تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د کابل پلچرخي زندان مرستیال د مخدرو توکو د قاچاق او خرڅلاو په جرم په ۱۹ کاله، اته میاشتې او ۲۹ ورځو زندان محکوم شو.

د مخدرو توکو پر ضد د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد تاند ته وویل، د پلچرخي زندان مرستیال او دوه نور کسان په دغه زندان کې دننه د مخدرو توکو په خرڅلاو تورن و، چې تېره اوونۍ یې محکمې ته د راکش کولو حکم صادر شوی و.

نوموړی یې نوم نه اخلي خو وايي، له دې منځه یو بل کس په ۱۳ کاله زندان محکوم شوی او دریم ته یې برائت ورکړل شوی دی: (( دغو دوه کسانو پریکړه نه ده منلې او د استیناف غوښتنه یې کړې ده خو تر بلې محکمې به دواړه زندان کې وي.))

پلچرخي د افغانستان تر ټولو لویو زندانونو کې شمیرل کېږي چې د کابل په ختیځ کې پروت او د ۶ زره بندیانو د ساتلو ظرفیت لري. ویل کېږي چې په دې او نورو محبسونو کې مخدر مواد خرڅېږي.

One thought on “د پلچرخي زندان مرستیال د مخدرو توکو د خرڅلاو په جرم په کابو ۲۰ کاله زندان محکوم شو”

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *