وګړي د ګټورو کارونو ترسره کولو وړتیا لري. اړینه ده، چې تل د کار کولو فکر ولرو. که وتوانیدو، چې په ټولنه کې حاصلیز ثابت شو؛ نو له دې حالته خوند ایستی شو. کار څه شی دی او ولې کار کوو؟ هغه کړنه چې زیار او کوښښ ته اړتیا ولري؛ د کار څخه عبارت دی. کار کول ډير شمیر ګټې لري، چې دغه ګټې د انسانانو بېلا بېلو ارزښتونو سره غښتلي اړیکې لري. د ارزښتونو پېژندل او لاسته راوړل یې د کار په کولو سره ترسره کیږي. کار کول مو په ټولنه کې ښاغلي او خوښ ساتي. کار کول مو يووالي او بریالیتوب ته رسوي. کار کول مو اقتصاد لوړوي؛ ځکه خو کار کوو.
د پرمختګ لپاره د سخت کار کولو ژمنیتا اړینه ده، ځکه چې پرته له سخت کاره پرمختګ نه کیږي. کار سره مینه د پرمختګ ضمانت کوي. هیڅ یو انسان او ملت د سخت کار کولو پرته لوړو څوکو او حالتو ته ندی رسیدلی. که غواړو چې پرمختللی او بریالی ژوند وکړو نو اړینه ده، چې د سخت کار کولو زغم ومنو. د سخت کار کولو کولتور د بریالیتوب نښې دي. په اړه یې د پوهانو ځينې داسې څرګندونې شته: “ که پياوړی ژوند غواړئ، سخت کار کول یې لار نه؛ بلکې لویه اړتیا ده”. “ ژوند هغو ته انعام ورکوي، څوک چې سخت کار کوي”. “خوب لیدل کار نه کوي؛ ترڅو چې یې عملي پيل نه کړئ”. “د سخت کار کولو هیڅ بدیل نشته؛ پرته له سخت کاره”. که ستعدادونه سخت کار نه کوي؛ نو بیا سخت کار کول استعدادونو ته ماتي ورکوي”. “ ځان دې ژوند کولو ته چمتوکړه؛ نه یوه فصل ته”.
نن د نړۍ روغتیایي پرمختګونه تر دې کچې رسیدلي، چې د انسانانو د یو د بل غړي سره کوشیروي. د ټکنالوژۍ پرمټ داسې ماشیني ډوله سړي (Robots) جوړیږي، چې پرته له انسانه سپوږمکۍ ته د ځانګړي دوه کلن ماموریت (Mission) لپاره لیږل کیږي. ماموریت د پلان مطابق بشپړوي او راپور یې له ځانه سره راټولوي. یادونه کوو، چې د یاد ماشین دنده د ارزښتونو په تړاو څېړنې کول وي. نو دې ته ورته ټول پرمختګونه د سخت زیار ایستلو په پایله کې راتللی شي.
هيڅ انسان او ټولنه د ناوړه حالتو څخه تر پياوړي حالتو پورې نشي ناکامیدای؛ هرو مرو به د سخت کارکولو په پایله کې د بریالیتوب پړاو ته رسیږي. مه ناهیلې کیږئ؛ همدا شیبه مو خپل سخت کار او زیار پيل کړئ، ترڅو لوړې هیلې دې خپلې شي.که فکر وشي، په هره ټولنه کې بریالي او پرمختللي وګړي، سخت کار کولو ته رضایت څرګندوي. دا په یاد لرل اړین دي، چې د لوړو خیالاتو او خوبونو ریښتیا کول د سخت کار کولو له پيل سره تړلي دي. تر هر څه د وړاندې پر دې باور په کار دی، چې د سخت کار کولو نیت مو د بریالیتوب پړاو ته په داسې حل کې رسولی شي؛ که څه هم چې هیڅ ډول امکانات په لاس ونه لرو.
که يوه ټولنه یا ملت د سولې نشتوالی، د بیان ازادۍ نشتوالی، د بریښنا او سړکونو نشتوالی، بشري حقونو ته بې احترامي اوتر پښو لاندې کولو، دفقر شتون، د بهرنیو هیوادونو له لاس وهنې، د نشيي توکو زیات استعمال، خراب انتخابات، بې عدالتي، بې کیفیته زده کړې، قومي تعصبات، اداري فساد، د جرمونو شتون، د امنیت نه شتون، بېسوادي، د کرهڼې نه شتون، د سرپانه نشتون، د څښاک اوبو نه شتون، بېکاري، لوړې بیې، د ژوند ټيټ معیارونه، د روغیتايي خدمتونو نه شتون او د کافي بیا رغونې له نشتوالي سره مخامخ وي؛ بیا هم د یادو ستونزو د حل لاره یوازې او یوازې سخت کار کول او لوی زیار ایستل دي.
پای
۱۳۹۴ غبرګولي ۱۲
هو کله چې د ثاقب صیب لیکنې لولم نو ؛د لیکنې خوند اخلم نه مې ستړی کوي ځکه چې هغه څه چې موږ په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ یو او غواړو چې منفي کړنې نقطې له منځه یوسو او مثبتو ته په خپل ژوند کې ځای ورکړو .
ننۍ موضوع چې دکار ترعنوان لاندې ه دیره جالبه وه کله مې چې تر پایه ولوسته نو؛نهدیوازې ما بلکې دیرو ځوانانو دغه پندترې واخیست چې باید ځوان د بل د اوږو بارنشي او تل په خپله کوشش وکړي چې خپل ژوند اوهم د ټولنې د نورو وګړو ژوند پرمخ یوسي.
متل دی، چې سړی چې وزګارشي یاغل شي یا بیمارشي
نو داچې سالم مصروغیت نه یوازې داچې موږ ته اقتصاد راښه کوي بلکې موږ د رواني ناروغیو،بدني ناروغیو اوداسې نورو څخه ساتي. کار دی چې په ټولنه کې د انسان عزت د پیداکولو وسیله ده.
په اخرکې ثاقب صیب ته دنورو بریاوو په هیله او په ګوتو یې برکت شه