ډاکتر راج ولي شاه خټک

د خپل زړه په پرهارونو کی دی ګورم که هرڅو زما له سترګو نه په څنګ يي
د پروفیسر راج ولی شاه خټک په مړينه مو زړه شين درد وکړ.
راج ولی شاه خټک د تاريخی افغانستان په خاوره کی د ګوتو په شمار پوهانو څخه و.
خدای پاک پوهيږی څومره وخت به واخلی تر څو دا وطن داسی زوی رالوی کړی او پدی طریقه خپلی ژبی، تاریخ ، کلتور او سياسی بيداری ته ملا وتړی.
پروفیسر راج ولی شاه خټک ته د خه نژدی ملګری په توګه پهمدی شين زړه د الله تعالی څخه جتنونه غواړو. هيله ده ددويي کورنی او هغه ټول علمی ادبی او کلتوری مرکزونه چې نوموړی هلته نه هيريدونکی خدمتونه کړی زمونږ د کورنی ژوری خواشينی ومنی.
د ارواښاد راج ولی شاه خټک د علمی شخصیت د پيژندلی لپاره د اريانا افغانستان د نړیوالی تلويزونی شبکی څخه د راتلونکی يکشنبی په ورځ د جولای په ۲۶ د څیرو او خاطرو پروګرام مه هيره وی.
زرغون شاه شينواری
July 20, 2015

One thought on “د پروفیسر راج ولی شاه خټک روح ته”
  1. په رښتيا سره چې د ډاکټر راج ولې شا ه خټک په مرګ مې زړه درد وکړ. د پښتنو اوسنى وضعې ته په کتو سره ددغسې پوهانو او اديبانو ضرورت ډير محسوسيږي څوک چې کولى سي پښتانه درڼا لارې ته بوزي. خټک صاحب د پښتنو ډير خدمت کړى دى او يو ډير صادق، مدبر او په افغانيت مين انسان ؤ، رب العزت دې د هغه درجې اوچتې کړي، امين

ځواب ورکول عبيد خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *