تاند- د پاکستان د پنجاب په سالکوټ کې یوه ښځه د یو شمېر بدماشانو له لوري د هغوی په باور د بدو عملونو په خاطر په خورا بې رحمۍ ووهل شوه.
د بریتانیا مېل ورځپاڼې د دې ښځې، چې ویل شوي، خپل جنسیت یې تغییر کړی، ویدیو خپره کړې. په ویدیو کې په کمربند د ښځې د وهل کېدو یوه صحنه ښکاري.
په یو ځای کې، چې کله یو تن د ښځې په وهلو ستړی کېږي، بل یې په داسي حال کې وهي چې پښه یې د هغې پر غاړه ایښې ده.
ښځه چیغې وهي.
وروسته بدماشان له ښځې کالي باسي او لا یې سخته وهي (په ویډیو کې ټولې برخې نشته)
پاکستاني پولیس وايي چې ۱۰ تنه شکمن کسان یې نیولي دي.
د پولیسو یوه چارواکي وویل چې په ۵ تنو د ښځې د وهلو تور رسماً پوري شوی خو له ۵ نورو تحقیقات روان دي.
د بدماشانو د ډلې مشر د پاکستان دنیا تلویزیون ته وویل چې جاجا نومېږي او د پېښې قرباني (ښځه) یې ملګرې ده.
ده وویل، دا ښځه یې د دې لپاره ووهله چې بد عادتونه یې لرل او څو ځلي یې پخوا ورته ویلي و چې دا عادتونه پرېږدي.
سلامونه
بکه دادی لا بله سبکه