د استاد پسرلي ابدي سفر ته
پسرلې او دګلونو پاچا ولاړی
دمهینو غزلونو پاچا ولاړی
په کابل به پرخي نه نا څي له ویره
دوږمو دمزلونو پاچا ولاړی
چې د (ستورو) په جوپو کې جنازه ځي
دسپوږمۍ، سپوږمۍ خیالونو پاچا ولاړی
دغزل ناوی پلو په مخ را خپور کړ
دښایست دتفسیرونو پاچا ولاړی
د( نازو ) اوښکي باجګیره د ( پروین ) شوی
دشفق او دلمرونو پاچا ولاړی
۱-ستوری دادب لارویان ۲- نازو داستاد مرحوم یوازنی لور ۱۳۹۲
ډیرښایسته شعروه الله دی ونازوه
پروین جان ، ښه شعردی