لکه یو وخت چې ځینو لویدیځو رسنیو پخپلو تبلیغاتو سره  له ۲۰۱۴ کال څخه یوه توره بلا جوړه کړې وه او خلکو فکر کاوه چې په ۲۰۱۴ کال کې به خدای ناخواسته افغانستان سقوط کوي او افغانان به یو ځل بیاله سختو ستونزو سره مخ کیږي، خلکو ویره لرله چې افغانستان یو ځل بیا د ۱۳۷۱ کال تنظیمي دوران ته ورستون نه شي. خو له نیکه مرغه نه یوازې داسې ونه شول بلکې افغانان په زیاتو ډګرونو کې نویو بریالیتوبونو ته هم ورسیدل. سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو له وتو او د نړیوالو مرستو د کمیدو له وجې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې خو نه په ۲۰۱۴ کال او نه هم په وروسته کلونو کې داسې کومه بده پیښه وشوه چې سړی ډیر ورته خواشینی شي.

له څه مودې راهیسې د افغان دولت وسله وال مخالفین او د هغوی نړیوال استخباراتي ملاتړي او تړلې رسنۍ افغانان د طالبانو له پسرلنیو بریدونو څخه ډاروي. دوی هره ورځ د وسله والو مخالفینو د پسرلینیو بریدونو یادونه کوي. د پسرلنیو بریدونو اوازو او خبرو یو وخت په اصطلاح بازار درلود او خلکو منلی شوای خو اوس د دا ډول خبرو وخت تیر دی. پخوا به هر کال په ژمي کې طالبان په پاکستان کې خپلو ځالو ته کډه کیدل او دلته په افغانستان کې به جګړې دریدلې خو د پسرلي په را رسیدو به یې د پسرلنیو بریدونو په نوم جګړو ته بیا زور ورکاوه. سږکال هم دا اوازې دي خو له یوې خوا جګړه مارو ډلو په ټول ژمي کې خپل زور وازمایه، د هیواد په اکثرو ولایتونو کې یې بریدونو ته زور ورکړ خو هیڅ نتیجه یې ترلاسه نه کړه بل خوا دا ډله نوره یوموټی او همغږې نه ده او ښایي پخوانی خوند یې نه وي پاتې.

سره له دې چې د طالبانو ډله، له خپل پیدایښت راهیسې په ښکاره یو موټی ښکاریده خو له همغه لومړي سره هم یو موټ ینه وه، سره له دې چې بهرنیو استخباراتو دغه ډله داسې تنظیم کړې وه چې د هیڅ ډول اختلاف څرک نه پکې لګیده خو بیا هم وروستیو تجربووښودله چې ددوی په منځ کې ژور اختلافات موجود و.

د ملاعمر مړینې یا وژنې او پرځای یې د ملااختر منصور رامخ ته کیدو نور ددوی ترمنځ اختلاف لا څه چې دوښمني را بربنډه کړه.

په لومړي سر کې د منصور له مشري سره د ملا عمر زوی ملا یعقوب او د هغه ورور ملامنان او وروسته د ملارسول ښکار او ګوته په ماشه مخالفت چې وروسته په وسله والو نښتو بدل شو او د دواړو لورو سلګونه کسان په کې ووژل شول. په دې سره ددې ډلې ترمنځ درزونه ښه جوت شول.

په ښکاره خو د ملامنصور ډله وتوانیده د شینډنډ په شمول په ځینو سیمو کې د جګړې ډګر د ملارسول په مشري له سیالې ډلې وګټي خو داسې نه ښکاري چې دی دې نور د میدان یوازینی بریالی وي. په فزیکي بڼه د ټولو مخالفینو له منځه وړل ستونزمن خو لاڅه چې ناشونی دی، دا یوازې ملا رسول نه دی چې د طالبانو مشر په توګه د ملا اختر منصور مشري ننګوي بلکې ډیرې د طالبانو نورې ډیرې ډلې هم شته چې ملا منصور خپل مشر نه ګڼي. د ملادادالله کورنۍ او پلویان، د ملااختر عثماني کورنۍ او پلویان، د ملا قیوم ذاکر پلویانو چې له پوځي او مالي اړخه ډیر ځواکمن هم دي، د پیښور او مشهد شوراګانې او نور غټ او واړه ګروپو نه چې تر اوسه یا خو ډیر مشور نه دي او یا یې خپل مخالفت لا نه دی ډاګیزه کړی، د ملا اختر منصور سرسخت مخالفین دي.

په پکتیکا کې د عبیدالله هنر په مشري د وتلي طالب قوماندان وسله وال مخالفت او د ملا منصور پلویانو سره یې درنه جګړه چې شاوخوا پنځوس کسان پکې ووژل شول دغه راز، اوس اوس د ملا منصور له مشري سره د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه بل طالب قوماندان مخالفت ښیي چې دا ډله نوره پاشل شوې ده.

وروستیو یادو دوو ډلو د مخالفت ترڅنګ د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم پورته او خپله لار یې د ملامنصور په مشري له طالبانو بیله کړې ده.

د ملامنصور له مشري سره ډیرو مخالفو ډلو هغه د ای اس ای ګوډاګی بللې او د خپل مخالفت اساس یې هم تر ډیره همدغه لامل په ګوته کړی.ځینو نورو بیا ملامنصور پر مالي فساد تورن کړی چې ددوی په وینا د طالبانو تحریک له مالي سرچینې یې ځانته زیرمه کړي.د طالبانو بله ستره ننګونه بیا دداعش ډلې ځواکمنیدل دي چې په ډیرو سیمو کې یې طالبا د جګړې له ډګره ایستلي‎.

دغه راز، د سولې خبرو زور اخیستو هم د زیات شمیر طالب وسله وال جګړې ته دوه زړي کړي، په تیره چې اوس د ګلبدین حکمتیار په مشري د دولت یوې بلې وسله والې ډلې په عملي بڼه له دولت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي چې دا په خپله سولې ته د لیواله طالبانو پر مخ لار پرانیزي او د هغوی جګړه ییزه روحیه کمزورې کوي.

د دې ډلې کمزورتیا بهرني لاملونه هم لري او هغه دا چې ډلې پراصلي ملاتړي یې یانې پاکستان نړیوال په تیره د متحده ایالاتو فشارونه د پخوا په پرتله بیخي زیات شوي او د همدغو فشارونو په پایله کې پاکستاني چارواکي اړ شوي چې اعلان وکړي دوی طالبان خبرو ته اړ کوي.

د امریکې ولسمشر باراک اوباما په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي پاکستان یو ناورین او ناکاره هیواد دی، ده د نیوکې په بڼه ویلي چې ولې باید پاکستان د واشنګتن دوست وي؟

همدا رنګه، ځینو امریکایي سناتورانو او لوړ پوړو پوځي چارواکو هم پرپاکستان کلکې نیوکې کړي دي.

له تردید پرته پاکستان دغه ډول نیوکو ته د ټینګې نه ښکاري او اړ دی چې د طالبانو له پوځي ملاتړه که چورلټ لاس وانه خلي نو اړ دی چې د ملاتړ کچه راټیټه کړي چې دا بیا په خپله د دې ډلې پر جنګي وړتیا منفي اغیز کولی شي.

د طالبانو کمزورتیا بل لامل د داعش پر لور د ځینو مالي سرچینو ورماتیدل دي چې باید ددې ډلې پر جنګي وړتیا بې اغیزې ونه بلل شي.

ورسره په خوا کې افغان چارواکو د تیر کال تجربو ته په کتو چې د سولې خبرو په تمه یې جګړه ییز چمتوالي ته لږ پام کړیو، سږ کال بشپړ چمتووالی نیولی دی. ملي اردو او افغان هوایي ځواک تر پخوا پیاوړی شوی او ټول افغان امنیتي ځواکونه په نویو وسلو سمبال شوي دي. لکه څنګه یې چې د ژمي په موسم کې د جګړه مارو ډلو په وړاندې ښه وړتیا وښودله ، له ژمي وروسته یعني په پسرلي کې هم د جګړې لپاره ښه چمتو والی لري. نو ځکه په ډیر ډاډ سره ویلی شو چې د پسرلنیو بریدونو وخت تیر دی.

One thought on “د پسرلنیو بریدونو وخت تیر دی/ سمیع الله ارین”
  1. آرین صیب داسی دې را خبر را خلاصه کړه چی ګویا خیر او خیریت دی.دا زما او ستا خبری دی زمان به هرڅه تعبیر کړی،خو ستا تحلیل په ریښتیا بدل شی دایی لابله خوشالی

ځواب ورکول amanullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *