تاند- د پخواني دولتمشر محمد داود خان پر خدمتونو د سمینار او د ارواښاد د مزار د جوړولو پرېکړه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشریاتي ريیس وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ په ارګ کې د لوی کندهار د قومي مخورو او علمي متنفذانو په غونډه موافقه وکړه چي د افغانستان د لومړني دولتمشر شهید محمد داود خان د خدمتونو د څېړنې په موخه دې یو علمي سیمینار او همداراز د ارواښاد مزار جوړ شي.

په دې کتنه کي چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او په پارلماني چارو کي د دولت وزیر پوهنمل نبي فراهي هم حاضر ول، ولسمشر ژمنه وکړه چي د مزار د ودانۍ د جوړولو لپاره به شل زره امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالر له خپله جېبه او څلورلکه افغانۍ به د حکومت له بودجې څخه ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر لخوا د ارواښاد داوود خان د خدمتونو د څېړلو په موخه د علمي سیمینار وړاندیز، ولسمشر ومانه او د دغو موضوعاتو د پرمخ وړلو لپاره یې د کمېسیونونو د ټاکلو حکم وکړ.

له پرېکړو سره سم به، د ارواښاد داوود خان د مزار او علمي سیمینار چارې د اړوندو مسوولینو لخوا پر مخ وړل کېږي.

محمد داوود خان د محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره کې ۱۰ کاله د افغانستان د صدراعظم په توګه کار کړی، د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه یې پر ظاهر شاه کودتا وکړه او ځان یې د افغانستان جمهوریت موسس اعلان کړ.

د ده د جمهوریت دورې ۵ کاله دوام وکړ.

محمد داوود خان تر پایه انتخابات ونه کړل خو د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي په اوومه د یو شمېر چپي صاحب منصبانو له لوري په خونړۍ کودتا کې شهید کړای شو.

د داوود خان مرګ په افغانستان کې کورنۍ جګړې او ورسره سم د شوروي او ګاونډیو هیوادونو لاسوهنو ته لار پرانسته کړه.

محمد داوود خان که څه هم د ولسواکۍ مخه ډب کړه او په ځانګړي ډول د ده د جمهوریت په دوره کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د افغانستان په پالیسۍ کې انډول یو څه زیانمن شو خو د ده د صدارت او دولتمشرۍ په موده کې د سالنګ د لویې لارې په شمول په هیواد کې ګڼې لویې تولګټې پروژې اجرا او عملي شوې.

د محمد داوود خان مړی د ۱۳۸۷ لمریز کال(۲۰۰۹ م) په دوبي کې د پلچرخي په پولیګون سیمه کې وموندل شو او د همدغه کال (۱۳۸۷) د کب په ۲۷ مه په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو.

3 thoughts on “د پخواني دولتمشر محمد داوود خان مزار جوړېږي”
  1. شهيد دَاوُدَ خان يو ملي، پاك، وطنپرسته او فعال ولسمشر وو. ده د هيواد په خاطر د خپلى كورنى قربانه كره. رب دى شهيد دَاوُدَ خان او دده كورنى ته جنتونه نصيب كري. د هيواد تاريخ به د ده وطنپرسي هيسكله هير نكري او نوم به يي په زرينو كرشو ليكل شوى پاتى شي. أنا لله و أنا اليه راجعون

  2. ولسمشرته کورودانئ وايو چې د قهرمان شهید ولسمشر محمد داود مزار جوړولو لپاره له خپله جيبه پیسې ورکوي اوپه ژوند اومبارزه ېې علمي سيمينارجوړوي ، څومره به ښه وای که د داودخان قاتل چې په يورپ کې سرې سترګې ګرځي د بين المللي پوليسو په مرسته د قانون منګولوته سپارلئ وای

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *