تاند- د پغمان د جنایت په قضیه کې په اعدام محکوم شوي کسان او دغه راز حبیب استالف نن د کابل د پلچرخي په محبس کې په دار وځړول شول.

د پغمان د پېښې پنځه مجرمان او حبیب استالف د افغانستان د درې ګونو محکمو له لوري د وسله والې غلا، پر ښځو د جنسي تېري او د ښځو د وهلو د جرم د ثابتېدو په خاطر په اعدام محکوم شوي ول او پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د اعدام سزا تایید کړې وه.

سترې محکمې د عزیز الله، نظر محمد، قیس الله او حبیب الله د اعدام سزا د تېر سپټمبر په ۲۴ تایید کړه. خو په دې قضیه کې دوه تنه نور یې چې ابتدايي او استیناف محکمو په اعدام محکوم کړي ول، په شل کاله حبس محکوم کړل.

هغوی د افغانستان د درې ګونو محکمو له لوري د وسله والې غلا، پر ښځو د جنسي تېري او د ښځو د وهلو د جرم د ثابتېدو په خاطر په اعدام محکوم شوي ول او پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د اعدام سزا تایید کړې وه.

حبیب استالف هم په تښتونو، غلاوو او وسله والو غلاوو په تور د درې ګونو محکمو له لوري په اعدام محکوم شوی و او پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک ترسپارلو دوې ورځې مخکې د نوموړي د اعدام سزا تایید کړې وه.

پرون د ملګروملتو د بشري حقونو د کمیشنر ویندوی رابرټ کولفیلې (Rupert Colville) د دغو کسانو پر دوسیې د نوي افغان حکومت له لوري د بیا غور غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید د هغوی دوسیې بیا وکتل شي چې څرګنده شي ایا هغوی په رښتیا هم جرم کړی او که نه دی.

ویندوی کولفیلې په جینیوا کې خبریالانو ته وویل:«په دې کې د پوښتنې ځای نشته چې لوی جنایت شوی دی او دولتي چارواکو د مشکوکو مجرمانو د نیولو لپاره چټک ګام اخیستی دی خو د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر زید راعد الحسن د سپټمبر په نهه ویشتمه نېټه ولسمشر اشرف غني احمدزي ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د دغو کسانو د اعدام سزا وځنډوي.

0 thoughts on “د پغمان په پېښې محکومان او حبیب استالف اعدام شول”
  1. اسلام علیکم!
    هغه څوک چی د داسی جناېتکارانو د اعدام مخالف دی، د هغو څخه پوښتنه داده: که چیری ستاسی د کورنی سره داسی عمل سوی وای په هغه وخت کی مو هم د اعدام مخالفت کاوه؟

ځواب ورکول سید زرغون شاه آغا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *