پنجشنبه، د مرغومي۱۰ مه
د ملګرو ملتونو د تعلیمي او کلتوري سازمان یونسکو لخوا د (پوهنه د ټولو لپاره یا EFA) یوولسم کلنی رپوټ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې خپور شو. دغه رپوټ، چې په هرو دوو کلونو کې یوځل خپرېږي په یو لړ خاصو مراسمو کې، چې د افغانستان د پوهنې جلالتمآب وزیر فاروق وردګ هم ګډون په کې کړی و، افتتاح او له نړیوالو سره شریک شو. د رپوټ موخه په نړیواله کچه د پوهنې د وضعیت څیړل او د پوهنې برخې ته د نړیوالو د پاملرنې او همکاریو جلبول دي.
په دې اړه جوړه شوې نړیواله غونډه کې د افغانستان او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو د پوهنې وزیرانو، د یونیسکو د ادارې ځینې مشرانو او د افغانستان، پاکستان، هند او بنګله دیش دولتي او نادولتي استازو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ په تېرو څو کلونو کې د هیواد د پوهنیز نظام د مهمو او تاریخي لاسته راوړنو یادونه وکړه او دا یې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د څه باندې یوې لسیزې ملګرتیا لویه لاسته راوړنه وبلله. هغه له نړیوالو وغوښتل، چې د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او د افغانستان د معارف د بې شانه پرمختګ ملا وتړي.
د پوهنې وزیر همدارنګه د پاکستان له حکومت او د یونیسکو او نړیوال څار ادارو د راپور له برابروونکې ډلې مننه وکړه، چې نړیوالو ته د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو، پرمختګونو او هغو ګواښونوپه اړه مالومات ورکوي، چې د پوهنې د ودې او پرمختګ پر وړاندې په ځانګړي ډول په جنګ ځپلو، بې وزلو او مخ پرودې هیوادونو کې د چارو مخه ډب کوي. هغه زیاته کړه چې پدې سره به یاد هیوادونه وتوانیږي د معارف پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه تر بل هر وخت زیات زیار وباسي او د حل لپاره یې ټینګ ګامونه پورته کړي.
هغه همدارنګه په سويلي اسیا کې د تعلیم او تربیې د سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکاري او تفاهم ډیر اړین وباله او زیاته یې کړه، چې پوهنه د نړۍ د اقتصادي رشد او پیاوړتیا، سیاسي ثبات، سولې او پرمختګ یوازینۍ لار ده او باید په جدي ډول پاملرنه ورته وشي.
(پوهنه د ټولو لپاره) نوي خپاره شوي نړیوال رپوټ په افغانستان کې له تیرو څو کلونو راهیسې د ښوونکو د روزنې، د مناسب تعلیمي چاپېریال د برابرونې او یوه واحد ملي تعلیمي نصاب د جوړېدو کارونه د پوهنې وزارت د پام وړ او محسوسې لاسته راوړنې بللي دي. په عین حال کې یاد رپوټ د افغانستان په ځینو نا امنو ولایتونو کې د ښځینه مسلکي ښوونکو او تر نهم ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو نه شتون ستونزه بللې، چې باید پاملرنه ورته وشي.
د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ د دې ستونزې د حل لپاره خپل کاري پلان په مفصل ډول بیان کړ او له منځه وړل یې د خپلو کاري پروګرامونو مهمه برخه وبلله.
پوهنې وزیر د دغه نړیوال کنفرانس په پای کې له ځینو مهمو پاکستاني او نړیوالو رسنیو سره خبرې وکړې او هغه پوښتنې یې په پوره هیله بښوونکي ډول ځواب کړي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د پوهنیز نظام په اړه د اندېښنو په ډول راټوکېدلې دي. په دې رسنیو کې جیو نیوز تلویزون، د امریکا غږ آشنا راډیو تلویزیون او مشهور پاکستانی چینل وقت او یو شمېر چاپي رسنۍ شاملې وې.
د پوهنې وزیر د معارف په برخه کې د اوسني حکومت پر لاسته راوړنو او د حکومت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې په اړه خبرې وکړې. دغه راز یې هغه ستونزې چې د پوهنې نظام ورسره مخ دی یادې کړې او ژمنه یې وکړه، چې د الله ج په کمک، د خپل ملت او حکومت په مرسته او د نړیوال ټولنې په همکارۍ به یادو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ زیاته کړه:” د امریکا او نړیوالو ځواکونو حضور یا نه حضور به د افغانستان د پوهنې پر پرمختګ هیڅ راز اثر ونلري، ځکه له یوې خوا د پوهنې نظام د خلکو نظام دی او ولس له موږ سره د دې نظام په ساتلو او په پیشرفت کې په پوره ډول سهمګیري کوي او بل دا چې موږ د راتلونکو لسو/شلو کلونو لپاره داسې مطمئنې او باوري مالي سرچینې پیدا کړي، چې دغه نظام به په همدې شان په سرعت مخ پر وړاندې روان وساتي. په دغو سرچینو کې د پوهنې لپاره نړیوال مشارکت، د بریتانیا د شاهي هیواد د نجونو د تعلیم او تربیې پر وړاندې د ستونزو د رفع کولو بودیجه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي تعلیم تر ټولو وړاندې ابتکار، د امریکا د پراختیايي ادارې د زده کړې د خونې په نامه ابتکار، د قطر هیواد هر ماشوم وروزئ ابتکار او د نړیوال بانک د پوهنې په برخه کې د توسعوي نقش په ځانګړې ډول تعلیم د ټولو لپاره نړیوال هدف شامل دي، چې په دې وروستیو کلونو کې یې افغانستان غړیتوب تر لاسه کړی دی. همدا رنګه د سارک او ایکو سیمه ییزو سازمانونو عضویت هغه مطمئنې او مستمرې مالي سرچینې دي، چې د افغانستان د پوهنیز سیستم د بقا او دوام زیری له ځانه سره لري.”
درناوی
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست
پو هنه ر ڼا ده
زمونږ په عقا يدو کې بې له کوم انحصار او بنديز،چال او فريب،پلمه او ناوړه حيله او هر ډول تبعيض او سياست څخه د ښځې او نارينه لپاره د مساوي بڼې تر سيوري لاندې د اقرا باسم ربک …زده کړه په بشپړه توګه د الله جل لاله لخوا سپارښت شوي او په هېڅ وخت کې جبر نه مني.د تاند د ويب پاڼې دې کورودان وي چې د پوهنې په برخه کې ېې د ښاغلي فاروق وردک د پوهنې
وزير پيغام نشر ته سپارلي لوى خداى دې وزير صاحب ته نور برياليتوبونه هم په برخه کړي .توانا دي هرڅوک چې دانا دى
د افغانستان دپوهنيز سيستم د بقا په هيله