وروستی راپور وايي چې دیارلس تنه وژل شوي دي. د پنجشېر د پولیسو د قومندانۍ مرستیال نجیم خان وویل چې په دې ځانوژونکي موټر بمي برید کې ۶ پولیس او ۷ ملکیان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
نجیم خان وویل چې اکثره وژل شوي ملکیان په یوه بس کې سپاره ول چې د تلاشۍ په پوسته کې د تلاشۍ لپاره انتظار و.
په همدې حال کې د پنجشېر امنیه قومندان عزیز غیرت وویل چې اووه تنه ملکیان د یوه تعمیراتي شرکت کارکوونکي وو.
د ښاغلي غیرت په وینا د موټر په وسیله ځانوژونکې حمله پرون مازدیګر پاو باندې پنځه بجې په داسي حال کې وشوه چې پولیسو یو موټر تلاشي کاوه.
په دې پېښه کې ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
لومړنی خبر
تاند- د پنجشېر درې په خوله کې د دالنګ سنګ په سیمه کې نن د چاودنې په اثر شاوخوا شل تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
تراوسه دقیقاً څرګنده نه ده چې دا برید د بم چاودنه وه او که ځانمرګی برید خو امنیتي ځواکونه وايي چې ځانمرګی برید و.
د امنیتي ځواکونه وايي چې چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو په اثر شوې چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
تراوسه پوري د وژل شویو شمېر څرګند نه دی. او نه د حملې د دقیق هدف په اړه څه ویل شوي دي.
دا به په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل وي چې په پنجشېر کې داسي برید کېږي.
په تېرو ۱۲ کلونو کې وسله والو طالبانو هڅه کړې چې د شمال پخوانۍ ټلوالې پر غړیو او ګټو له بریده ځان وساتي.
له بلې خوا په خوست ولایت کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې په برید کې ۴ پولیس ووژل.
د خوست ولایت د پولیسو آمر یعقوب خان وویل، دوه ملي پولیس او دوه سرحدي پولیس تېره شپه په علیشېرو ولسوالۍ کې ووژل شول.
د دوی په وینا په دې برید کې دوه وسله وال سخت دریځي هم وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
یعقوب خان حمله کوونکي سخت دریځي د حقاني شبکې غړي وبلل چې مرکز یې په وزیرستان کې دی او له القاعده شبکې سره اړیکې لري.
د وسله والو لکه چې ایله اوس پنجشیر ته پام شو. که نه په دې کې هم د پاکستان لوبه ده چې زمونږ خلک په خپلو کې سره ګرم کړي.
یو متل دی وایی یوه غټه تیږه به واړوو چی طالیبانو شمال ته مخه کړه