ستاسو د تبصری په تایید غواړم د لا نور وضاحت لپاره دا لاندی معلومات تاسو سره شریک کړم:
    د 1969 کال په جریان کی په میلیونونو فلسطینی مجاهدینو چی د اردن له خاوری یی داسراییلو پر ضد مبارزه کوله ، د اردن د وخت پادشاه شاه حسین په تشویش کی اچلولی و چی مبادا فلسطینی ځواکونه د اردن هیواد تر خپل تسلط لاندی راولی . نو شاه حسین هڅه کوله چی د هغوی موقف ضعیف او فلسطینیان له خپل هیواده وساتی. اما دا کار ساده هم نه و او فلسطینیانو هم د عمان په ښار کی قوی سنګرونه دلودل. د فلسطینیانو د مبارزینو تعداد هم د یاسر عرفات تر مشری لاندی 30-40 زرو ته رسیده . یاسرعرفات خپلو مبارزینوته امر وکړ ترڅو چی ستاسو په سنګرونو برید نه وی شوی ، جنګ اعلان نه کړی.
    د اردن 55زره فوج چی ښه مجهز ، تجربه لرونکی او ښه زده کړه یی کړی وه د 300 مدرنو تانکونو په حمایت تصمیم ونیو چی په څو ساعتونو کی ټول فلسطینی مبارزین ختم کړی. دوی د 1970 کال دسپتمبر په 17 د فلسطینیانو پر ضد جنګ شروع کړ اوتر 6 اکتوبر دی جنګ دوام وکړ چی په نتیجه کی لسګونه زره فلسطینی مبارزین او د هغوی کورنی قتل عام او په لسګونو زرو نور ټپیان شول . د دی جنګونو د یوه بخش قومانده د پاکستان پخوانی دیکتاتور جنرال ضیاالحق چی په هغه وخت کی د پاکستان له خوا اردن ته داجیرو قواو په راس کی لیږل شوی و ، په غاړه درلوده . نوموړی جنرال د فلسطینی مبارزینو په قتل عام کی مهمه ونډه درلودله چی په نتیجه کی د هغو مبارزینو جنبش چی د خپلی خاوری د دفاع لپاره یی د اردن له خاوری جهاد کاوو ، ضعیفه کړل شو. نوموړی جګړه د عربی هیوادونو د مشرانو په فشار سره ختم او د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ټینګ شو.
    http://portal.anhar.ir/node/10218/?ref=sbttl#gsc.tab=0

  6. د مولويانو د كورو مخته د وائين او ويسكي شاپونه په پيخر دي . او د عيسوي كال په تجليل كي پرمختللي فاحشه گري هم تر سترگو كيژي

  7. قرار صاحب، د پوهې او قلم اتل. څوګ چې په انګليسي او اوردو ژبه پوره تسلط لري، بايد ويې ژباړي او په فيسبوک کې يې خپور کړي نو د نړۍ هر کونج ته به ورسيږي

  8. Dear Qarar !
    whatever I red in your article was a scientific research based on religious and historical realities. I appreciate your efforts for putting light on the darkness of this dark
    nature country so called Pakistan.

  9. دپخوا زمانی خبره ده چی زه وړکی وم نو دمشرانو می اوریدل چی الله پاک خپل کورته ښه اونیک خلک راغواړی خواوس چی ګورم دوینا ملک نه زیاد بدنامه اوبدخلک عمری اوحج ته ځی څه خبر چی مشرانو می دروغ ویل او که په اصل خیره زه پوه شوی نه وم

  10. ما دپاکستان په لاهور کی داسی مارکیت لیدلی چی درختونو به دوکان کی یو کس لکه دبت په شان ولاړوی او نوی ماډل ټوکر یی له څانه تاو کړای اوسی ترڅو خلک هغه وګوری او واخلی همداسی ما دری چرخه بایسکلی لیدلی چی یو خوار ډنګر کس یی چلوی اوپکی ناست سپورکس به یو چاغ سړی و دغه سایکل ته سایکل رکشه وایی چی دغه دواړه کارونه ماته دبرده ګی ( غلامی ) ډیر بدی نښی ۍښکاره شوی

  11. قرار صاحب موږ هم درسره هم نظره یو چی پاکستان او په ځانګړی ډول پنجاپ کی هره ناروا معمول ده .خو له دښمن څخه باید د ښو تمه ونه شی او نه باید دا تمه تری وکړو.زما په اند زموږ افغانانو لپاره په کار ده چی خپل هیواد او ولس موږ پخپله وساتو.چی دا کار موږ افغانانو تر اوسه ندی کړی.د افغاستان د پخوانی ټولواک ظاهر شاه نه یی راونیسه بیا تر طالبانو پوری همدغه افغانان دی چی د پاکستان په چوپړ کی دی او خپل هیواد او کور د پنجاپ په خوله ورانوی.که زه اوس داسی سوال وکړم چی کله همدغه حرمی او ساختګی هیواد پاکستان وزیږید افغانان او په ځانګړی ډول پخوانی ټولواک ظاهر شاه چیری ته وو او ولی راپورته نه شو او ولی یی خپله خاوره بیله نکړه.زما په نظر ټوله ملاماتیا په موږ کی ده هسی د پاکستان څخه ګیلی کوو . که حرمی دی او که مردهګاو حپل هیواد او پنجاپ ته په نره خدمت کوی زه خو وایم چی نوش جان یی

  12. واقعيتونه دی بيان کړي دي وروره الله دي پر درک او مفکوره نور هم برکت کړه

  13. Dear Qarar,
    I demonstrate my gratitude and farewell for this magnificent article of yours. I found out that you have sorted out brilliantly realities of Pakistan in a mind blowing frame. Would you permit me translate it to English, and submit it to you back??? So that you could publish is further!

  14. سلام قرار صاحب دیره زبردسته لیکنه دی فری کری بیشکه منم دی اوس دی منم قرار جانه ۴۰ نفر ناست دی راسره تول دی سم خوشاله کرل

  15. دیره پر جای لیکنه دی کریده رشتیا هم شه لیکوال یی او دستا ینی ور یی ولی دیوه ورورپه صفت دا وایم چه هر وقت دپاکستان په باره کی لیکنی کوی دکوزی پشتونخواه پشتانه او بلوچ ورونه پاکستانیان ونه بولی دا ددی لپاره چه دوی خو داوطلب ودی مصنوعی ملک ته نه دی ور کد شوی بلکه جبری جلا کره شوی دی چه دوی هم دانه منل او اوس یی هم هغه هوشیار خلگ یی نه منی .زما مقصد ورنه نازیه اقبال ده چه یوه پشتنه هنرمنده چه دپشتو زبی ته یی خدمت کری دی .

  16. درنو لوستونکو ، تبصیره کونکو او دمقالو لیکونکو خاصتا قرار صاحب ته !
    لمړی خپلی نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم .مګر دپاکستان ملاوټ او ګډوډ کلتور په هکله دقرار صاحب رښتنی معلومات اوعینی تحقیق اوتحلیل کاملا پرځای اوکټمټ همهغه څه دی چی روزمره په پاکستان کی تیریږی هیڅ ډول شک او تردید پکی نشته خو داسوال به وی دوستانو ته حتما او باید وی چی په پاکستان کی خودا هرڅه داسلام تر نامه لاندی کیږی او اسلام الحمدلله دداسی ملاوټ اوکلتورڅخه پاک دی خو حقیقت داسی دی چی اصلا پاکستان خپل کوم مستقل تاریخ نلری فقط ددوهم نړیوال جنګ وروسته چی هندوستان داانګریز څخه خپله ازادی غواړی نوانګریز دا ازادی داسی ورکوی چی دهندوستان دخا وری څخه به یوه برخه دمسلمانانو دهیواد پنامه دهندوستان څخه جلاکوی اودپاکستان پنامه به یو دولت جوړیږی اوهم یی دډیورندپنامه دمنحوسی کرښی لاندی یوه برخه دافغانستان خاوره چی اګریزی استعمار دخپل امنیت پنامه دافغانستان دخاوری څخه موقتادازادی سیمی پنامه ترخپل اداری لاندی نیولی وه دپاکستان دخوا څخه جبرا جلاکوی اوپاکستان تری جوړه وی . نوځکه پاکستان نه مستقل هیواد دی اونه هم مستقل دولت دی خو فقط نوم اوشکل یی ددولت ورجوړکړیدی اونوم یی دپاکستان پر ایښی دی نورپه حیقت کی دانګریز اوغرب داستعماری پروګرامونو، موخو اوپلانونو دتطبیق دپاره یوه دچټلستان عملی پرژه دهنوستان دمسلمانانو دضعیف کولو اوددسیمی دمسلمانانو دتهدید او ویره ولو دپاره ده اوبس . زموږ ددی ادعا داثبات دپاره ګورو چی په پاکستان کی ددولت په دننه کی نظامیان دملکی دولت څخه جلا دهرڅه صلاحیت خپل ځانته ورکوی نو پداسی یوحالت کی به هرومرودهرڅه ګډوله اوګډوډی وی ځکه دیو ی خوا استعمار چی کله کوم ځای نیسی نو لمړی خپلی پیسی اوبیا خپل ژبه او پیا خپل فرهنګ اوکلتور پکی رواجه وی تر څو په اسانی پداسی ټولنه کی خپلو مخوته ځان ورسوی اودبلی خوا په پاکستاکی جوړښت همداسی چی سر دیوه پښی دبل اولاسونه دبل غړی اوجبرا سره تړل شوی خو هروخت چی دتاریخ به حکم استعمارګر نړیوال قدرت تغیر و کوی دنورو اجباری تړل شو په ډول به هریو خپل اصل سره حتما یو ځای کیږی او بیابه پاکستان نه بلکی افغانستان او هندوستان به وی . انشالله

  17. بلکل حقیقت باید پر اردو او انگلیسی ژوبو ترجمه شي. مننه د قرار صاحب.

  18. دا لیکنه باید په انګلیسي ژبه وژباړل شي تر څو نړیوالو ځوان محصلینو سره د پاکستان پیژني ستوونځه له منځه ولاړه شي
    دا چې موږ تاسو ته بغیر له ثبوت د منلو وړ ده ځکه موږ تاسو پاکستان کې دا شیان په روڼو سترګو لیدلي،
    خو نړیوالو ته باید هغه ټول ریفرینسونه ذکړ کړل شي چې پورتنی هره پيښه اثبات کړلی شي
    دا به د بشریت لپاره لوی خدمت وي
    قلم د مه دریږه په ګوتو د برګت شه د زړونو قراره

  19. An absolute latest jewel quality of an article shortening a very huge concept in a few paragraphs.

    Indeed Pakistan state – not the people – is an assumption based Ideological state, destabilizing the entire neighborhood all the way to holding hostage the entire Afghanistan and rejecting outright the existence of India as a malty faith nation.

ځواب ورکول zghard ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *