څو شپې مخکې پخواني ولسمشر حامدکرزی له طلوع سره په مرکه کې داسې حقایق بیان کړل چې کېدای شي د افغانستان ډېر خلک به نه وو پرې خبر او ښایي ځینې ښاغلي به د دې خبرو په حقانیت شک وکړي چې نه، (میرې) تر (میندو) مهربانه وي!
رښتیا خبره دا ده چې امریکا او د هغه ځینې ملګري هېوادونه، ځکه افغانستان ته راغلي چې دلته خپلې لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ګټې خوندي کړي.
د نړۍ لوی ځواکونه خپلو اوږدمهاله ستراتیژیکي، جغرافیایي، سیاسي، پوځي او مادي ګټو ته ګوري، د هغوی د تحقق له پاره د لسګونو کلونو تدابیر په پام کې نیسي او حساب شوي ګامونه اخلي.
امریکا او ملګري هېوادونه یې په افغانستان او د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې، د خپل حضور د توجیه له پاره، تکړه مبلغین او پوره سیاسي، پوځي، لوژستیکي او مالي وسایل او امکانات لري.
پخواني ولسمشر داسې وخت په افغانستان کې واک ته ورسول شو چې په هېواد کې سیستم، نظام، بنسټونه ا�� اداره ډېر ځپل شوي او د افغانستان ډېری مادي او معنوي شتمنۍ لوټ شوي وې.
د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند، شوروي اتحاد، اخوانیان، مجاهدین، د پنجاب پراختیا غوښتونکي او طالبان د دې بې حسابه ورانیو اصلي مسببین بلل کېږي.
شک نشته چې پخواني ولسمشر د افغانستان د بیا ودانولو او پرمختګ له پاره ډېر امکانات او ستر نړيوال ملاتړ درلود؛ خو د ظرفیت د کموالي، بېسارې مصلحت پالنې او د ملګرو د دوه مخیتوب له امله، د هېواد غوڅ اکثریت خلک د ژغورنې ساحل ته ونه رسېدل او د ملیونونو هېوادپالو ارمانونه په اوبو لاهو شول!
البته د دې خبرې مانا دا نه ده چې د حامدکرزی په وخت کې لږ کار شوی یا هېڅ کار نه دی شوی. په دې څوارلسو کلونو کې افغانستان د ځمکني او هوایي ترانسپورټ، لویو لارو، مخابراتو، وسله وال پوځ، بانکونو، پوهنې، روغتیا، پانګنې، خصوصي سکتور، رسنیو، د بیان د آزادۍ، شخصي مصئونیت او ډېرو نورو برخو کې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي.
د افغانستان ډېر خلک له ښاغلي حامدکرزي څخه په دې ګیلې لري چې په مصلحت پالنه یې، له ډېرو هغه سترو امکاناتو څخه سمه ګټه پورته نه کړه چې ورته برابر شوي وو!
په دې نوې مرکه کې ښاغلي کرزي په ډاګه وویل چې سترو پانګوالو هېوادونو په افغانستان کې د لویو او بنسټیزه پروژو د جوړولو اراده نه درلوده، د اوبو بندونه یې نه جوړول د برېښنا تولید یې په پلان کې نه و، له پاکستان سره یې د افغانستان لانجه غوڅه نه کړه، کابل بانک یې په لوی لاس له سقوط سره مخامخ کړ او داسې نور ترخه حقایق چې باید په پام کې ونیول شي!
حامد کرزي د خپلو خبرو په پای کې دوو ټکو ته اشاره وکړه.
لومړی دا چې د موجود نظام ملاتړ کوي او په دویم ګام کې یې خلکو غږ وکړ چې تر څو پورې دوی د وطن د ژغورلو او ودانولو مسوولیت په غاړه وانخلي، د امریکا او نورو هېوادنو په تمه کیناستل، د وخت ضایع کول دي!
که سړی د نورو هېوادونو پخوانیو او اوسنیو حالاتو ته ځیر شي، پاسنۍ دواړه خبرې په تول پوره خېژي. اوسنی نظام به ساتو؛ ځکه بل بدیل نشته؛ خو په نظام کې په نیمګړتیاوو به سترګې نه پټوو او په هره ممکنه وسیله به دولت ته پیغام ورکوو چې هېواد د پاڼ او پړانګ تر منځ ایسار دی او خدای مه کړه ډېر غفلت به دا بېړۍ ډوبه کړي!
ها خوا دا خبره چې د افغانستان خلک باید خپله ملا وتړي او د وطن د ژغورنې، بیا ودانولو او پرمختګ کاروان دې په سمه لار روان کړي او له نورو د وطن جوړولو طمعه نه کوي؛ ځکه هېڅ میره له موره مهربانه ده، وایي: ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي او همدا شان پردی کټ تر نیمو شپو وي!
د افغانستان خلک باید په دې حساسو شېبو کې، یو ځلې بیا خپلو تاریخي مسوولیتونو ته ځیر شي. امریکا، طالب، داعش، مجاهد، مقاومت، دا ټول خپلې ګټې غواړي او ثابته کړې یې ده چې د خپلو شخصي، تنظیمی او سمتي ګټو له پاره، په وطن څو ځلې اور بلولای او د وینو سیندونه بهولای شي؛ خو د خلکو زور د خدای زور دی، که دا قوت په حرکت شي، افغانستان به خپله لار ومومي او ډېرو هغه ستونزو ته به د پای ټکی کېښودل شي چې اوس یې دا د زمریانو کور د اور، وینو او باروتو په ډګر بدل کړي!
پخواني ولسمشر حامد کرزي چې اوس لویه تجربه لري، اساسي ټکو ته اشاره کړې. د حقایقو په بیان کې د ده جرئت د ستاینې وړ دی. هیله ده چې دی په راتلونکې کې نورې داسې خبرې هم له خلکو سره شریکې کړي چې ده اوریدلي؛ خو د افغانستان خلک یې له اورېدلو بې برخې پاته دي!
آرینزی صاحب!
ګرانو هېوادوالو!
سلامونه او نیکې هیلې درته ډالۍ کوم.
له دې سترګې پټول ښایې له انسانیت څخه هم انکارکول وبلل شي چې حامد کرزي په خپل دور کې خورا لویې داسې تېروتنې کړې دي چې نه یوازې اشرف غني، بلکې له ده وروسته نور د ګران افغانستان جمهور رییسان به هم په لنډو کې پدې بریالي نشي چې د کرزي صاحب د ناپوهۍ، لاسپوڅيتوب، توراو بې ځایه مصلحت غوښتنې، له امریکا سره اول د دوستۍ او وروسته د ډرماتیکې دښمنۍ او اوس د بې وخته سپینو خبرو بدې اغېزې دې له ټول افغانستان او ګران افغان ولس څخه بل لوري ته کړي. مګر ټول افغانان باید دا په یاد ولري چې له یو کېدو او په خپل لاس د وطن جوړولو پرته بله کومه هیله ورته نه ده پاتې او نه به په راتلونکي کې په لاس ورشي. اوس دا باید هېر کړو چه چا څه وکړل، ددې پرځای پدې فکر وکړو چې څرنګه اوس خپل ګران وطن آبادولای شو او د نور له غلامۍ خپل ټاټوبی ژغورلای شو.
It is true what he says. There’s no doubt in his words but we still know that there is a far more distance between his words and actions. No one accept that he was a successful president, instead, people in large numbers assert that he was more compromiser and protector of his own position than even being an ordinary leader. Now he should announce what is wrong with this government and what he really can do to support Afghans through this government. I know he will never do this as speaks more than he acts.