دابه رښتیا وي که افسانه چې وايي یو چا له هټلره وپوښتل چې دومره ځواکمنو هېوادونو ته څنګه ماته ورکوې؟، ده د پوښتونکي ګوته په خپله خوله ومنډله او خپله ګوته یې د هغه په خوله، او ورته وې ویل زور ورکړه، ده هم زور واهه، هغه هم، په پای کې پوښتونکي چیغې کړې، او دده ګوته یې پرېښوده، ده ورته وویل، زه هېوادونه ته داسې ماتې ورکوم. پاکستان اوس له افغانستان سره په همدغسې یوه حالت کې دی، خو توپیر یې دادی چې پاکستان داسې ښيي چې ګنې یوازې د افغانستان ګوته د هغه په خوله ده، او چې څومره یې چیچي چیغې به وهي، خو حقیقت بېخي بل شان دی، د پاکستان ګوتې پخپله د تروریزم تر وسپنیزو غاښونو لاندې وتلې دي، او د قطر د سولې پروسه یې وروستۍ کریکې دي چې خېژي، خو دی اوس هم دا نه مني چې ګوندې چیغې وهي، بلکې وايي له افغانستان سره د سولې او ارامۍ په را وستو کې مرسته کوي.

ځینې خلک فکر کوي چې پاکستان طالبان د امریکې د فشارونو او امتیازونو د ژمنو په بدل کې دې ته اړ کړل چې سولې ته غاړه کېږدي، خو رښتیا دادي چې پاکستان نور بې له دې چې له دې لارې بایللی جنګ وګټي بله لاره ورپاتې نه ده، ځکه چې هغوی غوښتل تروریزم صادر کړي، خو اوس داسې برېښي چې نه یوازې د صادرولو په موخه د جوړشوي ــــ د دغه پنجابي اسلام ماډل چې دپولې یوې غاړې ته یو ډول ، او بلې غاړې ته باید بل ډول وي ـــ په کور دننه هم وپلورل شو، او هم یې له بهره د واردولو لپاره ښه بازار وموند. دپاکستان پوځ چې ډېری رسنۍ یې شمېر ته په کتلو د ځواکمن کلیمه ورسره کاروي، په کور دننه Ø ¯ لوړې کچې له سیاسي او نظامي فشارونو سره مخ دی، او نور په موجوده ډول نشي کولی چې د پخوا په څېر تروریزم وپالي او بیایې افغانستان، هندوستان او نورې نړۍ ته صادر کړي.

نو له دې امله یې د قطر په نوښت لاس پورې کړ. د پاکستان پوځ د قطر له خبرو غواړي په کور دننه له سیاسي فشاره ځان خلاص کړي او خپلو خلکو ته ــــ چې د خپل پوځ په وړاندې په کې بد بیني له ورایه ښکاري ــــ باور ورکړي چې په هېواد کې یې تروریستي بریدونه په افغانستان کې ددوی د لاس وهنې له امله نه دي، ځکه چې دوی هلته د لاسوهنې پرځای صادقانه هڅه کوي چې په دغه اسلامي هېواد کې سوله راشي، ددې ترڅنګه به پاکستانیو طالبانو ته وښيي چې افغانو طالبانو هم سوله وکړه او باید تاسو یې هم وکړئ، ځان به له هغه ګوښه توبه راوباسي چې په دې وروستیو څو کلونو کې ورسره مخ دی، له امریکې او ناټو څخه به په سوداګرۍ او اقتصادي رغاونه کې امتیازونه ترلاسه کړي، امریکه به یې په نړیوال وجهي صندوق کې د پور د منظورولو لپاره ملاتړ وکړي چې پرته له دغه ملاتړه د پور منظورېدل ناشونې دي. او د پاکستان اقتصاد د دغه پنځه ملیارد ډالریز پور له ترلاسه کولو پرته نشي کولی د خپلو قرضونو سود په وخت ورکړي ځکه چې د سټیټ بینک د زرمبادلې ذخایر یې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو وروستۍ کچې یانې څه باندې شپږو ملیاردو ته رالوېدلي دي،(تقریباً همدغومره پانګه اوس افغانستان هم لري).

پاکستان غواړي د قطر له دفتره یو بل څه هم ترلاسه کړي او هغه داچې د طالبانو په وړاندې په ډېری سیمو کې کرکه او نفرت زېږېدلی دی، په وړانډې یې پاڅونونه او مقاومتونه راپورته شوي دي، او افغان ولس ددوی د بې رحمو بریدونو په وړاندې د یو سرتاسري پاڅون په ژۍ ولاړ دی، نو غواړي چې دوی عوض کړي، او په دې ډول یې عوض کړي چې هم پرې افغان دولت کمزوری کړي، ځکه چې د طالبانو په ګډون سره به له افغان دولته د خلکو واټن چې له پخوا نه د پراخ اداري فساد، ژبنیو ، سمتي او حزبي چلندونو له امله پیداشوی لاپسې زیات کړي، او له بل پلوه به د څو اونیو لپاره د جنګ میدان سوړ او بیا به ورته بل لوبغاړی د طالبانو کومه بهر پاتې ډله او یاد حکمتیار اسلامي حزب، چې په تېرو کلونو کې ورته د یوڅه ناڅه بامنطقه محالف په سترګه کتل کېږي، لاپسې تجهیز او رامخې ته کړي، د بې رحمو حملو او پېچلو بریدونو لپاره به یې چې دغه ډله یې وړتیا نه لري،ترشا حقاني شبکه ولاړه وي، پاکستان به امتیازونه ترلاسه کړي وي، له ګوښه توبه به یې ځان تر یوې کچې ویستلی وي، له ولسي فشاره به یې د خلاصون بهانه پیداکړې وي، ساه به یې اخیستې وي، او تریوې بلې لسیزې پورې به د افغان ولس ټول وژنې ته تیار وي. وړاندیزونه: په داسې حال کې افغان دولت ډېر پرځای اقدام وکړ چې دقطر د دفتر په نوم او بیرغ یې تېز او توند غبرګون وښود، او امریکه یې اړویسته چې لوحه یې لرې او بیرغ یې بدل کړي.

خواوس هم کار تر پایه نه دی رسېدلی او د پاکستان له خوا طالبانو ته د ځینو سیمو د واک سپارلو خبره هغه یوه بله بې شرمه هڅه ده چې پاکستان غواړي د افغان دولت سېک او حوصله پرې و ازمايي، نو پکار ده چې د افغانستان چارواکي لکه د دې تېرو څو ورځو په څېر په خپله خبره ولاړ پاتې شي او د سولې لپاره ځینې شرایط او وړاندیزونه ولري، لکه څنګه چې یې ویلي دي چې د سولې پروسه باید د هېواد ملي وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګټه ورسوي نه تاوان، د سولې خبرې باید څومره زر چې ممکن وي افغانستان ته ولېږدېږي، او سوله باید د پوره امن د راتلو په مانا وي، داسې نه چې د یوې ډلې ځينې غړي به سوله کوي او ځينې به یې دباندې وي او د ولس قتل عام ته به یې مټې رابډ وهلې وي، د سولې پروسه باید دومره پراخه او هر اړخیزه وي چې ،ټولې مخالفې ډلې په ځان کې ځای کړي. او کلک او باوري ضمانتونه باید موجود وي لکه له امریکې سره په امنیتي تړون کې سوله د یو شرط په ډول ځایول، د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ او بوختیا، همدارنګه په هر پړاو کې لوی ګاونډي هېوادونه لکه هند، چین، او روسیه خبر ساتل او راښکیلول، که دغه چارې ترسره شي ممکن په افغانستان کې سوله راشي، ددې ټولو ترڅنګه د افغان ملي اردو په درنو وسلو سمبالول یو بل لوی ضمانت دی چې کېدای شي په پاکستان فشار زیات کړي او سولې ته لاره هواره کړي،خو که دغه چارې ترسره نشي خدای مه کړه چې پاکستان به، چې په اوسني حالت کې نور د جنګ د اوږدولو وس نه لري، یو ځل بیا د قطر له پروسې نه د یو نوي جنګ د پیل په موخه د ساه سمولواو پلانولو دیو تفریح په ډول کار واخلي او د افغانانو ټولوژنې ته به د یوې بلې لسیزې لپاره دوام ورکړي.

3 thoughts on “د پاکستان ګوته هم تر غاښونو لاندې شوې/ رحیم الله بشارت”
  1. نو انشاْ الله ډیر ژر د منافقینو دا هیواد هم په داسی غم اخته شی لکه مونږ یی چی اخته کړی یو او داسی به تباه شی چی بیا یی یاد وی نو ر چاته داسی په بده سترګه ونه ګوری اخر مونږ کی به هم ځینی کسان د خدای پاک نیک بنده ګان وی او دا په ورځ کی د ۱۰۰ کورنیو څخه زیاد خلک د ویر په ټغر کنیوی نو ددوی خو به د یو دوعا خدای پاک قبوله کړی آمین په مننی سره

  2. Recently reports show that Pakistan is becoming threat for the entire world especially for the region.
    Because according to the reports approximately 1000 Pakistani Taliban killed in Syria by The president basharal Asad army. Beside this some days ago dozens of Pakistani Taliban killed by chines forces in Singyank province.
    According to the reports some Pakistani Taliban groups already entered in Egypt and Turkey to dismiss the elected governments and make anarchism in the countries.

    So this is the time that world seriously think about Pakistan otherwise they lose the time.

ځواب ورکول Hazbullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *