د پروان د ولایتي شورا مرستیال امین الله شکوري

تاند- د پروان د ولایتي شورا غړیو د طالبانو په اړه د څرګندونو په خاطر د پخواني ولسمشر حامد کرزي د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.

د پروان د ولایتي شورا مرستیال رييس امین الله شکوري د حامد کرزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې له بي بي سي سره یې د طالبانو  په اړه کړې وې، وویل، له طالبانو سره د پخواني ولسمشر جوړجاړی د افغان امنیتي ځواکونو او  هغو ملکیانو  په حق کې جفا ده چې د طالبانو له لوري وژل شوي او یا وژل کېږي.

حامد کرزي ویلي و  چې طالبان هم افغانان دي نو پروا نه لري چې سیمې نیسي.

خو کرزي وروسته وویل چې د ده منظور دا نه و .

د پروان د ولایتي شورا مرستیال پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د «ناامنۍ» او «بدمرغۍ» سبب وباله، ویې ویل»که ده د طالبانو قوماندانان له بنده نه وای خوشي کړي، اوس به افغانستان په نیابتي جګړه کې نه سوځېده او د هیواد امنیتي حالات به تر دې ښه ول.»

شکوري د افغانستان د اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت مسوولیت د کرزي په غاړه واچاوه، ویې ویل«که پخواني ولسمشر د خپلې واکمنۍ په موده کې انتخابات په سمه شېوه اداره کړي وای، د هیواد سیاسي حالات به اوس تر دې ښه ول خو د ده اقدامات د افغانانو په حق کې جفا ګڼلی شو.»

په پروان ولایت کې د جمعیت او شورای نظار ډله زیات نفوذ لري. دا ډله عموماً د طالبانو په وړاندې ځانګړی حساسیت ښيي.

تېره اوونۍ د رباني د تلین په مراسمو کې هم د شمال ټلوالې یو شمېر پلویانو د کرزي پر ضد شعارونه ورکړل او  د رباني د تلین غونډه یې د کرزي د حضور په خاطر ګډه وډه کړه.

9 thoughts on “د پروان د ولایتي شورا غړیو د کرزي د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه”
  1. د پروان د ولایتي شورا محترم مرستیال صاحب دي اول په خپل ګریوان کي وګوري چي تر دي ځایه پوري دا ښاغلي چا را رسولي دي؟ چا یی ولایتي شورا ور جوړه کړي ده؟ او چا دا ښاغلي د دومره علم د خاوند کیدو زمینه برابره کړي ده؟ او بیا دي وروسته د محترم پخواني ولسمشر د محاکمي غوښتنه وکړي. که خبره د حساب راشي نو اول باید دوي محاکمي ته را کش کړل شي او بیا دي کرزي. په پښتو کي یو متل چي وايي: زما پیشو ماته میو! په دي بیچاره ګانو اوس هغه کانه سوي ده.

  2. ددی معلومیږی چی د ربانی د مرګ د ورځی په لمانخ غونډه کښی هغه بی حرمتی یو پلان شوی کار وو ولی د جنایتکاران ټول د شمالی ټلواله ده او د پروان اکثریت خلک په غلا اختتاف او اوسنی چور او چپاوول چی په کابل کښی کیږی لاس لری چی هر اختتاف وشی سړی په پروان کښی پیدا کیږی امین الله شکوری پر خپله یو بروکر دی او د سړی تښتونی په پیښو کښی لاس لری اوس خو به خو د زموږ مشرانو ته په سپکه سترګه ګوری . د کرزی صاحب ګله داده چی افسو س چی دا غله یی ټول د پښتنو په سر مسلط کړل ټولی پیسی او قدرت یی همدوی ته وکړ بیسواده او غله یی راوستل د قدرت په ګدی یی کښینول اوس هم دوی په موردګاوه خانو نه شرمیږی او بګرام ته به یی ښځی وروستلی تر څو قراردادونه تر لاسه کړی نو باید د پښتنو مشران بیدار شی خدای مه کوه چی نور هم خوار شی

  3. زه افسوس کوم پر داسې کسانو لکه د پروان ولایت د ولایتي شوري مرستیال او د ده په څیر د خلکو څرګندوني، شمالي ټلواله خو حتی د حکمتیار په راتلو هم خوښي نه څرګندوله له همدی وجی نه یی د ارګ په سلامخانی ماڼی کې ونډه وانه خیسته لکه یونس قانونی، ضیا مسعود، او داسې نور
    کرزی صیب همیشه ویلي دی چې سوله وسی که سبا د طالب سره سوله کیږي بیا به داخلک په کوم مخ ورته ګوري.
    یو تعداد نا اهله خلک د یو تعدادو په لمسون راپورته کیږي خبري کوي وروسته خپله هم نه پوهیږی چې څه یی وویل.
    دا بیعقل مرستیال وایی چې کرزی انتخابات اداره نکړل ستونزی یی را پیدا کړي، زه ورته وایم چې ای بی عقله ستا جنګ په افغانستان کې داخلی نه بلکی بهرني جنګ دي همدارنګه دي سوله هم داخلی نه بلکه بهرنی اړخونه لري،

  4. ملي مشر دومره كاركريدي چي سقاويان يي دغرونو سخه راكشته كره دكورنواو دشه ژوند خاوندان يي كري دا دي اوس دهغوي د دلي سخه يي يو داخبري كُوي
    پشتون تعصب نلري او نه يي هم كُوي
    پوشتنه دا ده چي ولي شورانظار اودجعميت دله ولي دومره متعصب دي ؟

  5. اوس شمالټلواله نشته. دا ټلواله پخوا ماته شوېده. کله چې به پخوا د شمالټلوالې خبره کېده هلته درې تنظیمونه د اسلامي جمعیت، د دوستم په مشرۍ اسلامي جنبش او د هزاره ګانو تنظیم دریواړه ګډ یادېده، خو نن دوستم د جمعیت او نظارشورا سره په ټلواله کې نشته او هغه د ولسمشر غني سره ګډ ولاړ دی. هزاره ګان هم په دوه ډلو ویشل شوې چې یوازې د محقق په مشرۍ یوه کوچنۍ ډله د جمعیت او نظارشورا سره ده، هغه هم د ټولټاکنو د پلاتفورم له مخې. د هزاره ګانو لویه ډله د خلیلي او سرور دانش په مشرۍ پخوا له حامد کرزي او اوس د ولسمشر اشرف غني سره ولاړه ده. په دې توګه اوس جمعیت او نظارشورا ځانته دي او هغه پخوانۍ ټلواله دړې وړې شوېده. نو نظارشورا او جمعیت باید د ټلوالې په نوم ونه پړسول شي، بلکې دوی باید په خبرو او مباحثو کې یوازې د یوه تنظیم په بڼه تر بحث لاندې وي، نه د ټلوالې په پخواني او پروني مفهوم!

  6. دا ښاغلی رښتیا وايي چې کرزی د نامنی او بد مرغیو اصلی لامل و. دا ځکه چې د همدې ښاغلې په شان کوڅه ډبو ته یې د غلا لاره هواره کړه، دوی یې په حرامو پیسو مست او له کوڅه ډبو لنډغرو نه یې شخصیت جوړ کړ، دوی ته یې د مارشالۍ، جنرالۍ او قهرمانۍ لقبونه ورکړل. خو له هماغې اولې ورځې نه تر دې دمه همدوی دي چې د خپلې بقا لپاره نا امنۍ ته لمن وهي او نن همدا حرام خواره د کرزي په وړاندې ولاړیږي او هغه ته بد رد وايي. دوی له طالبانو هم په دې ویریږي چې بیا یې کولاب ته ونه تښتوي، او بل دا چې که حکمتیار راشي او طالبان له دولت سره سوله وکي بیا به د دوی د پردې تر شا ټول رازونه څرګند شي.
    په درنښت
    ماري

  7. د ماري خورکۍ لیکنه په حقایقو ولاړه ده . د همدې کرزي له برکته د نظار د شورا محدود اقلیت د افغانستان د خلکو په اوږو سپاره ، باداران او ملیونران شول او تر خپله وسه پوری ئې اوبه خړی کړی او ماهیان ئې ونیول حتا تر دې چې شخصي زندانونه ئې جوړکړي ول او د یوه قوم مشران او د سر سړي ئې د طالب او یا د طالبانو د مرستندویانو په نامه جیل ته غورځول او بیا به ئې بهرنیو واکمنو ته سپارل چې ډیرو ئې خپل ژوند له لاسه ورکړ . بله داچې که یوه منصفه ملي محکمه دایره شي او هرچا چې هرجنایت کړی وي دې محکمې ته حاضر او د جرم د اندازی مطابق عادلانه مجازات کړل شي هیڅ بدي نلري .

ځواب ورکول انجینر عبدالکبیر کاکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *