ليکوال: نظرمحمد مطمئن

پل خشتی مسجد د حماسو مسجد، د صحابه ؤ د يوځای کيدو مسجد، د صحابه ؤ د قوماندې مرکز، د علماؤ او ديندارو د ټولیدو او يوځای کيدو مسجد، د ظالمو حکمرانانو په خلاف د مظلوم ولس د ټولیدو مرکز، هر وخت يې په اسلام، هیواد او ازادې م��نانو حماسي په خپله لويه غیږه کې ساتلي دي.

تیره اونۍ د ملي يووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې پریکړه وکړه چې د جمعې ورځ به د پل خښتې مسجد کې ددغې جبهې کوم غړی وينا کوي، او د روانو ګډ وډو سياسي حالاتو اړوند به خپلو خلکو سره د جبهې او افغان ولس نظر شریکوي، نن سهار د مشعل پوهنتون په پخوانۍ ودانۍ کې د جبهې د اجرايه شورا او مرکزي شورا غړو بیا پر دي خبره توافق وکړ چې د پل خشتي مسجد کې به هیوادوالو ته دجبهې کوم غړی وینا کوي، ځکه چې دغه مسجد ته هغه کسان هم راځي چې د ولایتونو څخه کابل ته راغلي وي،  د حاجي عبدالرحمن مسجد او د وزیراکبرخان مسجد هم  د جبهې ځینو غړو وړاندیز درلود.

د جبهې مشر انجنیر احمدشاه احمدزی هم پل خشتي مسجد ته ولاړ، پریکړه وشوه چې خبره به د جبهې د اجرایه شورا غړی حاجي احمد فرید کوي، له دي مخکې د پل خښتې مسجد خطیب مولوي عنایت الله بلیغ تقریر وکړ، کله چې حاجي فرید د مسجد منبر ته وخوت، دهغه د خبرو لنډيز داؤ چې هغه ویل هیواد اشغال دی، دلته بهرنيان خپل د خوښې قانون چلوي، جان کیري دوه نوماندان يو له يوې اوږې او بل له بلې اوږې ونیو دواړه يې سره ودرول، نږدې وه چې له دواړه څخه يو سړی جوړ کړي (یعني که امريکا وغواړي له دوی نه يوه ته واک ورکړي، دواړه به عین عمل کوي، او که وغواړي دواړو ته واک ورکړي، ددې واک له امريکا سره دی، له نوماندانو سره نه دی). حاجي فرید وویل چې له طالب څخه به هغه څوک په تکلیف ؤ چې په شریعت برابر نه ؤ، هغه ښځه به تکیف وه چې لوڅ ګرځيدل يې خوښ ؤ، هغه خلک به په تکلیف ؤ چې د غلا په مقابل کې يې لاس پري کيدی.

حاجي فرید داهم وویل چې دوه کسان  (اشرف غني او عبدالله عبدالله) دي، ګرده ملت او ولس يې یرغمل او ګروګان نیولی دی، موږ ملت باید خپل اواز پورته کړو، د امريکا په اشغال هغه څوک خوشاله دي چې د امريکا په وجود کې يې ګټې خوندې وي، موږ د یرغل او اشغال مخالف يو، دلته خبره هغه حد ته ورسیدله چې په ښځو په بيرحمانه ډول جنسي تجاوز کیږي، له دي سربیره دهغوئ سره زر او مال هم لوټ کيږي.

حاجي فرید وویل چې طالبان او حکمتيار ته باید حق ورکول شي چې په خپله خاوره کې ژوند وکړي، هغه دا هم وویل چې په دي هیواد کې خلک د نارنجي انقلاب خبرې هم کوي، مګر اصل کې ملت ژوندی دی، موږ به هیچاته اجازه ورنه کړو چې د افغان ولس په سر معامله وکړي، او په هیڅ ډول د امريکا او بهرنيانو شتون دلته افغان ولس نه مني.

په دي وخت کې يو ځوان هلک ولاړ شو، هغه وویل چې موږ جهاد کړی مګر طالبان  نه منو، ځينو کسانو ویل چې ممکن دغه هلک ته دنده سپارل شوې وه چې د جبهې د غړو د خبرو اړوند يو ډول غبرګون وښئې او بیا حالت ګډ وډ شي (همدغه ویره د جبهې په مشریزه غونډه کې ښکاره شوې وه) ، مګر يو بل کس هم ولاړ شو، هغه د حاجي فرید د خبرو ننګه کوله، حاجې فرید خپلې خبرې بشپړه کړي،  په دي وخت کې چې حاجي فرید له منبر څخه کښته شو، يوې لويې ډلې خلکو د حاجي فرید څخه غوښتنه کوله چې خبرو ته ادامه ورکړي، بیرته منبر ته وخيږي، دوی يې د خبرو احترام لري، ورته تږې دي، په دغه وخت کې په مسجد کې ګډوډي جوړه شوه، د حاجي فرید ملاتړي او دهغه دنظر مخالف نه معلوميدل، مګر پلويان ډیر ؤ، د حاجي فرید له خولي څخه چې مسجد ته کوم کسان راغلل په هغوی کې د امنیت، پولیسو او اردو کسان ؤ مګر ټول ټال دغه نفر تر ۶ زیات نه ؤ، مسجد کې د منبر او محراب سره نږدې خلک په حاجي فرید راټول شول، او پولیسو خلک نه پریښودل، د حاجي فرید پلويانو فکر کاوی چې دا هم يوه پلان شوې دسیسه ده، له همدې امله يې خپلو ټولو کسانو ته وویل چې د ګډ وډې څخه ډډه وکړي، پولیسو حاجي فرید ته وویل چې باید له مسجد څخه له دوی سره ووځي، تر څو دلته مسجد کې نوره ګډوډي جوړه نه شي، له لږ جرو بحث وروسته حاجي فرید ومنله چې له پولیسو سره ولاړشي، حاجي فرید د وتلو حالت کې هم خپلو پلويانو ته ویل چې تاسي ارام کينۍ، ګډوډي مه جوړوئ، حاجي فرید وایې چې پولیسو ورته وویل چې موږ ته وویل شول چې مسجد ته ځانمرګې طالبان ننوتي دي ځکه ډیر په منډه راغلو ( مګر سوال دادی چې کله د ځانمرګي خبره وي، بیا پولیس د خپل ځان د مرګ له ویرې هم په دومره بیړه هغه ځای ته نه ننوځي). حاجي فرید چې له مسجد څخه پولیسو ایستی، ډله خلک ورپسي روان ؤ، دده په پلوي يې خبرې کولي.

د پل خشتي مسجد خطیب بلیغ صاحب،  منبر ته ولاړ شو، هغه ویل چې موږ د اغا صاحب (حاجي فرید) کورنۍ او دده نیکه مياجان آغا ته ډیر زیات احترام لرو، ددوی درنه کورنۍ په هیواد کې په دیندارۍ مشهوره  ده، هیڅوک حق نه لري چې دده اړوند غلط فکر وکړي، بهرنيان دلته راغلي او هغوی یرغل کړی، طالبان هم ازاد نه دي، مګر زموږ ولس د حق ویلو او بیان ازادي لري، بلیغ صاحب چې د کرزي سلاکار وزیر دی، هر څومر چې يې هڅه وکړه د خلکو ګډوډې په مسجد کې خاموشه نه شوه، دلته د شریعت او اسلام زور سړي ته عملا ښکاره کيږي، کله چې الله اکبر وویل شو، اذان د جمعې د لمانځه له پاره شروع شو، د اذان په اوریدو سره خلک خاموش شول.

کله چې د جمعې لمونځ اداء شو، د جبهې مشر انجنیر احمد شاه او د جبهې ځينې غړې د خطیب صاحب سره  دهغه په ځانګړې ځای کې کيناستل، بلیغ صاحب ډیر په ځای کار وکړ، او د حاجي فرید سره يې خپل خلص ښکاره کړ، د حوزې مشرانو او مسؤلانو ته يې نفر واستول، ټلیفون يې وکړ، هغوی ته يې وویل چې حاجي فرید بیرته مسجد ته راولئ، همهغه ؤ چې د ټلیفون کولو وروسته نږدې شل دقیقې وروسته حاجي فرید د پولیسو د مشر سره يوځای پل خښتې مسجد ته راغی.

حاجي فرید وروسته ویل چې پولیسو ماته وویل چې موږ سره ستا د امنيت او خوندې ساتلو فکر ؤ، له همدې امله مو د مسجد له صحن څخه  وايستلئ، دلته نږدې د لومړۍ امنيتې حوزې کسان مسؤلیت لري، کله چې دغه پېښه وشوه، د امنيت خلک ډیر زیات راپيدا شول، او عامو خلکو ډول ډول تبصرې کولي، معلوميدل چې خلک په دغه ډول کار سره خفه ؤ چې ولي پولیسو مداخله وکړه. د پولیسو تر منځ هم لفظې شخړه شوي وه، بدبختانه چې اوس هرځای د پښتو، فارسې، پښتون، تاجک، کندهاري او پنجشیرې خبره کیږي.

حاجي فرید او د جبهې غړې په دي نظر دي چې په دغه وخت کې د پولیسو په خپل سره مداخله کول سم کار نه ؤ، او د مسجد د خطیب له هڅو اوحاجي فرید بیرته مسجد ته راوستلو باندي خوشاله ؤ.

حاجي فرید په وروستي وخت کې داهم وویل چې ځینو امنيتې کسانو غوښتل چې ګډوډې جوړه کړي، او له دغې صحنې څخه ناسمه استفاده وکړي، ولي د بلې ډلې امنيتې کسانو له مخالفت سره مخ شول، او په خپل منځ کې له لږ لفظې شخړې وروسته يوې ډلې ماته وویل چې موږ ستا سره مينه او محبت لرو، له امريکا څخه نفرت لرو، هغوی اشغال ګر دي.

—————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی همداراز تاند د لیکوالو ادعاوې تایید یا ردولی نه شي.

6 thoughts on “د پل خشتي مسجد کې حاجي فرید څه ویل او څه پېښ شول”
  1. فرید د آی ایس آی یو مزدور دی. دی او انجنیر احمدشاه دواړه غله دي، احمدشاه احمدزي په کابل کې څومره ملکیتونه اخیستي دي ټول خلک پرې خبر دي. احمدشاه احمدزی ولې د طالبانو په وخت کې ورسره نه ودرېد چې اوس یې پلوي کوي؟ اصلي دا مختلفې پروژې دي چې دغو مزدورانو او جاسوسانو ته ورکول کیږي چې عملي یې کړي. د فرید ورور یو لوچک دی چې په کاناډا کې اوسېږي اوهره لوچکي کوي. فرید هم هماغسې یو کالی دی. دوی چې خلکو ته طالبان ښه ورمعرفي کوي او ولس پاروي آیا ولس ته د طالبي ځناورو جنایتونه او فسادونه نه دي معلوم؟ په جلال اباد ښار کې په کابل بانک کې طالبانو مخامخ ۴۲ کسان ووژل، د انسانانو په سرونو یې فوټبال وکړ، په غزني کې یې افغانان ووژل، په کابل کې يې افغانان ووژل،، په هر ولایت کې هره ورځ افغانان وژني، مکتبونه یې بند کړي دي، معلمان وژني، د پوهنتون استادان تښتوي، او د خپلې واکمنۍ پر وخت دومره د پاکستاني سپي مزدوران ول چې په اطلاعاتو او کلتور وزارت، باختر اژانس، استخباراتو… کې د پېښور د ۰۹۱ کوډ او په کندهار کې د ملا په دفتر، په اطلاعاتو او کلتور او نورو حساسو ادارو کې ۰۸۱ کوډ لرونکي نمبرونه لګولي وو چې هره خبره به یې پاکستانیانو په ساده ډول اورېدله، پاکستان وو چې د ځناورو په څېر یې په امریکایانو باندې خرڅ کړل، په سلګونو میلیونه ډالر یې پرې واخیستل او تر دا ننه یې کله په روسانو کله په چینیانو کله په امریکایانو خرڅوي. ….

  2. بله مسئله چې د آی ایس آی یوه مزدور فرید ورته اشاره کړې ده چې جان کیري راغی او عبدالله او غني یې سره پخلا کړل، دوی باید په دا لویو ږیرو وشرمېږي چې د دوی همډوله مجاهد عبدالله عبدالله دا کار وکړ او امریکایان یې د منځګړتیا له پاره راوغوښتل. دوی هم د هماغو امریکایانو اولاده ده خو یوازې بڼه یې بدله ده.

  3. حاجی صاحب نه پوښتنه وشی ؟ هغه وخت کې چې پارلمان کې دې ډالر اخیستل ـ هغه وخت امریکایان دې هیواد کې نه ول ؟

  4. غیرمطمین صیب! ستالیکنه ستاخپل شخصي اویاهم دبل دخولې خبرې دي چې ستاترنامه لاندې لیکل شوي دي! اوس ملت سم اوناسم، ښه اوبد، غل اومل، پردی اوخپل ټول وپیژندل. زموږهیوادوالوفریدهم پیژندلی. فریدهغه څوک دی چې تل یې دپنجاب اوپنجابي اسلامکاروډلوپه خوله دخپلوشخصي ګټولپاره په خپل وطن کې دګډوډۍ پلوی پاتی شوي! فریدهغه څوک دی چې تل یې دنوروپه غم خفګان ښودلی دی خوکله هم چې دافغانستان اوافغانانوخبره راغلی چپه خوله پاتی شوی دی! فریدهغه څوک دی چې پوره پنجه کاله دهمدغه حکومت په وخت کې دپارلمان غړی پاتی شوی ولې هغه وخت داشغال خبره مطرح نه وه اوس چې بیا ځلې ناکام شو، داوطن اشغال شو، اوحکومتي کارکونکي یې مرتدوګڼل شول!
    غیرمطمین صیب! ستاټولې لیکنې دفریدپه څیردخپلوشخصي ګټولپاره دافغانستان په ناکرارۍ څرخیږي، کاش چې ته اوستاسې په څیرنوروپردی پالولږهم خجالت ویستلای! ترڅوبه تاسې په دې هیوادکې دمظلوم ولس په شهادت خوښي ښکاره کوۍ، ترڅوبه تاسې ددې هیوادپه روانۍ اودپنجاب په څیرمرتدهیوادپه خوښۍ کې خپله خوښي لټوۍ! هیله ده ګریوان کې سرښکته اولږهم فکروکړي چې تاسې ته څنګه خپل ضمیردداسې افواهاتواجازه درکوي!

  5. غیرمطین صیب حاجي فریدهم لکه ستاپه څیرپه خپله خوله دبل خبرې کوي! ته، فریداوستاسې په څیرنورپردی پال اوس ټول ملت پیژندلي دي! کاش چې ضمیرمولرلای!

  6. حاجی فرید او احمدشاه احمد زی او داسی نور دین پلورونکی دوزخیان چی به په خپلو عوامفریبانه عملونو خدای تعالی تاترین دوزخ ته بیایی انشاالله.

ځواب ورکول بلوڅ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *