تاند- یوه ځانمرګي، چې پر بایسکل سپور و، نن د کابل ښار په ختیځ کې د پولیسو له یوه بس سره ځان ټکر کړ او لږترلږه ۶ تنه یې ټپیان کړل.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې په بس کې پولیس کور ته روان ول.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې چاودنه د کابل په جلال اباد سړک وشوه.

ده زیاته کړه:«یو ځانمرګی چې پر موټر سایکل سپور و، د پولیسو له بس سره ځان ټکر کړ او شپږ تنه یې ژوبل کړل.»

د پېښې یوه شاهد عبدالمجید فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«یو بایسکل سوار مې ولید چې ځان یې له بس سره وجنګاوه او بیا مې د چاودنې ږغ واورېد.»

د ده په وینا بس ته نور زیان ونه رسېد خو شیشې یې ماتې شوې.

7 thoughts on “د پولیسو پر بس ځانمرګي برید ۶ تنه ژوبل کړل”
  1. الله پاک دی طالیبان ټول تباه کړی، که دوی دا فکر کوی چه مونږ به بیا په حکومت کی برخه واخلو نو دافکر دي دوزخ ته یوسی، مونږ دحکومت څخه خواست کوو چه په افغانستان کی ټولی مدرسی بندی کړی ځکه دمدرسی ملا اوطالیب ښه نتیجه ورنکړه.

    دحکومت څخه بل خواست داکوو چه د مکتبونو په داخل کی یوصنف یا ټولګی په دي خاطر جوړ کړی چه دکلی لپاره تری ملا امام خلاصیږی اوخګکوته امامت ورکړی.

    په هر مکتب کی فقط یو صنف یا ټولګی دامامت دخلاصیدو په خاطر جوړ کړی،

    مدرسی دي نوری بندی کړی ځکه په مدرسه کی لواطت، مسجد ورانول، قرآن پاک سوځول، ملکیان وژل، دانسان په سرونو فوټبال، دښځو بی حرمتی، دمور او پلار نه اطاعت، دپردیو جاسوسی، او دپردیو دروازو ته دخیرات غوښتلو او بی غیرتی درس ورکول کیږی

    تراوسه ماته کوم ملا وښایاست چه دوطن په ابادی کی یی برخه اخستی وی، فقط ټوله ورځ سوال اودخلکو څخه په تعویض جوړولو شرکی او حرامی پیسی اخستل،

    دمدرسو ملا ګیانو ته زمونږ خلک نور ضرورت نلری

  2. اوشتونه وروره افغانستان ۹۹٪ مسلمانان لری، خو دافغان ملا څخه توبه ګار شولو، ما په مخکینی تبصره کی خپل حکومت ته وړاندیز کړی وه چه په مکتب کی یو صنف یا ټولګی په دی خاطر جوړ کړی چه دامامت لپاره تری دکور اوکلی ملا امان فارغ شی ، اومدرسی په مکمله توګه بندی کړی، خو وروسته په خپل دغه وړاندیز هم پښیمانه وم،
    اوس زما نوی وړاندیز حکومت ته دادی چه دغه ټولګی یاصنف دامامت لپاره په مکتب کی مه جوړوی، ځکه دغه ملایان به دنور مکتب شاګردان هم بی لاری او غیر اسلامی اوبدوکارو ته اماده کړی، ښه خبره داده چه دغه دامامت ټولګی هم تاسیس نکړی.

    دافغانستان هر مکتبی اوهر شاګرد مسلمان دی او په جماعت کی جمع ورکولی شی، او که چیرته ضرورت وه دبل هیواد نه به ملا راوغواړو لکه دتر کی، تاجکستان، ازبکستان، ایران سونی مذهبه ملایان اوحتی دپاکستان ملایان هم، ځکه دپاکستان ملایان هم ښه دی اوحپل وطن دپردیو په همایه نه ورانوی، د کلاش خلک تر اوسه مسلمانان نه دی خو پاکستانی ملایان وای چه دملک دافتصاد لپاره دغی منطیقی ته ضرورت دی، اوتاسو دبامیانو وچه کلکه تیږه هم بر داشت کولی نشوه ، اودنورو په مشوره مو په بمونو اوباروتو والوزوله.

    نوپه اخر کی وایم مونږ افغانان اسلام ته ډیر ضروت لرو پدی شرط چه ملا یی افغان نه وی

    والسلام

    1. په دغه ځانمرګې برید به تورلینګیان په ډیره اندازه خوشاله سویوې. ځکه تورلینګیان خو ټول مفتیان او ډیرښه مسلمانان دې.
      تا سې فکر وکړی چې رخصتې یې په یکشنبه ده ، قانون یې ده په نامه ازادی(۶۷)کاله وروسته هم انګریزېدی ، موټران او عراده جات یې پر چپه لاس ځې ، ښځې قا ضیانې یې دجج په نا مه په قضا کښې کا رکوې حتا چې دطلبانو لوی حا مې او استاد (مشرف) دحکومت په وخت کې یې قاضې قضات هندو وو ، هیرا منډیې دوی لرې.

  3. افغانانوچې دخپل دين او وطن د ساتلو لپاره کومې سرښندنې کړيدي د دنيا په تاريخ کې بې مثاله دي ، مونږ ديني پوهانو ته د قدر په سترګه ځکه ګورو چې ځانته مسلمان وایو ، ملا ته بد مه وايۍ هغوته بدووايۍ چې د ملا په نوم وطن ورانوی او وطنداران وژني ، د جنت د حورو په تمه تنکي ځوانانو ته واسکټې اغوندي اود ګاونډيو هیوادونو د منافعو لپاره ناروا کارونه کوی ، دخدای لعنت دې وی پرې

  4. د مدرسی دملا دشمن نه تاسو باید د اقتصاد وزیر شی ځکه چی د افغانستان د پاره ښه اقتصادی پلان لری
    تاند والو هیڅ داسی بی ادبه لیکنه می نه دا کړی چی د هغی په اساس زما لیکنه نشر نه شی که دا ځل هم نشر نه شوه نو بیا به هیڅ کله هم تاند ویپ پاڼه ونه ګورم

  5. یوه خبره چی اړینه یی بولم په مجموع کی ټولو علماوو پسی بد ویل ښه خبره نه ده څکه په دی ملایانو کی حق پرست علما هم شته او هغه دپیغمبرانو وارثان دی اودوی د الله ددین ښه داعیان دی زمونژ ټولنه یوه اسلامی ټولنه ده او مونژ باید ددینی مدارسو څخه ملاتړوکړو ځکه دا دهرمسلمان وجیبه ده چی علم دقران اوسنت حاصل کړی او پری عمل وکړی او مونژ باید کوشش وکړو چی ددینی اواسلامی تعلیماتو زمینه په ټول هیواد کی د افغان بچیانو لپاره برابره کړو البته هغه خلک چی دملا په نامه داسلام ضد فعالیتنونه سرته رسوی داسی خلک ټول نیک او حق پرسته علما بدناموی او دغسی خلک دعلمیت څخه لیری پاتی دی او دپردیو په اشاره ګڼ شمیر بشری ضد اواسلامی ضد فعالیتونه سرته رسوی او دخپلو شخصی موخو په خاطر دارنګه کارونه کوی وروره دغه دین یواځی دملا نه دی دا دټولو انسانانو دکامیابی او سوکالی یواځینی ذریعه ده او مونږ فرد فرد باید ددغه دین څخه دځان او مال په قربانولو دفاع وکړو ځکه دادهر مسلمان وجیبه اومسولیت دی چی دینی علم پخپله زده او نورو ته یی وښایی

ځواب ورکول خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *