تاند- وسله والو طالبانو د کابل د نن /پنجشنبې/ د تروریستي برید، چې لږترلږه ۳۷ تنه پکې ووژل شول، مسوولیت ومانه.

په دې غبرګو انتحاري بریدونو کې، چې له میدانښاره کابل ته د نویو روزل شویو پولیسو د موټرو پر کاروان وشو، ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دا برید دوو انتحاریانو وکړ، لومړني په بس کې پر پولیسو او د هغو پر روزونکو برید وکړ او دوهم ۲۰ دقیقې وروسته چې نور پولیس د پېښې ځای ته د ټپیانو مرستې ته راورسېدل، ځان والوزاوه.

د پغمان ولسوال موسي رحمتي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې برید له کابل ښاره ۲۰ کیلومتره لېري د پغمان ولسوالي ارغندې چوک ته نژدې په قلعه حیدر سیمه کې شوی دی.

دا په تورخم کې د یوه پاکستاني جګړن له وژل کېدو وروسته، چې پاکستان یې د غچ اخیستلو ژمنه کړې وه، په افغانستان کې لومړنی لوی انتحاري برید دی.

برید پر ۵ بسونو شوی، چې دوه یې ویجاړ شوي او ۳ نور زیانمن شوي دي.

تر دې وړاندې د مې د میاشتې په ۲۵مه په پغمان ولسوالي کې د میدان وردک ولایت د محکمې پر مامورینو برید شوی و چې د ۶ ماشومانو په شمول ۱۱ تنه پکې ووژل شول.

د پغمان له پېښې څو اوونۍ وروسته د وردک ولایت د امنیه قوماندان په موټر کې د طالبانو د بغلان پوځي مسوول په داسي حال کې په ټپي حالت کې وموندل شو چې له بغلانه کابل ته وړل کېده.

 په کابل کې د امریکا سفارت، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو او او د پاکستان حکومت دا تروریستي برید غندلی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید پر انسانیت برید بللی او ویلي یې دي.

۱۳۹۵ل کال دچنګاښ ۱۰

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښارکې د میدان وردګ پولیسو د روزنیز مرکز د فارغانو پر لېږدونکو موټرونو نننی ترهګریز برید د بشریت ضد جنایت وباله او کورنیو چارو وزارت ته یې دستور ورکړ چې د یاد مرکز د فارغانو د انتقال د تصمیم څرنګوالی وارزوي، تر څو د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقیبي اقدامات ترسره شي.

جمهور رئیس غني د دغه جنایتکارانه عمل د غندلو پرمهال وویل، د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان عبادت کوي، خو طالبان برعکس د خلکو په وژلو او د وېرې او وحشت په خپرولو سره نه بښونکی عمل ترسره کوي.

جمهور رئیس د طالبانو دغه وحشیانه جنایت د جګړې په ډګر کې د هغوی د ماتې نښه وبلله او وې ویل، طالبانو په دې جنایت سره خپله سخت زړي او بې رحمي وښودله.

جمهور رئیس غني په ټول هېواد کې له علماو او خلکو څخه وغوښتل چې سبا د جمعې په لمانځه کې د دې غمجنې پېښې قربانیانو ته دعا وکړي او د وحشي تروریستانو د بشري ضد جنایتونو پر وړاندې د جوماتونو د منبرونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.

د هېواد جمهور رئیس د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د شهیدانو کورنیو ته څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا کوي.

5 thoughts on “د پولیسو پر کاروان په انتحاري برید کې ۳۷ تنه وژل شوي”
  1. زه دې خپل ویده او تش په نوم دولت ته حیران یم. غني ټوله ورځ د پروژو او نورو اقتصادي شیانو پسې ورک وي خو د امنیت په برخه کې یو ګام هم په صحيح توګه نه پورته کوي. اقتصادي پروژې په اوږد مهال کې ګټه لري، خو دا ددې په مانا نده چې ټول توان او قدرت په همدې ولګوي او عمده او اساسي کار چې امنیت دې شاته وغورځوې. که همدا حال وي داسې وخت به راشي چې یو ته او یوه دا ماته ګوډه کابینه به دې وي او خلک به نه وي چې حکومت پرې وکړې. څه به پاکستان د غلامو او ناموس فروشو تالبانو په لاس وژلي وي او څه به د بې امنۍ او بې کارۍ نه تښتېدلي وي. بس کړه نور ددې سمبولیک او تشریفاتي دولت نه تیر شه او لږ نیغ په میدان ودریږه او داسې کسان پدې دولت کې شامل کړه چې حب الوطني پکې وي نه حب الجیبي. مونږ د دښمن څخه په هغه صورت خلاصیدلی شو چې همداسې ویر د هغه په کور کې ګډ کړو، د حملې جواب په حمله ورکړو. دا مونږ او تاته ښه ثابته شوې چې یوه حمله ددښمن په کور شوې وه د ټولو پل نه ورانیده، نظامیانو او ملکیانو به یې هر وخت رامنډې وهلې. بیرته داسې ماسټر ماینډ راوله چې ددښمن څخه په مناسب وخت اوځای کې غچ اخستلی شي. همدا یې یواځنۍ او معقوله لاره ده. هسې په غندلو او جوماتونو کې په دعاګانو څه نه کیږي، عمل پکار دی.

  2. د دې پيښې په ارتباط د کورنیو چارو وزیر باید له خپلی دندی استعفی ورکړی. کومو کسانو چې پدی برخه کې بی غوری کړی باید و پوښتل شی تر څو اصلی مجرم پیدا کړل شی.

  3. امنیت تر هرڅه په اولیت کی قرار لری، دافغانستان خلک به د ډیوی په رڼا کی ژوند وکړی، دافغانستان خلک به دجوارو د وړو سوکړک وخوری، په نیمه ګیډه به ژوند وکړی، خو چه کاشکی آمن وی

    ښاغلی کرزی ۲۲۰۰ مکتبونه جوړ کړه مګر چه امنیت نه وه ، ددغی مکتبونو څخه تقریبآ نمایی یی بیرته د تروریستانو لخوا وسوځول شول، همداسی سبا ته دبرق پایی وګوره چه امن نه وی نو دغه دبرق خبری او کوششونه هم بیځایه دی

    مونږ دخپلو مشرانو څخه غواړو چه خپل ټول توان دآمن په راوستلو کی مصرف کړی، نه هاغه او دغه پروژه کی

  4. دپاکستان په ضد که ۳۷ تنه شهیدان شوی وایی نو پنجاب ته به رسیدلی وی او دی پنجابیانو ښځو به مو روژی ماتی کړی وای.

  5. سلام
    وايې چې يوه ورځ د غوايې سر په کټو کې بند پاتې وه دکلي خلک لاړل او ملانصرالدين يې را خبر کړ چې د کټوي او د غوايي د سر علاج وکړي ملا نصرالدين وويل چې داخو ډير اسا نه کار دى هله ژرشي چاړه راوړي چې د غوايي سر پرې کړو کله يې چې د غوايي سر پرې کړ کله يې چې د غواېې سر پرې کړ خو بيا له کټوې نه راوځي نو امر يې وکړ چې اوس کټوى مات کړي
    د هېواد د ملي زعامت په هيله
    دلته په دولت کې هر ډول کسان ننوتي، فساد په ډير ه اوچته کچه روان دي، ولي او ناولي لاسونه په هرځاى کې ډير زيات دى ملامت او ناملامت نه پېژندل کيږي خاين او خايف صادق او راستکا ر ټول په يو ه کتار کې ولاړ دي او همدارنګه هغو کسانو ته چې شخصي ګټې ډيرې مطرح دى سيااست او سياست لوبې له افغانستان څخه اوچتې ګڼې. ددولت ځينې کسان په خپله په همدې واقعو کې لاس لري ځکه چې د يتيم په ورانو شيدو کې ګټه ده
    يوځل بيا په دې خبره بايد تاکيد وشي چه کار اهل کار ته سپارل د سهامي شرکت چاره کول دى

ځواب ورکول ع..شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *