د پنجاب د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله

تاند- د پاکستان د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ومنله چې پولیس د (رد الفساد) عملیاتو په لړ کې

د هغو سیمو تلاشي اخلي چې پښتانه او افغان کډوال هلته اوسي.

ثناالله د یوه ځانګړي ملت (پښتون) د ځورولو په اړه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل چې د لاهور په خورا بدو تروریستي بریدونو کې د قبایلي سیمو اوسېدونکو لاس درلود.

ده همداراز وویل چې د تېر کال په اختر کې د لاهور د ګلشن اقبال د انتحاري حملې په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي کسان هم د مومندو او باجوړ د قبایلي سیمو اوسېدونکي ول.

ده زیاته کړه «دې ته په پام موږ فکر وکړ چې باید په هغو سیمو کې عملیات وکړو چې مومند او باجوړیان پکې اوسي او همداراز هغه سیمې وپلټو چې افغانان پکې هستوګن دي.»

سره له دې چې د پاکستان د پنجاب د کورنیو چارو وزیر په زغرده وايي چې د پښتنو خلاف عملیات کوي خو د دې صوبې د قانون وزیر دا خبره ردوي، وايي چې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې پښتانه نه دي په نخښه شوي.

له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس د پنجاب د پولیسو په قول وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې په پنجاب صوبه کې ۱۳۰۰ تنه په شک نیول شوي او ۳۶ نور وژل شوي دي.

ویل شوي چې د نیول شویو کسانو شمېر تر دې ډېر زیات دی او ټول پښتانه دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي جرګې په پنجاب کې له پښتنو سره تبعیضي چلند په یوه پرېکړه لیک کې وغانده او د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان خبرداری ورکړ چې که پنجاب له پښتنو سره تبعیضي چلند پای ته ونه رسوي، پښتانه به هم له خیبر پښتونخوا څخه پنجابیان وشړي.

2 thoughts on “د پنجاب د کورنیو چارو وزیر ومنله چې رد الفساد عملیات پر پښتنو متمرکز دي”
  1. ټالیب جانه خدای (ج) ته وګوره، نور د پنجاب په اشاره ، پښتانه مه وژنه او خپل کور مه ورانوه

  2. او طالبانو د الله روی ومني ځان پوهه کړئ، چې دا روانه جګړه د اسلام او کفر جګړه نه ده.
    دا جګړه د استخباراتو جګړه ده. په دې جګړې سره پاکستان په افغانستان کې ستاسې په واسطه خپلې ګټې پالي.
    ایران خپلې ګټې پالي او امریکا خپلې ګټې پالي.

    دوی ټول غواړي چې تاسې جګړه وکړئ. نو که ساده وی عقل مو سر ته راولی او که ناپوهه وی نور ځان پوهه کړئ چې دا جګړه سراسر د اسلام او افغانستان په تاوان ده.

    له یوې خوا ایران نفوذ شروع کړی، له بلي پاکستان نیم افغانستان لاندی کړی ، له بلی خوا د جهالت له کبله تعصبات او فساد روان دی.

    تاسی هم لګیا یاست نه تور ګوري او نه سپین بس وژل دي……..
    الله مو هدایت کړه او که هدایت نه وي الله مو تبا او برباد کړه…..
    امین ثم آمین

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *