تاند- د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار، چې دونالډ ټرمپ او د نوموړي ټیم د لیدو وخت ورنه کړ، امریکا ته د عذر تر څنګ خبرداری ورکوي.
طارق فاطمي په امریکا کې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرې کړې څو له دونالډ ټرمپ او یا یې له ټیم سره وویني او د پاکستان په اړه ډاډ ترلاسه کړي خو نه ټرمپ او نه د ده ټیم له فطمي سره لیدو ته حاضرېږي.
فاطمي چې د ټرمپ او د هغه د ټیم له دې چلنده نهیلی شوی، وايي، پاکستان د امریکا لپاره په منځني ختیځ کې ډېرې قربانۍ ورکړي نو امریکا دې د خپلو دې ډول پرېکړو د نتیجو په اړه فکر وکړي.
ډیلي پاکستان ورځپاڼه وايي، طارق فاطمي د دسمبر په پنځمه واشنګټن ته لاړ چې له ټرمپ یا لږترلږه د ټرمپ د ټیم له غړیو سره وویني خو لا هم هیڅوک حاضر شوي نه دي چې له فاطمي سره وویني.
فاطمي وویل « لا هم لېوال یم چې د ټرمپ له ټیم سره ووینم ځکه چې سیمه دې ارتباط ته اړتیا لري. موږ ډاډه یوو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له ټرمپ سره ګډ نظرونه لرو.»
پاکستان احساس کوي چې ټرمپ او ټیم یې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د پاکستان پر صداقت شک لري.
فاطمي امریکايي رسنیو ته په مرکه کې وویل، لېواله دی چې د دونالد ټرمپ ټیم ته بلنه ورکړي چې د پاکستان هغو سیمو ته لاړ شي چې له ترهګرو پاکې شوي دي او له نژدې په پاکستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه وویني.
فاطمي همداراز وویل«باور لرم چې په پاکستان کې داسي ځای نشته چې هلته تروریستان امنیت احساس کړي.»
د صدراعظم نوازشریف ځانګړي سلاکار په عین حال کې وویل« امریکا باید په دې پوی شي چې پاکستان په منځني ختیځ کې د امریکا د بریالیتوب لپاره درنه بیه ادا کړې نو غواړو چې له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړو، حتي له روسیې سره.»
ده دا هم وویل چې امریکا پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو له ورکولو ډډه کړې، ښه دا ده چې امریکا تر خپلې هرې پرېکړې وړاندې د هغې د عواقبو په اړه فکر وکړي.
فاطمي وویل چې پاکستان له امریکايي وسلو څخه یوازې د تروریزم پر ضد په جګړه کې کار اخلي نو هیله لري چې واشنګټن به ورسره مرسته وکړي.
ټرمپ او ټيم یې کیدی شي د پاکستانيانو څخه ویره لرله چې ځانوژونکی پرې ونکړي، نو ځکه یې ورسره ونه کتل. د یو تروریست، فریبکار او انسان وژونکي ملک د استازي سره هیڅوک هم کتل نه غواړي.
فاطمي وایي چې پاکستان په منځني ختیځ کې د امریکا لپاره قرباني ورکړې خو زه وایم چې منځنی ختیځ او ټوله نړۍ تاسو د خپلو ګټو لپاره قرباني کړې. نور هیوادونه پریږده همدا اوس هم په سلهاو افغانان روزمره د خپلو شومو او نا پاکو ګټو لپاره قرباني کوئ.
امریکا اونړیوال باید پاکستان منزوي کړي او ددې ترورست ملک نه نړۍ په امن کړي.