تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د پنجشیر والي په یوه غونډه کې د عبدالله په مشرۍ د حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ.

کمال الدین نظامي وویل، عبدالله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پنجشیر د خلکو په ۱۰۰ کې ۹۰ رایې ګټلي او له همدې کبله یې پریکړه وکړه چې د نوموړي په مشرتابه د اعلان شوي حکومت ملاتړ وکړي.

په دې غونډه د پنجشیر ولایت د غونډو له تالار څخه د ولسمشر اشرف غني وروستي تصویر هم لرې او پر ځای یې د عبدالله عبدالله تصویر د منتخب ولسمشر په توګه وځړول شو.

دا په داسې حال کې ده چې نن په پروان ولایت کې هم د ثبات او همپالنې د ټیم سلګونو پلویانو د هغه څه خوښي ولمانځله چې دوی په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله بریالیتوب باله او ویې ویل چې ډیر ژر به دې ولایت ته د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د جوړیدونکي حکومت له خوا والي معرفي کړي.
عبدالله نن سرپل ته هم په زور والي معرفي کړی خو د بغلان لپاره معرفي کړی والي یې چا نه دی پریښی او له ښار څخه د عبدالله هغه انځورونه هم ټول کړای شويدي چې عبدالله په کې منتحب ولسمشر بلل شوی و.

د ښاغلي عبدالله په ملاتړ دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې په کې ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی.

نن  په بلخ او هرات کې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلانه هرکلی شوی او د کمېسیون له لوري د بریالي اعلان شوي ولسمشر غني ملاتړ کوي.

2 thoughts on “د پنجشیر والي: عبدالله د پنجشېر ۹۰ سلنه رایه ګټلې فلهذا هغه ولسمشر دی”
  1. The governor of Panjsher looks very smart person I am not sure where did he get his Master Degree or PhD from. He says since double Abdullah won 90% of Panjshir votes he should become the president of the country, May be Abdullah X2 people are all thinking like this.

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *