تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵ مه: د خوست په تڼیو کې د وکیل شاه خان په نوم یو کس د ښوونځي د ودانۍ لپاره خپله دوه جریبه ځمکه وقف کړې ده.
دا ځمکه چې ۵ میلیونه افغانۍ قیمت لري، د وکیل شاه له لوري د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ دُور ملکې کلي د نجونو ښوونځي ته مفته وقف شوېده.
،
د نجونو د ښوونځي لپاره په دغه وقف شوې ځمکه اوس ودانیزې چارې هم روانې دي چې وکیل شاه خان په کې له خپلو زامنو سره یو ځای کار کوي.
دی وایي، په کلي کې یې د نجونو ښوونځي لپاره هېڅ ځمکه نه وهاو دې حالت سخت ځورولی و: (( د خپل وطني احساس له مخې مې وغوښتل چې د خپل کلي ښوونځي ته باید له هر ډول امتیاز پرته ځمکه ورکړم، زه ژمنه کوم چې یو څه ځمکه نوره هم لرم که ورته ضرورت شو هغه به هم د معارف لپاره وقف کړم.))
دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتون لویه ستونزه ده چې حکومت ورته څو میاشتې وړانذې د ۱۰۰ ښوونځیو د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.
څومره چې د ښوونځیو مځکه پراخیږي همدومره هدیرې وړوکې کیږي. د پټاني مځکې خو هدیرو وخوړې… ویښ پښتون همدی دی، اتل همدی دی، د نن و سبا سړی همدی دی، د مکتب زنګ به یې انشاالله نور پښتانه هم راویښ کي
وکیل شاه خان چې خپله دوه جریبه مځکه یې د ښوونځي د ودانۍ لپاره وقف کړې ده ، الله تعالي ج دا جاریه صدقه د قیامت تر ورځې پورې په خپل دربار کې قبوله او اجرونه یې دوی او ټولې کورنۍ ته ورسوي.
د خوست د ښوونې ریاست باید د دوی دا زړور اقدام وستایی او نوموړی ښوونځی د دوی په نوم ونوموي.